بلوچستان کې پر پوسته برید: ۷ عسکر وژل شوي او له لسو ډېر نور ژوبل دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې نامالو وسله والو د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې پکې لږ تر لږه اوه سرتېري وژل شوي او لسو ډېر نور ټپیان دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي د دغې پېښې له تایید سره زیاته کړې چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پېښه د کلات په شاه مردان نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه داسې پوسته شوې چې افسران او سرتېري پکې وو.
ویل کېږي ټپیان د کوټې پوځي روغتون ته لېږدول شوي.
د دغې پېښې مسؤولیت د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) منلی دی.
دا د بلوچستان کومه سیمه کې په ۷۲ ساعتونو کې دوییمه ستره حمله وه او په نژدې یوه اونۍ کې په بلوچستان کې درېیمه ستره مرګونې پېښه ده چې مسؤولیت یې دا ډله اخلي او پکې پاکستاني سرتېرو ته زیان رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان زیارت ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو یوې بمې چاودنې د یوه افسر په ګډون دوه سرتېري وژلي وو.
له دې مخکې د روانې نومبر میاشتې پر نهمه د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي وو.
هغه مهال ځايي امنیتي چارواکو بيبيسي ته ویلي وو، په دې پېښه کې ۶۲ نور کسان ټپیان شوي هم وو.
هغه برید په لومړیو کې په ولسي خکو شوي حمله بلل کېده او په پراخه کچه غبرګونونه یې هم پارولي وو خو وروسته رسنیو وویل چې په دې چاودنه کې پاکستاني ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) ویاند جنید بلوڅ هم رسنیو ته په یوه لنډ استولي بیان کې ویلي وو، "د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې یې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ډلې ځانمرګی برید کړی دی".
له دې مخکې اکتوبر میاشت کې هم د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو چاودنه مرګ ژوبله اړولي وه.
میاشت وړاندې دغې بمي چاودنه کې هم لږ تر لږه د درېیو سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو پخلی شوی و.











