د تبعیض، ناامنۍ او "غېراخلاقي" غوښتنو کیسې: افغانان ایران کې کوم کارونه کولی شي؟

Smokestacks emit fumes from brick factories in Deh Sabz District, Kabul Province, Afghanistan, on Tuesday, Nov. 1, 2022. Afghanistan's economy has been in free fall since Taliban takeover of power August last year after an abrupt cut in international aid, which accounted for 40% of its gross domestic product and 75% of total government spending, and the UN says more than half the country's population or 20 million are facing acute hunger. Photographer: Victor J. Blue/Bloomberg via Getty Images

د عکس سرچینه، Victor J. Blue/Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، په ایران کې ډېری افغان کډوال د تصور خلاف ان له معتبرو قانوني سندونو او عالي تحصیلاتو سره هم هر کار نشي غوره کولی.
    • Author, زینب محمدي
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو وګړو د مرکز مشر تازه ویلي، چې په دغه هېواد کې له شپږو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي. نارسمي سرچینې هم د افغان کډوالو شمېر تر اتو میلیونو ښيي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دفتر په ایران کې د افغانانو شمېر شاوخوا ۴.۵ میلیونه ښودلی دی. ډېری ایرانیان شک کوي چې دغو کډوالو ترې کاري چانسونه اخیستې دي. داسې ښکاري چې د ایران حکومت افغانستان ته د کډوالو له ستنولو سره د هغو کډوالو د منظمولو هڅې پیل کړې چې په دغه هېواد کې پاتې کېږي او کاري ځواک ته یې په ایران کې اړتیا شته.

په ایران کې ډېری افغان کډوال د تصور خلاف ان له معتبرو قانوني سندونو او لوړو زدکړو سره سره هم هر کار نشي غوره کولی. ان ایراني چارواکي هم تاییدوي چې افغان کډوال ډېری داسې کارونه کوي چې هر ایرانی یې کولو ته تیار نه دی او که یې کول غواړي، نو ډېر ښه شرطونه او امتیازونه وړاندې کوي چې په نتیجه کې یې مالکان د خپلې ډېرې ګټې لپاره د افغان کارګر ګومارل غوره بولي.

د ایران د پارلمان د شوراګانو کمېسون مشر محمد صالح جوکار وايي، بهرني وګړي یوازې د قانون له مخې دوی ته په ۳۷ ټاکل شویو دندو کې کار کولی شي، خو ټاکلې ده دا نوملړ هم د تولیدي او خدمتي څانګو د اړتیاوو له مخې اپډېټ (تازه) شي. "اړتیا وړ کارګر استخدام او پاتې له اېران واېستل شي."

د ایران د اسلامي شورا یا پارلمان د شوراګانو کمېسيون غړی کامران پولادي هم وايي، "په راتلونکي پړاو کې به ټول هغه مالکان چې تنظیم شویو بهرنیو وګړو ته کار ورکوي، د بیمې، خوړو، معاش او درملنې په ګډون د کارګر او د هغوی د کورنۍ د کډوالۍ چارو ټول مسوولیتونه ومني."

د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو کمېسیون بل غړی ابوالفضل ابوترابي هم وايي، هغه بهرني وګړي چې په ایران کې به د کار اجازه ولري "باید ضمانت ورکړي. که له اعلان شل ورځې وروسته کوم کار ایرانی داوطلب ونه لري، نو بهرنی پکې ګومارل کېدی شي. د هر ښار او کلي د اړتیا له مخې بهرنی استوګنېدی شي. د جرمي مخینې، مالیې ورکولو، یارانې یا سبسایډي ترلاسه کولو او بیمې رپوټ باید ورکړي. پر دې سربېره باید ګوتنښه، د څېرې سکن او ډي اېن اېن ټېست هم ورکړي."

د کار قانون د ۱۲۰ مادې له مخې، بهرني وګړي په ایران کې کار نشي کولی، خو په دې شرط چې په ویزه کې د کار حق ورکړل شوی وي او د اړوند قوانینو او مقرراتو له مخې یې د کار جواز یا پرمېټ ترلاسه کړی وي.

د قانون د ۱۱ مادې د (ج) بند یا فقرې له مخې، هر مالک چې بې قانونه بهرنی کارګر وکاروي، یا یې هم د کار جواز کې له ټاکل شویو دندو پرته نورو چارو ته وګوماري، د کار هرې ورځې لپاره د لږ تر لږه ټاکل شوې ورځانې یا مزد پنځه برابره جرمانه کېږي. د سرغړونې له تکرار سره به دا جرمانه دوه چنده شي.

ایسنا خبري اژانس وايي، د کار سترې شورا مصوبې ته په پام، د ۱۴۰۳ کال د لږ تر لږه ورځانې یا مزد له مخې، د بهرنیو وګړو د بې قانونه کار د هرې ورځې جرمانه به یو میلیون، یو لک، ۹۴ زره او ۳۶۷ تومن یا نږدې ۲۳ ډالره وي. که مالکان په دغه بند کې د ټاکلې جرمانې له ورکړې ډډه کوي، د کار قانون د ۱۸۱ مادې له مخې له جنايي تعقیب سره مخ کېږي.

د ټولنیزې هوساینې، کار او کوپراتیفونو وزارت د بهرنیو وګړو د کار لوی مدیر علي باقري وايي، د شمېرو له مخې نږدې یو عشاریه پنځه میلیونه بهرني وګړي په دغه هېواد کې د کار جواز لري، خو د بې قانونه او بې جوازه کسانو نفوس تر دې ډېر اټکل شوی دی. افغانان د دغو کارګرو تر ټولو لویه برخه جوړوي، او تر دوی وروسته د عراق او پاکستان وګړي په دویم او دریم ځای کې راځي.

افغان کډوال کوم کارونه کولی شي؟

د ټولنیزې هوساینې، کار او کوپراتیفونو وزارت د بهرنیو وګړو د کار لوی مدیر وايي
د عکس تشریح، د ټولنیزې هوساینې، کار او کوپراتیفونو وزارت د بهرنیو وګړو د کار لوی مدیر وايي، د شمېرو له مخې نږدې یو عشاریه پنځه میلیونه بهرني وګړي ایران کې د کار جواز لري.

د هغو کارونو مشخص نوملړ نه دی خپور شوی، چې افغانان یې کولی شي. خو دا کارونه تر ډېره په ساختماني چارو، د خښتو بټیو، کرنه او د خځلو (کچرو) ټولولو یا رنګمالۍ او ورته نورو کارونو په ګډون په څو برخو پورې محدود شوي دي. د ایران خبري اژانسونو کې د خپرو شویو رپوټونو ارزونه ښيي چې دا نوملړ په هر ولایت او ان هر وخت کې بدلېږي، لکه کله افغانانو ته د درزیتوب یا خیاطۍ برخه کې د کار اجازه ورکړل شوې او کله هم نه.

د بېلګې په ډول پارلمان کې د تهران غړی ناصر اماني په تېره سنبله یا وږي میاشت کې وویل، د ښاروالۍ له ټیکه دارانو یا مالکانو سره د تړون له مخې په دغه اداره کې د بهرنیانو ګومارل منع دي، خو ځینې مالکان دا خبره نه مني او ان د ۱۳ او ۱۴ کلنو ماشومانو په ګډون ډېر کم عمره بهرنیان هم ګوماري.

ښاغلی اماني زیاتوي، "مالکان بهرني ماشومان په دې دلیل ګوماري، چې کوم بانکي او هویتي کارت او سند نه لري. نه هم د بیمې نه لرلو او د خپلې تنخوا او حقونو د نه ترلاسه کولو په دلیل له مالک شکایت کولی شي... البته ایراني کارګر په ځینې دلیلونو د ښاروالۍ له ټېکه دار سره د کار هرکلی نه کوي. نور عوامل هم شته لکه پوره یا پر خپل وخت پیسې نه ورکول او د کار سختۍ ته په پام بیمه نه لرل هم د دې سبب شوي چې ایراني کارګر د ښاري خدمتونو برخه کې د ښاروالۍ له مالکانو سره کار ته زړ ښه نه کړي."

د کنسرو صنعتونو د صنفي اتحادیې مشر مسعود بختیاري هم د فارس خلیج هېوادونو د صنعت، سوداګرۍ او سیاحت په وده کې د کډوالو رول ته په اشاره وايي، "ایران هم باید د نورې نړۍ په څېر د کډوالو له کاري ځواک په تېره د ختیځ ګاونډي (افغانستان) له وګړو ګټه واخلي... ولې داسې کار ونه کړو، چې هغوی رسمي کډوال شي، یعنې کار، بانکي کارت، بیمه ولري او د یوه عادي وګړي ټول خدمتونه یې په برخه شي."

ایران کې د افغانانو د کار شرایط: په کمو پیسو، ناامنه دندې

د بي بي سي فارسۍ څانګې، پر ټولنیزو شبکو، په ایران کې د افغان کډوالو کارونو او کاري شرایطو په اړه یې د یوې نظرپوښتنې په ځواب کې ډېر پیغامونه ترلاسه کړل.

د دې پیغامونو منځپانګه ښيي چې ډېری افغانان له مزدورۍ پرته د نورو دندو اجازه نه لري. بیمه نه دي. تر ایرانیانو ډېر کم حقونه یا تنخوا لري او په ورته پېښو کې ډېریو خپله تنخوا نه ده ترلاسه کړې او له ایران په شړلو هم ګواښل شوي دي، خو د افغانیت له امله یې له مالکانو شکایت نه دی کړی. ځینې هم په کارځای کې د ستونزو له امله نه یوازې زیانمن شوي، بلکې د کوم امتیاز له ترلاسه کولو پرته یې دنده هم له لاسه وتلې ده.

ډېری دا هم وايي چې په دې ورځو کې چې د افغان کډوالو ایستو زور اخیستی، ان د قانوني سندونو په لرلو سره هم مجبور شوي چې د مختلفو ادارو د مامورینو او پلټونکو په ورتلو سره تل د کار په ځای کې پټ شي.

د دې کډوالو کاري ساعت له ۱۰ تر ۱۲ ګړیو رسېږي. تنخوا یې هم له پنځه میلیون تومنه یا نږدې سل ډالره ده، خو د پخلي په څېر ځینو دندو کې تر ۲۰ میلیونو تومنو (شاوخوا ۴۰۰ ډالرو) میاشتنۍ تنخوا هم لري، اما له ایراني سیالانو سره ان تر دوه برابره توپیر کوي.

افغان کډوال‌
د عکس تشریح، د ایران د پارلمان د شوراوو کمېسون مشر وايي، بهرني وګړي یوازې ۳۷ مشخص کارونه (دندې) کولی شي.

ایران کې له کار د افغان کډوالو کیسې

فایزه، یوه افغانه مهاجره چې په ایران کې ژوند کوي او په خپل هېواد کې یې د حقوقو ماسټري ترلاسه کړې ده، په افغانستان کې د جمهوریت په وخت کې د څارنوالې په توګه کار کړی و. د طالبانو واکمنېدو سره ایران ته قانوني کډواله شوې ده. دغلته د قهوې پخولو شرکت کې کار کوي. "پاسپورټ لرم، خو له مامورینو باید پټه شم. په دې ورځو کې اسناد لرونکي کډوال هم نیسي. اسناد یې شکوي او افغانستان ته یې ستنوي."

دا ستونزې یوازې ایران ته د تازه تللیو کډوالو نه دي. بلکې هغه کسان هم چې څو نسله یې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی وايي د "مناسب" کار چانس یې نه دی لرلی.

د بي بي سي یو مخاطب وايي، په ایران کې زېږېدلی، د حسابدارۍ یا کاونټېنګ لیسانسه دی، خو افغان کډوال په دغه برخه کې د کار اجازه نه لري، نو مجبور دی چې له پلار سره ساختماني کار وکړي.

«اوس افغانانو ته کور هم په اجاره نه ورکوي. بهر ته له تلو ډارېږو. کډوال که سند لري او که نه، نیسي یې او له پولې یې اړوي. ۲۴ کلن ځوان یم، خو د ۴۰ کلنو په څېر شوی یم. د دې ورځو هره شېبه په ډار تېرېږي. له ژوند بېزار یم.»

بل مخاطب هم وايي، له ۱۲ کلنۍ په ایران کې کار کوي او اوس ۲۳ کلن دی. هغه وايي قانوني اسناد او د کار جواز لري. د ودانیو د ډېکورېشن برخه کې کارګري کوي. دا چې افغان دی بیا بیا یې خپله تنخا نه ده ترلاسه کړې او د شکایت حق یې هم نه دی لرلی. دی وايي، له دې ټولو سندونو سره تازه پولیسو نیولی. "مامورینو ټول په بس کې وهل. ګواښل یې. که سندونه مو ورښکارول، نو شکول یې. ښکنځل یې کول او په ډنډو سره یې وهلو."

ایران کې بل زېږېدلی کډوال چې اوس ۴۲ کلن دی، په یوه کارخانه کې کار کوي وايي: "د خپلو اسنادو نوي کولو لپاره باید ډېره مالیه ورکړو، خو یو امتیاز هم نه لرو. یوازې په دې هېواد کې د ژوند اجازه لرو... ایراني همکاران مې بیمه دي، د اولاد امتیازات، اختری، د کور کرایې، د میاشتې دوې ورځې او دوبنۍ رخصتي لري. خو موږ یې یوه هم نه لرو. ان غرمنۍ یې له موږ سره فرق کوي، خواړه یې ډېر ښه وي، خو کار زموږ تل ډېر وي."

بل مخاطب وايي، یو ون (پلانکوچ) یې د کار لپاره اخیستی و، خو دا چې افغان و، د موټر سند یې په خپل نوم نشو کړای. یو کال یې له سودا تېر نه و چې د ګاډو د پلور نندارتون ترې واخیست، ځکه سند یې د همدې نندارتون په نوم و. د ده هم موټر له لاسه ووت او هم پیسې چې کلونه یې بچت کړې وې، خو د خپل حق د ترلاسولو لپاره یې کوم ځای شکایت هم ونه شو کړی.

بله مخاطبه وايي، مېړه یې د کباړ ټولو کار کوي. خو افغانانو ته په دې برخه کې د کار اجازه نشته. «پولیس ترې هره میاشت پیسې اخلي. وروستیو یې کې یې ورته ویلي چې د طلا سکه ورته واخلي. مېړه مې کار پرېښود. اوس وزګار دی. د ملا درد لري او کارګري هم نشي کولی. د بل کار اجازه هم نه لري.»

نوموړې پخپله هم سینګارګره یا ارایشګره ده، خو افغان کډوال د سینګارتون لرلو اجازه نه لري.

کارځي کې د افغان کډوالو د زیانمنېدو پېښې

ایران کې ډېری افغانان له کارګري پرته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران کې ډېری افغانان له مزدورۍ/دیاړۍ پرته د نورو کارونو اجازه نه لري.

یو مخاطب بي‌بي‌سي ته وايي، غوښتل یې ډاکټر یا انجینیر شي، خو په دغو رشتو کې د درس اجازه ورنه کړل شوه. له ډیپلوم اخیستو وروسته یې له مجبورۍ ساختماني کار ته مخه کړه.

وايي یوه ورځ له دریم پوړ وغورځېد، د ملا کړیو یې درز وکړ او په ملا درد اخته شو. په کور کېناست. د ودانۍ "له مالک مې شکایت وکړ، خو ګټه یې ونه کړه. مامور چې پوه شو، افغان یم، هېڅ پسې ونه ګرځېد. له ځان سره یې ویل، له ایراني یې شکایت کړی دی."

د بي بي سي ځینې اورېدونکو منلې چې د استوګنې اسنادو او کار جواز پرته پر کار بوخت دي او داسې ښکاري چې د پلورنځیو د مهرولاک کولو، د مالکانو د جریمه کولو او د قوانینو سختولو سره د حکومت فشار له کار د دوی ایستو کې بریالی ګام دی او اوس ډېری بې اسناده کډوال بې کاره دي.

ایران کې افغانې کارګرې: د اجازې نشوالی او "غېراخلاقي" غوښتنې

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان مېرمنې هم د نارینه وو په څېر په سختو شرایطو کې کار کوي. موږ ته یې داسې کیسې رسېدلې چې ښيي د کار وزارت بهرنیو مېرمنو ته د کار جواز نه ورکوي.

ځینې افغان مېرمنو هم بي بي سي ته په خپلو پېغامونو کې شریکه کړې، د ایران د کار ادارې ورته ویلي چې بهرنیو مېرمنو ته د کار جواز نه ورکول کېږی.

ایران کې یوه افغان مېرمن وايي، مور یې ایرانۍ ده. نوموړې په ایران کې د خپل پلار د کار د سختیو یادونه کوي، چې اوس وفات شوی دی. دا وايي د موټرو جوړولو په یوه شرکت کې د کارګرې په توګه کار کوي. خو ترې غوښتل شوي چې له ادارې د کار جواز واخلي. وايي، د کار ادارې ورته ویلي، "بهرنیو ښځو ته د کار جواز نشته. ورته ومې ویل، که څوک غواړي کار وکړي، نو څه باید وکړي؟ و یې ویل، نجونې کار ته اړې نه دي او ضربه يي ځوابونه یې را کړل."

بله مخاطبه وايي، د طب لیسانس لري. ۳۹ کلنه ده. په روغتون او درملتون کې د کار اجازه نه لري. له اتو کلونو راهیسې په څلورو میلیون تومنه میاشتنۍ تنخوا په یوه خبري وېبپاڼه کې کار کوي. مشر یې ورته وايي، که ډېره تنخوا غواړي، نو یو ایرانی به وګوماري. "مجرده یم. له مور او دوو خویندو سره ژوند کوم. یو ځای هم کار نه راکوي یا هم د بدو چارو غوښتنه رانه کوي."

بله اورېدونکې وايي، "ما او خور مې یو څه وخت د خوږو کارځای کې کار کاوه، صحي مامور له هغه ځای وایستو او ویې ویل، د بهرنیو وګړو په توګه تاسو دلته کار نه شئ کولی. تاسې بالاخره د صفاکار په توګه کار کولی شئ. فکر وکړئ، کله به چې له بیمې یا نورو ادارو د ارزونې او پلټنې لپاره کسان راتلل، موږ باید یخچال یا د کارځي په سړخونه کې یا هم ګودام کې پټې شوې وی او د دوی تر ستنېدو هلته پاتې کېدو."

دا وايي کار پیدا کول ورته سخت دي او کله په کار موندلو کې "بدې یا غېراخلاقي" غوښتنې هم ترې شوې دي.

افغان کډوال چې د دوی په خبره، د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله له هېواد وتلي، اوس په ایران کې له مشکلاتو سره مخ دي او حل لار هم ورته نه لري. نه هلته د پاتې کېدو چانس لري او نه مخ ته د تلو لار او یا هم افغانستان ته د ستنېدو هیله. له ټولو ستونزو او سرخوږیو سره بیا هم ایران مېشتو افغانانو هیلې نه دې بایللې. څه چې یې په وس کې دي کوي یې چې خپل او د خپلو کورنیو ژوند یو څه هوسا کړي.