پاکستان وايي د جون تر ۳۰مې "قانوني اسناد لرونکي" افغانان نه شړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفارت وایي، اسلام اباد کې د هغو کسانو په ګډون ۸۰۰ افغانان نیول شوي چې "معتبره ویزې" او هلته په قانوني ډول د پاتې کېدو کارتونه هم لري.
دغه سفارت د پاکستان پر دغه ګام او هلته د مېشتو افغانانو د "بېځایه" نیونې، د هغوی د کورونو پر تلاشي کولو او له هغوی د پیسو په اخیستلو "ژوره خواشیني" څرګنده کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې هلته د "سرګردانه افغان کورنیو او ماشومانو" ستونزو ته ورسېږي.
سفارت همدا راز د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې یا (یواېناېچسيار) او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې چې د دغو نیونو د مخینوي لپاره دې "ژر مداخله" وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفارت دا څرګندونې پر اېکس پر یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې د (اېناوسي) کارت ترلاسه کولو اړوند شرطونو په اړه د وضاحت نشتوالی هم هلته د مېشتو افغانانو د ځورولو، نیولو او د "خپلسري اخراج" لامل شوی دی.
دغه سفارت زیاته کړې چې په نیول شوو ۸۰۰ کې ۱۳۷ داسې کسان هم شته چې د ویزو موده یې بشپړه شوې، د تمدید غوښتنلیکونه یې اړوند ادارو ته سپارلي او د خپلو ویزو بیا نوي کېدا ته په تمه وو. تر څنګ یې هغه کسان هم پکې شته چې له (یواېناېچسيار) سره په "لنډمهاله توګه" ثبت وو.
د پاکستان حکومت څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا په اسلام اباد کې د اساسي قانون محکمې د قضیې اورېدنې یوې ډلې نن (سې شنبه، د جنورۍ۷مه/د مرغومي ۱۸مه) په ډلهييزه توګه د افغانانو د شړلو پر ضد عریضې اورېدنه بیا پيل کړه.
په دې ترڅ کې فدرالي حکومت سترې محکمې ته ډاډ ورکړی چې په قانوني توګه د ثبت شوو افغان کډوالو د (پياوار) کارتونو موده یې شاوخوا شپږ میاشتې یعني د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې غځولې ده. (اېناوسي) او (پياوار) د کډوالۍ هغه کارتونه دي چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته هلته د قانوني اوسېدو جواز ورکوي.
دا عریضه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۳مه د 'اپيکس کمېټې' لخوا د افغانانو د ډلهييز اخراج پرېکړې پر ضد د مدني ټولنې د فعالانو یوه ایتلاف کړې وه.
فدرالي حکومت په خپل رپوټ کې سترې محکمې ته ډاډ ورکړی چې ټول هغه افغانان به له "قانوني خوندیتوبه" برخمن او خپل هېواد ته له بېرته شړلو خوندي وي چې دغه هیواد کې ثبت او په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې کم زیات دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې شمېرې یې ۱.۳ ميليونه د (پياوار) او نږدې ۹۰۰ زره يې د (اېسيسي) کارتونه لري.
خلیلزاد: له افغان کډولو سره "ناقانونه چلند" بس کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر پاکستان غږ کړی چې له افغانانو سره له "ناقانونه چلند کولو" او د هغوی بېرته شړلو نه لاس واخلي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د بښنې نړیوال سازمان هغه غوښتنه بدرګه کړې چې ویلي یې وو، "د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو د نا قانونه اخراج د مخنیوي لپاره د نړیوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د یوې پرېکړې له مخې د تېر ۲۰۲۴ کال د دسمبر تر ۳۱مې وروسته باید په اسلام اباد کې مېشت هر افغان (اېناوسي) کارت ولري.
تېر کال هم شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان په جبري ډول له پاکستانه وشړل شول چې ځینو یې ویل، افغانستان ته د اوښتو پر مهال ترې پیسې او شتمنۍ اخیستل شوې، وهل ټکول شوي او تش لاس ستانه کړای شوي دي.
د افغانانو دې ډلهييزې ایستنې د کډوالو چارو او بشري حقونو ادارو په ګډون د نړیوالو توند غبرګون وپاراوه خو پاکستان بیا هم په ډلهييزه توګه د افغان کډولو شړل او نیول بس نه کړل.
په تېره اګست میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ملګرو ملتونو یوه پلاوي سره په خبرو کې ویلي وو چې "ډېر ژر" به له دغه هېواده افغانستان ته د کډوالو ستنولو دویم پړاو هم پيل شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۱مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته ګڼو افغانانو د ګاونډيو په ګډون بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه. په دوی کې یې زرګونه هغه د کار، د خپلو نجونو د زدکړو او یا هم بهرنیو هېوادونو ته د تلو په تکل په پاکستان کې اوسېږي.
ځينې کورنۍ اندېښنه څرګندوي چې افغانستان ته په بېرته ستنېدو سره به له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شي. په افغانستان کې ژمی، بېکاري، د نجونو پر زدکړو او کار بندیز او د سرپناه نشتوالی هغه نورې ستونزې دي چې خپل هېواد ته ستنېدونکي کډوال ورته اندېښمن دي.











