پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو برید؛ د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري پکې وژل شوي

چاودنه

د عکس سرچینه، Ghulam Akbar

د خیبر پښتونخوا لکي مروت سیمې نه رپوټونه وايي‌ چې هلته د پاکستاني پوځ په موټر پسې چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.

برید د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د 'ډاډیواله' په نوم سيمې ته څېرمه شوی دی.

که څه هم د پاکستان د پوځ د ویاند ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو یوه ځايي امنیتي چارواکي په اسلام اباد کې د بي‌بي‌سي خبریال افتخار خان ته د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ځايي وخت له مخې سهار لس کم یوولس بجې په 'سلطان خېل' سیمه کې لومړی د پوځیانو په موټریز کاروان پسې چاودنه شوې او وروسته ځوابي ډزې شوې دي.

چاودنه

د عکس سرچینه، Ghulam Akbar

د عکس تشریح، په عکسونو کې ښکاري چې په برید کې په نښه شوی ګاډی ویجاړ پروت دی او بم په ځمکه کې کنده ایستلې ده.

دغه چارواکي د پوځي افسر نوم (کېپټن فراز) یاد کړی چې له خپلو پنځو همکارانو (ناظر، منظور، اسعدالله، حسین علي، محمد انور) سره وژل شوی او ویلي یې دي چې ژوبل سرتېری (رشید) روغتون ته لېږدول شوی دی.

وروسته ژوبل سرتيري هم په روغتون کې ساه ورکړې او له دې سره په دغه برید کې د وژل شوو شمېر اووه شوی دی.

په عکسونو کې ښکاري چې په برید کې په نښه شوی ګاډی ویجاړ پروت دی او بم په ځمکه کې کنده ایستلې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پوځيانو دغه موټریز کاروان 'ډاډیواله' سیمې ته څېرمه 'سوربند' پوستې ته پر لار و چې 'سلطان خېل' ته نږدې چاودنه پسې وشوه او وروسته ډزې پیل شوې.

د یادولو ده چې د خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول په سویلي سیمو کې تېرو څو اوونیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ هم پاکستاني امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې همدې ډاډيواله سیمه کې یې دوه وسله وال د عملیاتو په ترڅ کې وژلي او د جون پر درېیمه نېټه په لکي مروت کې ځينو وسله والو پر پولیو واکسيناتورانو ډزې کړې وې چې یو پولیس پکې ژوبل شوی او په ځوابي ډزو کې د یوه وسله وال د وژل کېدو خبره شوې وه. په یوه جلا پېښه کې درې ورځې وړاندې په همدې لکي مروت سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د ترهګرۍ ضد پولیسو یا سي‌ډي‌ډي ادارې یو کس وژلی و.