د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي
د بلوچستان د مرکز کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې نن شنبه (د نومبر ۹مه) سهار وختي چاودنه شوې.
ځايي امنیتي چارواکو بيبيسي ته ویلي، په دې پېښه کې لږترلږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان دي.
د چاودنې مسوولیت د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) منلی دی.
د دې ډلې ویاند 'جنید بلوڅ' رسنیو ته په یوه لنډ استولي بیان کې ویلي، "نن سهار یې د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ډلې ځانمرګی برید کړی".
هغه زیاته کړې، چې دا برید د دوی د "فدايي بریدونو څانګې مجید لوا" کړی او دا چې جزییات به یې وروسته خپاره شي.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د بلوچستان د پولیسو یوه چارواکي محمد بلوڅ رسنیو ویلي، پر عامو خلکو سربېره پوځيان هم دغه تمځای کاروي او دا چې د دې پېښې په قربانیانو کې هم ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.
هغه د اورګاډو دغه تمځای کې له رسنیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې، چې د وژل شویو شمېر ښايي لوړ شي.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي بلوڅ بيبيسي ته وویل، دا برید داسې مهال وشو چې د "جعفر اېکسپرېس" لسګونه مساپر اورګاډي ته منتظر وو.
د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې هم ښکاري چې د پېښې پر مهال لسګونه کسان تمځای کې موجود دي.
په دغه برید کې ټپي شوي کسان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دی.
غبرګونونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تمځای کې پر "عامو وګړو" چادونه غندي.

د عکس سرچینه، QaharBalkhi
د بلوچستان مشر وزیر سرفراز بګټي د کوټې د اورګاډو پر تمځي برید غندلی او په دې تړاو یې د څېړونو امر کړی دی.
هغه ویلي، د بې ګناه خلکو هدف ګرځوونکي "ترهګر" د زړهسوي وړ نه دي.
د بلوچستان اعلی وزیر زیاته کړې، چې په دغه ایالت کې د ترهګرۍ ضد عملیات دوام لري، "ګڼو پېښو کې ښکېل ترهګر نیول شوي" او دا چې په دې پېښه کې ښکېل کسان به هم خپله سزا وګوري.
د یادونې ده چې بلوڅ بېلتونپالو مخکې هم پاکستان کې د بېلابېلو خونړیو ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی.












