پاکستان: ترهګر د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي؛ طالبان دې یې مخه ونیسي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خوست او کونړ کې د دوی د پوځ د شنبې ورځې له بریدونو او غبرګون کې یې د طالبانو لخوا کابل کې د پاکستان سفیر تر احضارېدو وروسته نن یکشنبه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیه کې د شنبې ورځې د بریدونو یادونه نه ده شوې، او له افغانستانه یې د پاکستان خلاف د ترهګرو ډلو د فعالیت په ګډون شپږو ټکو ته پکې اشاره کړې ده.‌

دا اعلامیه وايي‌ له تېرو څو ورځو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پېښې پام وړ ډېرې شوي او ګواکې پاکستاني ځواکونه پکې د کرښې له هاخوا (افغانستانه) په نښه کېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي دا پېښه رامنځ ته شوې، خو وايي "نه پوهېږي ولې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ورته په اعلاميه کې اشاره نه ده کړې، ممکن هلته د دې پېښې سره سياسي اډانه موافقه نه وه".

د طالبانو دفاع وزارتیې د پاکستاني ځواکونو د تېر ورځې بریدونه "غیر انساني او ظالمانه" بللي دي.‌

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي‌ "له ګاونډیو مو تل غوښتي‌ چې ستونزې باید له دیپلوماتیکو او اصولي لارو حل شي او یو هېواد دې هم افغانان بالمثل عمل ته نه اړباسي.‌"

پاکستان له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان خاوره کې پټنځایونه لري او ګواکې د کرښې له افغان لوري ور اوړي.

خو افغان خوا تل دا ادعا رد کړې ده. ‌

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په پرله پسې ډول افغان لوري ته ویلي چې ترهګر د افغانستان خاوره پاکستان کې د فعالیتونو لپاره کاروي،‌‌ او دوی دېکرښې ته د څېرمو سیمو امنیت خوندي کړي.

دې اعلامیه کې افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې د پاکستان-افغانستان سرحدي سیمه امن کړي، او د "هغو اشخاصو خلاف کوټلي ګامونه واخلي چې پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي.‌"

پاکستاني لوري همدا راز د افغانستان خپلواکۍ،‌ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ژمنه هم تکرار کړې او ویلي یې دي چې "افغان حکومت سره به ټولو برخو کې د دوه اړ خیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره له نږدې کار ته دوام ورکړي."

تر دې وړاندې پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتین د افغانستان خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځ هوايي بریدونو کې ملکي مرګژوبلې ته غبرګون ښودلی دی.

منظور

د عکس سرچینه، Getty Images

پښتین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې "په جنګ کې د ښځو، ماشوما نو او بې ګناه خلکو وژل جنګي جرم دی".

هغه لیکل‍ي چې د پښتنو پر خاوره له لسیزو راهیسې روانه جګړه پای نه مومي او لامل یې د ده په خبره د پاکستان "ستراتېژیکه پالیسي" ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کړی چې "نور دې د پښتنو پر خاوره جنګ بند شي."

د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو د شنبې سهار وختي د خوست او کونړ پر یو شمېر سیمو بریدونه وکړل چې لسګونو ملک‍ي خلکو ته پکې مرګژوبله واوښته.‌

رپوټونه وايي دغو بریدونو کې هغه وزیرستاني کډوال په نښه شوي چې شمالي وزیرستان کې له جنګ جکړو او د پاکستان د پوځ د ضرب عضب عملیاتو له کبله له ډېورنډ کرښې دېخوا راکوچېدلي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ.

همدا راز د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ګواښوونکې لهجه ولیکل چې پاکستان دې د افغانانو حوصلې نه ازمايي،‌ ځکه د ده په خبره د دا ډول "تېروتنو" تکرار به ډېرې ناوړه پایلې ولري.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو نورو افغان سیاستوالو هم د پاکستان دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی و.‌

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم د پاکستان ځواکونو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي مرګژوبلې په راپورونو ژوره اندېښنه څرګنده کړه.‌

د یوناما د ټویټر په پاڼه لیکل شوي چې ملکي خلک باید هېڅکله هدف ونه ګرځي.

له دې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان کې د دوی ځواکونو د اقدام د رپوټونو په اړه څېړنه کوي.

دغه بریدونه تر هغې یوه ورځ وروسته وشول چې شمالي وزیرستان کې د وسله والو یوه برید کې ۷ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د هغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه واخیست.