اصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی

ښاغلي دراني د بهرنیو چارو له سکرترې حنارباني کهر سره لیدلي.

د عکس سرچینه، MOfa/pakistan

د عکس تشریح، د پاکستان بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، ښاغلي دراني د بهرنیو چارو له سکرترې حنارباني کهر سره لیدلي.

د پاکستاني لومړي وزیر دفتر وايي، اصف خان درانی یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی.

د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوی، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي دراني ګومارنه د لومړي وزیر له لوري تائید شوې ده.

د یادونې ده، چې ښاغلی درانی د پاکستان یو تجربه لرونکی دیپلومات دی، چې له دې مخکې یې په افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده تر سره کړې او د سیمه ییزو مسائلو شنونکي په توګه لیکنې هم کوي.

په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي دراني نن سې شنبه د پاکستان بهرنیو چارو له سکرترې حنا رباني کهر سره ولیدل.

ښاغلی درانی د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي محمد صادق پر ځای پر دنده ګومارل کېږي، چې تېر اګست کې یې دنده پرېښوده.

ښاغلی درانی داسې مهال د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ګومارل کېږي، چې د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته وضعیت، پاکستان مېشتو افغان کډوالو او دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي سوداګرۍ په ګډون یو شمېر مسائل شته، چې کابل او اسلام اباد پرې یوه خوله نه دي.

د پاکستان په دیپلوماتیکو حلقو کې کې د ښاغلي دراني کاري تجربې او د سیمې د مسائلو په هکله د نوموړي ژورو معلوماتو ته په کتو سره تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې به یې رول رغنده وي.

د چارو شنونکي وايي، پاکستان غواړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) پر ضد پراخ عملیات وکړي، چې د پاکستاني چارواکو په اند د ډېورنډ کرښې په شاوخوا سیمو کې پټنځایونه لري او له همدې ځایه د پاکستان په خاوره کې دننه عملیات کوي.

د پاکستان یوه بله اندېښنه د کډوالو په هکله ده.

دغه هېواد کې د افغانستان مخکنیو جګړو له کبله کډوال شوي نژدې درې میلیونه افغانان مېشت دي او له خورا کمزوري اقتصاد سره د نورو کډوالو پالنه نه شي کولای. دا او ورته نور مسائل هغه ستونزې دي، چې ښاغلی درانی به ورسره لاس او ګرېوان وي او د وخت له تېرېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په برخه کې د نوموړي د بریا کچه معلومېږي.