ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر درېدلی وساتي

فیلیپو ګرانډي

د عکس سرچینه، @FilippoGrandi

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې مشر د هغه څه له امله د پاکستاني لومړي وزیر مننه کړې، چې له پاکستانه یې د هغو کډوالو د ستنولو د لړۍ درونه بللې، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې فېلېپو ګراندي دا خبره شهباز شریف ته په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د لیدنې پر مهال کړې او په وینا یې له هغه یې غوښتي، چې د کډوالو د ستنونې دا بهیر درېدلی وساتي.

پاکستاني حکومت د دغه بهیر د درونې په تړاو لا څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتو د ادارې په ویناپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ګراندي له پاکستاني لومړي وزیره د کډوالو د ثبتونې د کارتونو د مودې غځونه او د هغوی د نورو ستونزو په اواري کې مرسته هم غوښتې ده.

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې مشر په داسې وخت کې پاکستان ته ورغلی چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې له دغه هېواده شپږنیم لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ښاغلي ګراندي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، "ما له افغان کډوالو سره وخت تېر کړ چې د دوی سرچینې د دوی د ځواک او د پاکستان د اوږدې مېلمه‌پالنې شاهدي ورکوي."

ښاغلي ګرانډي زیاته کړې، د هغه د دې لیدنې هدف په دې بحث کول دي چې څنګه کولی شو د مخ پر ودې ننګونو په منځ کې له دواړو ښه ملاتړ وکړو."

فیلیپو ګرانډي

د عکس سرچینه، @FilippoGrandi

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګراندي چې تېره یکشنبه په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی، لومړۍ دوه ورځې یې له افغان کډوالو سره له نژدې لیده کاته کړي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ته ویلي، پر ګڼو ننګونو سربېره له افغان کډوالو سره د "مثالي درناوي او وقار" چلن کېږي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د پاکستان له خوا د دومره لوی شمېر کډوالو بار ته د اوږې ور کول په رسمیت وپېژني او خپل ټولیز مسوولیت ادا کړي.

ښاغلي شریف همدارنګه د افغان کډوالو د خوندي ستنولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګراندي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني هم د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي. ښاغلي دراني پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دواړه لورو د اخراج په ګډون د افغان کډوالو ستونزو ته د دایمي حل موندلو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

له هغه راهیسې چې پاکستان له خپلې خاورې د ناقانونه افغان کډوالو د لېږلو لړۍ پیل کړې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ور شړل کېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره د بېلابېلو ادارو له استازو یو کمېسون جوړ کړی دی.

مفتي عبدالمطلب حقاني

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني بي بي سي ته وویل، په تېرو کابو نهو میاشتو کې له پاکستانه ۶۵۰ زره افغان کډوال ور اړول شوي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کابو ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی، چې زیاتره یې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د شوروي د اشغال پر مهال دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځل واکمنۍ وروسته هم کابو نیم میلیون افغانان د طالبانو حکومت د غچ وېرې، د درېیم هېواد د ویزې تر لاسه کولو یا هم نورو لاملونو له مخې دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

یوازې پاکستان نه دی چې د قانوني اسنادو نه لرونکي افغان کډوال ستنوي، بلکې بل ګاونډي ایران یې هم ورته چاره جاري ساتلي چې د راپورونو له مخې هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته اړوي.