'پاکستان پوځ په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والو د خوندي پټنځایونو له کبله سخته اندېښنه لري'

د عکس سرچینه، iSpr
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر د بلوچستان مرکز کوټه کې د پوځ هغه مرکز ته تللی و او هلته د ژوب سیمې پر یوه پوځي مرکز د وړمې ورځ برید په هکله معلومات ورکړل شول.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار مسوولینو په وینا جنرال منیر په هغه برید کې د وژل شویو پوځیانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د یادونې ده چې وړمه ورځ وسله والو کسانو کوټې ته نژدې د پاکستاني پوځ پر ګارنیزیون برید وکړ او وروسته د پاکستان پوځ رسنیز مرکز مسوولینو وویل، چې په نښته کې نهه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبره وسله والو هڅه کوله د ژوب په کینټ سیمه کې پوځي مرکز ته ننوځي، خو ساتونکو یې دا هڅه ناکامه کړه.
د پاکستاني پوځ په نننۍ (جمعه-جولای ۱۴) اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر په روغتون کې له ټپي شویو پوځیانو سره هم لیدلي دي.
د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې پاکستان پوځ د هغو خوندي پټنځایونو او فعالیت ازادۍ په هکله سخته اندېښنه لري، چې د اعلامیې په ټکیو د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال یې په افغانستان کې لري.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې څه ویل شوي؟
د ای اېس پي ار په اعلامیه کې د جنرال منیر له قوله ویل شوي: ''تمه ده چې له دوحې هوکړې سره سم به د افغانستان سرپرست حکومت ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د هېڅ یوه بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي. ''
په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې: ''دغه راز په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده، چې باید لېرې شي. داسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان وسله وال پوځ به د داسې بریدونو سخت ځواب ورکړي. ''
که څه هم د وړمې ورځې برید د تحریک جهاد پاکستان په نامه وسله والې ډلې منلی، چې مخکې یې نوم ډېر نه دی اورېدل شوی، خو پاکستاني پوځ د تېر په څېر د پړې ګوته هغو وسله والو ته نیولې، چې د دوی په وینا له ډېورنډ کرښې پورې افغانستانه راځي او په پاکستان کې بریدونه کوي.
پاکستاني چارواکو له دې مخکې هم څو ځله د طالبانو له حکومته غوښتي چې "د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي." خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وايي "چا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي" او له پاکستانه غواړي خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.










