طالبانو پاکستان ته د افغانستان له خاورې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي ډاډ ورکړی

آصف دراني داسې مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې

د عکس سرچینه، Abdul Qahar Balkhi/twittwer

د عکس تشریح، آصف دراني په کابل کې له امیر خان متقي سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ګومارل کېدو راهیسې په خپل لومړي سفر کې آصف دراني داسې مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا وخت ناوخت په دې اړه پر یوه او بل لوري تورونه لګېږي.

پاکستاني چارواکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې جنګېدونکي اورپکي په تېره بیا د پاکستاني طالبانو تحریک له افغانستانه خپل بریدونه سمبالوي او طالبان دا ادعا په کلکه ردوي، اوس د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکي یو وار بیا په دې برخه کې د همکاریو ژمنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خپاره کړي بیان کې ليکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد اصف دراني ته په کتنه کې ډاډ ورکړی چې هېڅکله به ضرر ور ونه رسوي او دا چې نه پرېږدي خاوره يې د کوم هېواد خلاف وکارېږي.

د بیان له مخې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني هم ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د امنیت په برخه کې همکاري کوي.

د آصف دراني تر سفر وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، د دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو تور پورې کړی و چې د پاکستان په نا امنیو کې د افغانستان خاوره کارېږي؛ هغه تورونه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا په کلکه رد کړي.

خو اوس چې دغه پاکستاني استازي یادې اندېښنې هم مخامخ له ځان سره کابل ته ور وړې تر کومه به ځای ونیسي؟ پخواني سناتور او سیاستوال افراسیاب خټک يې په اړه بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي:

''د پاکستان تمې نه پوره کېږي. واقعیت دا دی چې دې سیمې ته یوه نوې سړه جګړه راغلې. وېره دا ده چې د چین او امریکا تر منځ سړه جګړه کېږي او توده جګړه يې د افغانستان او پاکستان تر منځ کېږي. که خدای مکړه داسې کېږي نو هېڅوک به ترې په امان پاتې نشي.''

کابل

د عکس سرچینه، Abdul Qahar Balkhi/twitter

د دواړو لورو د امنيت تر څنګ په سیاسي او اقتصادي برخو کې هم پر همکاریو خبرې شوې. د پاکستان ځآنګړي استازي د تورخم – جلال آباد د سړک جوړولو او افغان ناروغانو ته د وېزو ورکړې په برخه کې آسانتیاوو ته د پام کولو ژمنه کړې.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بلې خبرپاڼې کښلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې له شارزدافیر پال کلومان بکن سره کتنه کې د نشه‌يي توکو د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې پر نړيوالې ټولنې نیوکه کړې چې خپل مسؤلیت یې نه دی پوره کړی.

د بهرنیوچارو وزارت لخوا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناروېژي ديپلومات له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت ګامونه اغېزناک بللي او له افغان کروندګرو سره يې د بديل معيشت په برخه کې مرسته هم اړینې بللې.