ملاله یوسفزۍ: پاکستان دې د بې‌اسناده افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

ملاله یوسفزۍ

د عکس سرچینه، AFP

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د بې‌اسناده افغان کډوالو جبري ایستل ودروي. هغې ویلي، د هغو ښځو او نجونو تیاره راتلونکې ته اندېښمنه ده چې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د پاکستان حکومت څلور ورځې وړاندې د اسناد لرونکو افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو موده یو کال وغځوله خو د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ لاهم روان دی.

وړاندې د کډوالو اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو هم له پاکستانه غوښتي وو چې دغه بهیر ودروي.

د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې له پاکستانه شپږنیم لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان هلته مېشت افغان کډوال په زوره افغانستان ته ستنوي. هغې د فرانسې له خبري اژانس یا اې اېف پي سره په تازه مرکه کې ویلي، د هغو افغان ښځو او نجونو تیاره راتلونکې ته اندېښمنه ده چې افغانستان ته استول کېږي.

له همدې کبله یې له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

نوموړې ویلي، ددغو کډوالو په منځ کې ګڼو نجونو پاکستان کې درسونه ویل، ښوونځي کې وې او ښځو کارونه کول.

افغان کډوال پاکستان کې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کابو ۱،۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی، چې زیاتره یې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د شوروي د اشغال پر مهال دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

هغې زیاته کړې، هیله لري چې پاکستان خپله تګلاره بدله کړي، ځکه د هغې په ټکو په افغان نجونې او ښځې به په افغانستان کې د تیاره راتلونکې شاهدانې وي.

نوموړې ویلي، "باور نه شم کولی د یوه داسې وخت شاهده یم چې له درېیو کلونو راهیسې نجونې زدکړو ته نه پریښودل کېږي."

ملالې یوسفزۍ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې څلور ورځې وړاندې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې د ثبت او راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغځوي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي وو چې فدرالي کابینې د یو اعشاره ۴۵ میلیونه افغان کډوالو د (پي او ار) کارتونو د اعتبار موده یوه کال نوره هم وغځوله او د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې به د اعتبار وړ وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د پي او ار کارتونو تر څنګ څه باندې ۸۰۰ زره تنه د افغانستان تابعیت کارتونه لري.

فیلیپو ګرانډي

د عکس سرچینه، @FILIPPOGRANDI

وړاندې تر دې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې مشر فیلېپو ګراندي هم د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر موضوع غږېدلی و او له هغه یې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وځنډوي.

د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې له دغه هېواده شپږ نیم لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کابو ۱،۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی، چې زیاتره یې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د شوروي د اشغال پر مهال دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

یوازې پاکستان نه دی چې د قانوني اسنادو نه لرونکي افغان کډوال ستنوي، بلکې بل ګاونډي ایران یې هم ورته چاره جاري ساتلي چې د راپورونو له مخې هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته اړوي.