د کډوالو نړیواله ورځ: "د بې ځایه شویو خلکو شمېر له سل مېلیونو اوښتی"

Saleema Rehman sitting behind a desk in her clinic

د عکس سرچینه، Saleema Rehman

    • Author, سواميناتن ناتاراجان
    • دنده, بي بي سي

"زما په ټولنه کې ډیری نجونې زما له بریالیتوبه الهام اخلي. کله چې ماشومان زما کلېنیک ته راځي راته وايي چې موږ هم غواړو راتلونکې کې ستا په څېر روغتیاپالان واوسو."

دا خبره ډاکټره سلیمه رحمان کوي. سلیمه افغان کډواله ده او پاکستان کې د کډوالو په یوه کمپ کې زېږېدلې وه.

تعلیم او دندې ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخه شوه. له سختې خوارۍ وروسته وتوانېده د کډوالو لپاره په طب پوهنتون کې یوازینی بورس ترلاسه کړي.

دا د خپلې ترکمن کډوالې ټولنې لومړۍ ډاکټره ده او د ۲۰۲۱ کال لپاره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د نانسېن کډوالې جایزه وګټله.

د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه رپوټ کې ویل شوي چې په نړیواله کچه د سلیمې په څېر بې ځایه شویو کسانو شمېر په لومړي ځل له سل مېلیونو اوښتی.

دوی کې له لس سلنې ډېر د اوکرایین جګړې بې ځایه کړي.

د ۲۰۲۱ کال تر پایه شاوخوا ۲۷ مېلیون کسانو نورو هېوادونو کې پناه اخېستې وه.

له دوی یې ډېر کډوال مخ پر ودې هېوادونو کې مېشت دي. پاکستان او ځینې نور هېوادونو چې مېلیونونه کډوال په کې مېشت دي لا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال تړونونو نه دي لاسلیک کړي.

درېیم نسل کډوال

Afghan refugees in a Pakistani camp

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلیمه پاکستان کې د کډوالو یوه پنډغالي کې زېږېدلې

۲۹ کلنه سلیمه وايي: "زه درېیم نسل کډواله یم. موږ له ډېرو ستونزو او ننګونو تېر شوي یو.‌"

د سلیمې ټر نیکه د کورنۍ جګړې له امله ترکمنستان پرېښود او د افغانستان جوزجان ایالت کې مېشت شوی وو.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د دې پلار ۱۹۷۹ کې پاکستان ته کډوال شو. د کډوالۍ پر مهال یې موروپلار د خیبر پښتونخوا د صوابۍ کډوالو کمپ کې واده وکړ.

دغه کمپ کې بنسټیزې اساننتیاوې لکه د څښاک اوبه، برېښنا او روغتیا ته لاسرسی نه وو.

سلیمه وايي: "زما له زېږېدو لږ څه وړاندې قابلې زما مور ته ویلي وو چې په نس دې ماشوم ناسم لوري ته پروت دی او باید د عملیات له لارې وزېږېږي. خو پلار مې پیسې نه درلودې چې مور مې روغتون ته بوځي چې ۷۰ کیلومتره لېرې وو."

"په هغوی چې کوم فزیکي او رواني تکلیف تېر شو نو پرېکړه یې وکړه چې له ما به ډاکټره جوړوي."

Saleema in her primary school

د عکس سرچینه، Saleema Rehman

د عکس تشریح، د سیلمې کوچینوالی

د سلیمې پلار کوچنیوالي کې یتیم شوی وو او له زده کړو بې برخې پاتې وو، همدا لامل وو چې په خپلې لور د تعلیم ملاتړی وو.

دا غیر عادي وه ځکه د ترکمن ټولنې وګړي تر ډېره د قالین بافۍ په مسلک مشهور دي. د دې ټولنې ډیری نجونې به ښوونځي ته نه تلې او د سلیمې په یاد دي چې آن هلکان به هم ښوونځي ته ځکه نه پرېښوول کېدل چې کار وکړي.

سلیمه چې درې کلنه وه پلار یې د کډوالو له کمپه ووت او اټک کې یې کور په کرایه ونیوه. دې تر اتم ټولګي د کډوالو یو ښوونځی ولوست او وروسته بیا یوه بل ځايي ښوونځي ته ولاړه.

سلیمه وايي: "دا هغه وخت وو چې وپوهېدم د نورو په څېر فرصتونه به نه لرم. کډوالو لپاره زده کړو ته د لاسرسي بهیر جلا وو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي له هرو پنځو کډوالو دوه یې ماشومان دي.

دغه اداره وايي له نیمايي دېر کډوال ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او یوازې درې سلنه یې لوړې زده کړې کوي.

سلیمې لپاره ننګونې ډیرې وې. کله چې پوهه شوه چې ټول پنجاب ایالت کې د طب پوهنتون لپاره یوازې یوه کډوال ته بورس شته نو یو څه نهیلې شوه.

دا وايي: "زړه ماتې شوم او ښه مې وژړل. فکر مې کاوه چې بریالۍ به نه شم. خو کوچني ورور مې چې هغه وخت اته کلن وو ډاډ راکړ. "

د ډاکټرۍ پر لور مزل

Saleema checking the blood pressure of a woman

د عکس سرچینه، UNHCR

کله چې هغه ماشومه وه نو نورو کډوالو ښځو سره به کلینېک او روغتون ته تله چې ژباړه کې ورسره مرسته وکړي. ډېرو به دې ته ډاکټره سلیمه ویل او همدې هوډمنه کړې وه چې په رېښتینې بڼه ډاکټره شي.

نوموړې له ډېرې خوارۍ وروسته وتوانېده د راولپنډۍ په طب پوهنځۍ کې ځای ومومي.

دا وايي: "کله چې طب پوهنځۍ ومنلم نو ډېره خوشاله وم ځکه د کوچنیوالي ارمان او د موروپلار هیله مې پوره شوه. "

نوموړې ۲۰۱۴ کې فارغه شوه خو د پاکستان قانون له مخې یې نه شوای کولی چې دنده وکړي.

۲۰۱۷ کې نوموړې د ګایناکالوژۍ برخه کې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې او له دې لارې یې د راولپنډۍ د مور او ماشوم پالنې روغتون کې دنده ومونده.

نوموړې وايي: "د پنځو ډاکټرانو یوې ډلې سره مې کار کاوه. بوختو ورځو کې به مو د ۵۰ ماشومانو ولادت کې مرسته کوله."

کورونا وبا

Saleem with her dad

د عکس سرچینه، Saleema Rehman

کله چې کورونا وبا پیل شوه، سلیمه لا هم راولپنډۍ کې وه خو اټک کې د خپلې ټولنې د خلکو په اړه اندېښمنه وه.

نوموړې وايي: "ښځو روغتون ته لاسرسی نه لاره او ډیری ماشومان به کورونو کې زېږېدل."

د ټولبند له امله سلیمې نه شوای کولی چې د کډوالو کمپونو ته ورشي نو په تېلېفون به یې خلکو ته طبي مشورې ورکولې.

دې سره هم مهاله د نوموړې کیسې ته د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې پام ورواوښت. دې چارواکي وهڅول چې نوموړې ته د کار اجازه ورکړي.

سلیمې ۲۰۲۱ کې خپله ماسټري ختمه کړه او اټک کې یې کلینېک پرانېست.

نوموړې وايي: "زما لومړۍ ناروغه مې نیا وه. د فشار لپاره زما کلینېک ته راغلې وه. پر ما یې ډېر ویاړ کاوه. زه غواړم د کډوالو خدمت وکړم. د دوی تکلیفونه مې لیدلي او فکر کوم چې دوی ماته اړتیا لري."

د دې شخصي کلینېک کې د عملیات او نورې اسانتیاوې نشته، کال کې شاوخوا د ۲۰ ماشومانو ولادت کوي.

سلیمه لا هم په حکومتي روغتونونو کې دنده نه شي کولی، که چېرته غواړي شخصي روغتونونو کې دنده ولري نو باید اټک پرېږدي او کوم لوی ښار کې مېشته شي.

سلیمه وايي نورو کډوالو ښځو سره د مرستې له امله د ارامۍ احساس کوي. دا وايي افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره سم زرګونه افغان ښځې پاکستان ته کډوالې شوې.

دا وايي: "افغان ښځې له پخوا هم له خپلو حقونو محرومې وې خو اوس حالت ډېر خراب او زړه ماتوونکی دی."

"ښځې باید حق ولري چې څه غواړي هغه وکړي."

An Afghan refugee woman and her daughter make carpet at her home in a refugee camp in Peshawar

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې ۱.۴ مېلیونه ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او د یو اېن اېچ سي ار له مخې له نیمايي ډېر یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري.

نړۍ باید مرسته وکړي

د کډوالو شمېر کې زیاتوالی سیالي هم زیاتوي. سلیمه وايي بې وزلي هېوادونه نه شي کولی چې کډوالو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

دا وايي: "دوی خپلو وګړو ته هم کم فرصتونه لري. زما په اند د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او نورې مرستندویه ادارې باید پاکستان سره مرسته وکړي چې د کډوالو لپاره فرصتونه نور هم ډېر شي."

ډیری اروپایي هېوادونو د اوکرایین له کډوالو سره مرسته کوي خو د نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو پر وړاندې د دوی تګلارې نابرابرې او جلا دي.

اروپا کې د کډوالو کړکېچ پر وخت چې سوریه کې د جګړې له امله رامنځته شوی وو جرمني څه باندې یو مېلیون کډوال ومنل خو اوس هېڅ اروپايي هېواد په دې کچه لېوالتیا نه ښيي.

د ساري په ډول بریتانیا هڅه کوي چې ځینې پناه غوښتونکي د یوه نوي تړون له مخې روانډا ته واستوي خو د قانوني ننګونو له امله یې تر اوسه حکومت په دې نه دی توانېدلی.

پاکستان او ډېرو نورو هېوادونو کې که لسیزې هم د کډوال په توګه ژوند وکړې د هغه هېواد هویت ترلاسه کولو فرصت ډېر کم دی.

پناه غوښتونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

سلیمه د خپل موروپلار په څېر اوس هم کډواله ده.

دا وايي: "اوس پوهېږم چې باید ډېر څه بدل شي خو د چا پر وړاندې د کرکې احساس نه کوم. خلکو راسره توپیري چلن نه دی کړی، قوانین مو د دې مخه نیسي چې لا نورو فرصتونو ته لاسرسی ولرو."

تېر کال د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د جایزې له ګټلو وروسته ډیری کډوالو نجونو ورسره اړیکه نیولې وه چې مشوره ترې وغواړي.

سلیمه وايي په دې خوشاله ده چې د ټولنې لا نور خلک یې په خپلو بچو تعلیم کوي او لږ تر لږه دوه یې دا پېژني چې د طب زده کړې کوي.

د دې ورور هم کرغېزستان کې د طب محصل دی.

دا وايي: "هغه زه لیدلم چې د خپلو هیلو پوره کولو لپاره څومره خواري کوم نو غوښتل یې چې زما پر پل پل کېږدي. هغه وايي هره کورنۍ باید یوه ښځینه او یو نارینه ډاکټر ولري."