پاکستان کې افغان زده کوونکي: د پوهنتونو داخلې چارو کې ورسره مرسته نه کېږي

د ویډیو تشریح، پاکستان کې افغان زده کوونکي: د پوهنتونو داخلې چارو کې ورسره مرسته نه کېږي

افغان زده کوونکي شکايت کوي، چې د پاکستان پوهنتونو کې داخلې کې له ستونزو او ناروښانتيا سره مخامخ دي. ډېر یې وايي سره له دې چې مناسبې سندپاڼې لري، اړینه مرسته نه ورسره کېږي.

افغان کډوالو نه د پاسپورټونو هم غوښتنه کېږي چى له امله یې ګڼ افغان کډوال، چې پاسپورټونه نه لري، له دوولسم ټولګي فارغېدو وروسته ښايي له لوړو ﺯده کړو بې برخې پاتې شي.

رحمان الله پرې له پېښوره دا راپور راستولی دی.