ډېرهاسماعیل کې په یوه برید کې ۱۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي؛ مسوولیت یې ټيټيپي منلی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کې لږترلږه ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د پولیسو د درېیو جګپوړو سرچینو په حواله د دغه برید پخلی کړی چې ویلي یې دي، ګڼ شمېر وسلهوالو پکې برخه اخیستې وه.
دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کولې ویلي، وژل شوي د سرحدي ځواکونو سرتېري دي.
مخکې ځینو سرچینو ویلي و دا برید د سرحدي پولیسو 'زام چکپوست' ته نږدې له درابن څخه درازنده سیمې ته د امنیتي ځواکونو پر روان کاروان شوی دی.
دا سړک خیبرپښتونخوا د بلوچستان له ژوب ښار سره تړي.
رویټرز وايي، د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک "ټيټيپي" منلی دی.
د خیبرپښتونخوا مشر وزیر عليامین ګنډاپور په یوه بیان کې دا برید غندلی دی. خو هغه د اوښتې مرګژوبلې شمېر نه دی روښانه کړی.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر "ایاېسپيار" تر اوسه پر خپله ویبپاڼه او خواله رسنیو د دې پېښې څه یادونه نه ده کړې.
خو ایایسپيار تېره ورځ یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې د اکتوبر د ۲۳مې او ۲۴مې ترمنځ پر شپه باجوړ کې د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات کړي او د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون یې ۹ وسلهوال وژلي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په وژل شویو کې د سید محمد (استاد قریشي) په نوم د وسلهوالو یو قوماندان هم دی.
ټيټيپي هم په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دا برید یې د 'استاد قریشي' د وژل کېدو په غچ کې کړی.

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستانۍ رسنۍ وايي، په درازنده سیمه کې د تېرې شپې د دغه برید ځای ته ګڼ شمېر پولیس او نور امنیتي ځواکونه استول شوي او څېړنې روانې دي.
ویل کېږي په دې پېښه کې وژل شوي او ټپي سرتېري د ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي.
'دې خیبر کورنیکلز' په نوم اېکس پاڼې چې د خیبر پښتونخوا د ژورنالیستانو یوه ډله یې چلوي، د اتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.
دې پاڼې په برید کې د وژل شویو سرتېرو نومونه هم لیکلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې ډېره اسماعیل خان کې پخوا هم د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ګڼ خونړي بریدونه شوي.
د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۲مه دغلته د پولیسو پر یوه چاوڼۍ په موټربم او وسلهوال برید کې ۲۳ سرتېري وژل شوي وو.
په دې چاوڼۍ کې د پاکستان پوځ سرتېري هم مېشت وو.
د هغه برید مسوولیت د 'تحریک جهاد پاکستان' په نوم د ټيټيپي یوې همکارې ډلې منلی و.











