پاکستان: بشام کې پر چینايانو برید افغانستان کې پلان شوی؛ مجاهد وايي پاکستاني چارواکي له مسولیته ځان خلاصوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې وايي په تېر مارچ کې د خیبر پښتونخوا بشام سیمه کې پر چینايي انجنیرانو برید افغانستان کې پلان شوی و او دا چې دغه برید د پاکستاني طالبانو د ممنوع ګرځول شوي تحریک 'ټيټيپي' د مشرتابه په امر ترسره شوی دی.
د پاکستان دې تازه ادعا ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي پښتو ډیجیټل ته وویل، دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې "ګاونډی هېواد [پاکستان] له بده مرغه له دغسې موضوعاتو د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي او موږ واضح اعلان کړی چې په دې موضوع کې افغانان هېڅ لاس نه لري او پر افغانستان پورې مربوطه موضوع نه ده."
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، خیبر پښتونخوا کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو پر موضوع یې له چینايي چارواکو سره هم خبرې کړې او قانع شوي چې دا موضوع پر افغانستان پورې نه ده تړلې.
د مجاهد په خبره "فکر کوم پاکستاني امنیتي چارواکي په دغسې افواهاتو او ادعاوو له خپل مسؤلیت نه اوږه سپکول هم غواړي؛ ځکه چې دا موضوع [پېښه] د دوی تر کنټرول لاندې ساحه کې پېښه شوې ده او دومره اوږده لاسونه چې دوی یې تعبیروي، په دې وخت کې د دوی امنیتي ځواکونه چېرې وو، ښکاري چې په دا ډول موضوعاتو کې دوی لاس لري او د سوء استفادې په خاطر بیا دغسې اعلانونه کوي او غواړي د پړې ګوتې افغانانو ته ونیسي او دا د دوی دود پاتې شوی."
ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستان نه غواړي چې ددغسې ادعاوو "سناریو" باید نوره پای ته ورسېږي او په دغسې مسلو کې د افغانانو پړه ګڼل د دواړو هېوادونو په ګټه هم نه دي "څوک یې مني هم نه، بلکې دوی غواړي په لوی لاس دغسې پېښه رامنځ ته کړي او د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابتیا ته لاره هواروي."
د پاکستان تازه ادعا څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا) همغږيکوونکي رای طاهر یوې خبري غونډې ته وویل، هغه موټر چې پر چینايي انجینر برید کې کارول شوی و، په افغانستان کې چمتو شوی و.
د يادونې ده، چې د روان کال د مارچ پر ٢٦مه، بشام ته څېرمه په يوه ځانمرګي بريد کې پنځه چينايي وګړي او د هغوى پاکستانی موټر چلوونکى وژل شوی و.
د نیکټا همغږيکوونکي رای طاهر رسنیو ته وویل، "دا د پاکستان او چین په اړیکو برید و،" او له برید سملاسي وروسته د پاکستان حکومت د ټولو ادارو افسرانو په ګډون یوه ګډه پلټونکې ډله جوړه کړه.
نوموړي د بريد د جزئياتو په باب وویل، "دغه موټر په افغانستان کې چمتو شوى و، لېږدول شوی هم له افغانستانه و او ځانمرګي بريدګر هم په افغانستان کې روزل شوى و."
هغه زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي ادارو په دغه برید کې ککړ ۱۱ کسان نیولي او د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په توقیف کې دي.
باید وویل شي چې د پاکستان حکومت تل ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي مشرتابه اوس په افغانستان کې ده. په تېرو وختونو کې، ټيټيپي په برید کې له هرډول لاس لرلو انکار کړی دی.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "موږ د افغانستان له موقت حکومته غواړو چې په سملاسي توګه بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا چې هلته دي، ونیول شي."
"په ځانګړې توګه د ټيټيپي مشر نور ولي مسید او قومندان عظمت الله مسید او په افغانستان کې د دغه تحریک ټوله مرکزي مشرتابه باید سملاسي ونیول شي. "
محسن نقوي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو دا کار هغه مهال شونی دی، چې د افغانستان موقت حکومت اجازه ور نه کړي، چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.











