د پاکستان دفاع وزیر: د طالبانو حکومت دوحې تړون ته ژمن نه دی؛ مجاهد وايي "تړون امریکا سره شوی"

ذبیح الله مجاهد او خواجه اصف

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د "خپلو ګاونډیانو پر حقونو عمل نه کوي" او د دوحې هوکړې ته ژمن نه دی.

د طالبانو استازو په دوحه کې امریکا سره د خبرو پرمهال ژمنه کړې چې افغانستان کې به اورپکو ته ځای نه ورکوي او د دې هېواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌ بي سي پښتو پاڼې ته ویلي "د دوحې تړون یې له امریکا سره کړی دی" او ټینګار کوي‌ چې د افغانستان خاوره "د پاکستان پرضد نه کارول کېږي‌ او پاکستان سره د ورور او مسلمان هېواد په توګه چلند کوو."

د پاکستان د فاع وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کړې چې د پاکستان د پوځ مشر ویلي وو، د پاکستان پوځ د هغو خوندي پټنځایونو او فعالیت ازادۍ په هکله سخته اندېښنه لري، چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال یې په افغانستان کې لري.

خواجه اصف پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې "له تېرو ۴۰ - ۵۰ کلونو راهیسې پاکستان کې ۵۰-۶۰ لکه افغانانو له حقونو سره پنا اخیستې وه، خو برعکس هغو ترهګرو چې د پاکستانیانو وینې یې تویې کړې دي، د افغانستان په خاوره کې دي".

خو ښاغلی مجاهد وايي، که د پاکستان حکومت ورسره شواهد شریک کړي،‌ د پاکستاني طالبانو پرضد به ګامونه واخلي او زیاتوي‌ چې په دې اړه یې "پاکستاني لوري ناستې هم کړې دي."

دواړو پاکستاني پوځي مشرانو وروستۍ څرګندونې بلوچستان کې له تازه خونړیو بریدونو وروسته کړې دي چې نهه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول.

د ویډیو تشریح، د پاکستان دفاع وزیرڅرګندون ته د طالبانو د حکوومت ځواب

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، "دا وضعیت باید نور دوام ونه کړي، پاکستان د خپلې خاورې او وګړو د ساتلو لپاره له خپلو سرچینو ګټه اخلي."

خو خواجه اصف دا نه دي‌ ویلي چې څه ډول سرچینې به کاروي.‌ تېر کال د پاکستان پوځي الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو هوايي بریدونه کړي وو چې د ماشومانو په ګډون په کې ګڼ شمېر ولسي خلک و وژل شول.

د پاکستان د پوځ مشر دا هم ویلي و چې پوځ دې په افغانستان د پاکستاني طالبانو د تحریک پټنځایونه په نښه کړي.‌

له ښاغلي مجاهد مو و پوښتل که د پاکستان پوځ بیا د افغانستان پر خاوره برید وکړي، ځواب به مو څه وي، هغه وویل "هغوی باید داسې اقدام ته زړه ښه نه کړي. هغوی باید خپلې ستونزې دننه حل کړي، او که داسې اقدام وشي،‌ موږ یې جدي مخنیوی کوو او پر خپلې خاورې د تجاوز اجازه چا ته نه ورکوو."

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومتي‌ استازو ترمنځ څو ځلې کابل کې خبرې وشوې خو پایله یې اوږدمهالې نه وه.‌

ښاغلي مجاهد وايي، د دغو خبرو لپاره د پاکستاني طالبانو استازي له شمالي وزیرستان ورغلي وو او اوس چې خبرې بې پایلې شوې، د خبرو منځکړتوب یې هم ختم شو.‌

د پاکستاني طالبانو غوښتنې څه وې؟

TTP fighter

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان حکومت ویلي و چې د خبرو پرمهال د پاکستاني طالبانو تحریک ځینې داسې غوښتنې وړاندې کړې وې چې منل یې ګران وو.

په دې غوښتنو کې د (ټي ټي پي) پر مشرانو د ټولو بندیزونو ختمولو، پخوانیو قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو له خپلو وسلو سره ورستنېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو د پاکستاني پوځیانو وتل شامل دي.

ټي ټي پي‌ همدا راز غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د اساسي قانون هغه مادې چې له شریعت سره په ټکر کې دي، هغه پر دې ډلې نه پلې کېږي.

په غوښتنو کې دا هم راغلي وو چې له پښتونخوا صوبې سره د پخوانیو قبایلي سیمو یا اېجنسیو یو ځای کېدل یا انضمام به لغوه کېږي.