پښتونخوا کې ځانمرګي برید پنځه چینايي انجینران وژلي؛ د پاکستان پوځ وايي چین سره په ګډه "ترهګري قابو کوي"

د عکس سرچینه، X/Social Media
په خیبرپښتونخوا کې د ناامنیو پېښو په دوام نن چینايي انجینران په نښه شوي او د رپوټونو پر بنسټ پنځه چینايي وګړي یې وژلي دي.
دا پېښه نن (سې شنبه) د پښتونخوا د قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې شوي چې چینايي انجینران پر داسو بند کار ته روان وو.
د بشام د پولیسو یوه مشر جمعه الرحمان دا 'ځانمرګي حمله' بللې.
په پښتونخوا کې د پولیسو دغه ځایي مشر ویلي "شاوخوا ۱۲ بجې د اوبو پر یوه بند کارکونکي چینايي انجینران د سختو امنیتي تدابیرو لاندې کار ته روان وو چې د ځانمګري برید ښکار شول."
د انجینرانو دا عمله له اسلام اباد څخه د پښتونخوا کوهستان غرنیزې سیمې ته روانه وه.
پولیسو ویلي، ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو موادو ډک موټر د چینايي انجنیرانو له لېږدونکي موټر سره جنګولی، وروسته هغه موټر چې انجینران په کې ناست وو اور اخیستی او سلګونه فوټه ژوورې لاندې کندې ته غورځیدلی.
ویل کېږي ځایي موټر چلونکی په دې پېښه کې لومړۍ ټپي خو وروسته یې ساه ورکړې ده.
غبرګونونه؛ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خواخوږۍ لپاره د چین سفارت ته تللی

د عکس سرچینه، PMO
پاکستاني چارواکو دا برید په پراخه کچه غندلی، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر له پېښې وروسته اسلام اباد کې د چین سفارت ته تللي او غمشریکي یې کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا برید د چین او پاکستان په دوستۍ 'ترهګریز' برید بلل شوی او دا حمله یې په سختو ټکو غندلې.
په چینایانو د برید په تړاو د پاکستان پوځ هم جلا خبرپاڼه خپره کړې او په وینا یې د وروستیو ناامنیو پېښو هدف دا دی چې د پاکستان ثبات او سلامتۍ ته زیان ورسېږي.
د ای اېس پي ار څخه په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي "د چین په څير له فولادي ملګري سره په ګډه هڅه کوي چې د 'ترهګرۍ ناسوز' قابو کړي.
د پاکستان پوځ په ګوادر، تربت او بشام کې وروستیو حملو له نوم اخیستو سره ویلي دا ټول بریدونه د پاکستان استحکام له منځه وړلو لپاره پلان شوي او په وینا یې پوځ "لومړي دوه هدفونه دوه په بریالیتوب سره ناکامه کړې."
پاکستان د پېښې په اړه وروستي معلومات هم له چین سره شریک کړي او ټينګار یې کړی چې د پېښې د عاملینو په پیدا کولو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
په اسلام اباد کې د چین سفارت هم یو بیان خپور کړی او یو ځل بیا یې له پاکستان څخه په دغه هېواد کې د مېشتو چینايي وګړو او چینی کمپنیو لپاره د لام امنیت غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Rescue 1122
د چاودنې په سیمه کې د چینايي عملې دویم ګاډی هم و، خو ویل کېږي هغوی ته زیان نه دی رسیدلی او اوس خوندي ځای ته لېږدول شوي.
د بشام د پولیسو مشر د ځانمرګي بریدګر په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي "د واټ په سر یې د بدن ځینې غړي موندلي او په اړه به یې ژوورې پلټنې کوي."
له چاودنې وروسته پولیس هڅه کوي چې وژل شوي چینایي انجینران له سلګونه فوټه ژوورې کندې را پورته کړي او روغتون ته ولېږدوي.
په پاکستان کې د دولت څو مخالفه وسله والې ډلې فعاله دي او د چین له پانګونې سره هم مخالفتونه شته خو تر اوسه په رسمي دول کومې ډلې د دغې برید مسولیت نه دی منلی.
د داسو بند په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د داسو په نوم بند پاکستان کې د اوبو بندولو یو له سترو پروژو بلل کېږي چې کارونه یې شاوخوا اووه کاله وړاندې ۲۰۱۷م کال کې پیل شوي.
دا بند د پاکستان او چین په ګډه همکارۍ او د نړیوال بانک په کمک جوړېږي.
که دا بند له پخواني پلان سره بشپړ شي ټول ټال د څه باندې ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
اټکل و چې د دغې بند کارونه به تر ۲۰۲۶م کاله بشپړ شي خو د ناامنیو پېښو او چینايي انجنیرانو ته ورپېښو ګواښونو یې کارونه وخت نا وخته له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
داسو ته نږدې سیمه کې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې هم په چینايي انجینرانو برید شوی و چې د نهو انجینرانو تر څنګ په کې ټول ۱۳ کسان وژل شوي وو.
له هغې پېښې وروسته چین د ځایي او پاکستاني عملې رخصتېدو پرېکړه کړې وه او د څه مودې لپاره کارونه په ټپه ولاړ و.
پاکستان چې د انرژۍ او برېښنا له سخت کمښت سره مخ دی، د ناامنۍ ورته پېښې به یې د چین په مرسته د بندونو د جوړیدو چارې لا ټکنۍ کړي.





















