د پښتونخوا تیرا کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پښتونخوا قبايلي ضلعې خیبر تيرا کې د يوې نښتې پرمهال د پاکستاني پوځ پنځه سرتېري او اوه وسله‌وال وژل شوي دي. نښته کې د لسو نورو سرتېرو د ژوبلېدو خبر هم ورکړ شوی.

په اسلام اباد کې زموږ خبریال افتخار خان وايي، په پښتونخوا کې دا په تېرو دوو ورځو کې پر پوځ دويم بريد دی. تېره ورځ پېښور کې هم يوه نښته کې د يو افسر په ګډون دوه سرتېري وژل شوې وو.

د خيبر ضلعې انتظاميې د سرچينو پر بنسټ، تېره شپه څلور بجې د اورپکو يوې ډلې د تيرا په ادم‌خېلو سيمه کې د پوځيانو په پوسته برید کړی دی او نښته رامنځ ته شوې ده.

دغه سرچينه وايي، پېښه کې وژل شوي د پوځي سرتېرو جسدونه او ژوبل کسان لومړی لرباغ کې خپل پوځي مرکز ته وړل شوي او وروسته پېښور کي پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دغه برید مسؤليت د پاکستاني طالبانو تحريک ټي‌ټي‌پي منلی دی او ويلي يې دي چې نښته کې د دوی اوه وسله‌وال هم وژل شوې دي. پاکستان پوځ يا حکومت تر دې دمه د دغه بريد او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د پښتونخوا سر ښار پېښور لرې پرته حسن‌خېلو سيمه کې هم تېره ورځ له اورپکو سره نښته کې د يو کپتان په ګډون دوه پوځي سرتېري وژل شوې وو.

د پوځ وياند اداره ای‌اېس‌پي‌ار وايي، دغه سرتېري د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو په پټنځای ورغلي وو. نښته کې د پاکستان پوځ د اوو وسله والو وژلو او د درېیو په ژوبل حالت کې نیولو ادعا کړې ده.

امنيتي سرتېرو سره د وسله‌والو د اوسنيو نښتو پېښې داسې مهال مخې ته راغلې چې تېره ورځ د دغه هېواد د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هغه تورونه يو وار بيا تکرار کړي دي چې په خاوره يې ناامنۍ کې ټي‌ټي‌پي ډله ښکېله ده او دغه ډله په افغانستان کې پټنځايونه لري.

ای‌اېس‌پي‌ار په ټانک سیمه کې د نورو عملیاتو پرمهال د لسو وسله‌والو د وژلو ادعا هم کړې ده.

مجاهد

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

تېره ورځ (مارچ ۲۶) بشام کې په چنيايي وګړو د ځانمرګي بريد څېړنيز راپور وړاندې کولو پر مهال محسن نقوي او د ترهګرۍ مخنيوي ملي ادارې نېکټا مشر رسنيو سره خبرو کې وويل چې د دغه ځانمرګي بريد په افغانستان کې پلان شوې و او دغه برید د پاکستاني طالبانو د ممنوع ګرځول شوي تحریک 'ټي‌ټي‌پي' د مشرتابه په امر ترسره شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له افغانستانه غوښتي چې بريد کې ښکېل څلور وسله‌وال او د ټي‌ټي‌پي مشرتابه پر ضد يا خو پخپله محاکمه کړي او يا دې پاکستان ته وسپاري.

محسن نقوي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو دا کار هغه مهال شونی دی، چې د افغانستان موقت حکومت اجازه ور نه کړي، خپله خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د پاکستان دې تازه ادعا ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي پښتو ډیجیټل ته وویل، دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې "ګاونډی هېواد [پاکستان] له بده مرغه له دغسې موضوعاتو د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي او موږ واضح اعلان کړی چې په دې موضوع کې افغانان هېڅ لاس نه لري او پر افغانستان پورې مربوطه موضوع نه ده."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، خیبر پښتونخوا کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو پر موضوع یې له چینايي چارواکو سره هم خبرې کړې او قانع شوي چې دا موضوع پر افغانستان پورې نه ده تړلې.