سوېلي وزیرستان کې پر یوه پوسته برید کې ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي‌؛ مسوولیت یې ټي‌ټي‌پي‌ منلی

Pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې په یوه وسلوال برید کې لږ تر لږه شپاړس پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

دا له تېرو څو میاشتو راهیسې پر پاکستاني پوځ تر ټولو لوی او مرګونی برید دی، چې مسولیت یې د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي‌ټي‌پي' منلی دی.

دا برید په داسې وخت کې شوی، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې وسلوال تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، خبري رسنیو ته ویلي، د پوځ پر پوستې دا برید په سویلي وزیرستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه شاوخوا دېرشو وسلوالو کړی دی.

دغه چارواکي د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي چې بریدګرو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې پر اړولو سربېره په دې پوسته کې مخابراتي وسایلو، اسنادو او نورو شیانو ته اور اچولی دی.

'ټي‌ټي‌پي' ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې پینځه دېرش پوځیان وژلي او د وسلو او شپنیو دوربینو په ګډون یې پوځي وسایل هم ترې وړي دي.

دې ډلې په یوه ویناپانه کې ویلي، چې دا برید یې د خپلو قوماندانانو د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی.

Pakistan

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، د پاکستان پوځ د خیبر نښته کې د خپل یوه سرتېري امیرسهیل افریدي‌ د وژل کېدو خبر هم ورکړی

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه اعلاميه کې ویلي وو، چې په ټانک سیمه کې یې د پوځي عملیاتو پرمهال د ټي‌ټي‌پي قوماندان علي رحمان چې په مولانا طه سواتي مشهور و وژلی دی.

پاکستاني پوځ دغه راز ویلي، چې په خیبر ولسوالۍ کې یې هم په یوه تازه نښته کې څلور وسلوال وژلي دي.

اسلام آباد کې د څېړنې او امنیت په نامه څېړنیز مرکز د شمېرو له مخې، تېر کال په پاکستان کې په وسلوالو بریدونو کې یو نیم زر کسان وژل شوي چې ولسي خلک، امنیتي کسان او وسلوال په کې شامل دي.

پاکستاني پوځ او حکومت وړاندې پرلپسې ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي.

په پاکستان کې د بریدونو ډېریدو د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې هم زیانمنې کړي دي.

د همدغو ناندریو په لړ کې تېر کال پاکستاني حکومت افغانستان ته د سلګونو زرو افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې وه.