اصف درانی: "افغانستان کې سوله پاکستان ته په بد خوب بدله شوې"

پاکستان - افغانستان

د عکس سرچینه، asif durai

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی، چې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو زرګونه جنګیالیو ته یې پناه ورکړې.

ښاغلي دراني دا څرګندونې د پاکستان د پنځو پخوانیو سفیرانو لخوا جوړې شوې غونډه کې کړي.

دراني د پاکستاني سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ خبرې سمې بللي، چې وایي افغانستان کې د طالبانو حکومت له راتګ سره سم پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي.

نوموړی زیاتوي: " زه فکر کوم لومړي وزیر هرڅه روښانه کړي، هغه دا چې پاکستان کې امنیتي پېښې له افغانستانه سرچېنه اخلي، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي په اړه چې دوی په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، هلته له خپلو کورنیو سره اوسېږي، تقریبا شپږ زره د پاکستاني طالبانو غړي هلته دي."

ښاغلي ‌دراني دا څرګندونې داسې مهال کړي، ‌چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان حکومت تر منځ اړیکې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو له امله ترینګلي شوي.

دغه پاکستانی چارواکی دارنګه ادعا کوي، چې افغانستان کې سوله او یا د ده په ټکو د طالب واکمنو دا ادعا چې هلته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د پاکستان لپاره بیا په "بد خوب" بدل شوی دی.

" افغانستان کې د طالبانو لنډ مهاله حکومت وایي، چې سوله یې راوستې، فساد یې له منځه وړی او د جرمونو کچه راټېټه شوې، اقتصادي وضعیت سم شوی، د کوکنارو کرکیله یې ۹۵ سلنه ته راټیټه کړې، که دا هرڅه سم وي نو بیا بل اړخ یې دا دی چې دا سوله او پرمختګ د پاکستان لپاره په بد خوب بدل شوی."

درانی

د عکس سرچینه، ABDUL QAHAR BALKHI/TWITTWER

هغه وایي د پاکستان مخالف وسله وال له دې ټولو فرصتونو ګټه اخلي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

نوموړی یو ځل بیا د خپل لومړي وزیر هغه ادعا تکراروي، چې په افغانستان کې له نوي حکومت وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ۶۵ سلنه زیاتې شوي او ورسره د ځانمرګو بریدونو پېښو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان ځانګړی استازي وایي، د طالبانو حکومت له خوا یوازې د خبرو تر کچې غبرګون یا عمل بسنه نه کوي بلکې دوی باید عملي ګامونه واخلي.

هغه وايي د طالبانو حکومت باید د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندازه په هغه امر عمل وکړي چې ویلي یې دي " پاکستان کې بریدونه کول حرام دي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې دوی دا تورونه ردوي او که پاکستان په دې برخه کې کوم شواهد او مدارک ولري له دوی سره یې دې شريک کړي.

ښاغلی مجاهد وایي: " موږ ډاډه یو چې زموږ اصولي موقف دادی چې زموږ خاوره به د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو په ضد نه کارول کېږي."

د کډوالو جبري ستنولو کړکېچ

کډوال

بل خوا داسې مهال چې د پاکستان چارسمبالی حکومت له هغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ روانه ساتلې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی بیا د حکومت په دریځ ټینګار کوي چې غیر قانوني بهرنیان باید له پاکستانه وایستل شي.

درانی وایي، د کډوالو په خپله خوښه تګ او یا د حکومت لخوا په زور استول توپیر لري او د دوی تګلاره داده چې د روان بهیر په ترڅ کې نا قانونه بهرنیان بېرته استوي.

پاکستان په روز د کډوالو استولو پر پرېکړه داسې مهال ټینګار کوي، چې پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکوي چې د هغه هېواد امنیتي ځواکونه د ناقانونه کډوالو د موندلو لپاره د اړیکو شمېرې هم یو ځای بل ځای خپرې کړي.

له دې سره هم مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي چې هره ورځ زرګونه افغانان له ډیورنډ کرښې ور اوړي.

بل خوا داسې مهال چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کرښه تګ راتګ د پاسپورت ، وېزې او تذکرې جبري کولو پر ضد په چمن کې د ولسي خلکو پرلت ۲۳مې ورځې ته غځېدلی، د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی یو ځل د حکومت لخوا د شوې پرېکړې په عملي کېدو ټینګار کوي.