د ټرمپ کابینه او افغانستان: د جګړې دغه پخواني سرتېري به د طالبانو له حکومت سره څه وکړي؟

مارکو روبیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارکو روبیو
    • Author, یاسین رسولی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او عراق د جګړې یو شمېر پخواني سرتېري په خپله کابینه کې د بهرنۍ، دفاعي او استخباراتي سیاستونو لوړو مقامونو ته معرفي کړي دي. دې کسانو د طالبانو بیا واک ته رسېدو په تړاو د جو بایډن حکومت پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي، د چین او ایران په اړه یې دریځونه توند دي او د ټرمپ او د هغه د ډېرو اعلان شویو تګلارو کلک پلویان دي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، له احتیاطه ډکه خوشبیني څرګنده کړه او په یوه وینا پاڼه کې یې وویل هیله من دي ''د متقابل تعامل په سیوري کې، د اړیکو یو نوی فصل پرانیزي.''

د ټرمپ اداره به د راتلونکې جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې له مراسمو وروسته رسماً واک ترلاسه کړي. ټرمپ د ټاکنیزې مبارزې پرمهال ویلي وو، هغه جنرالان به له دندې ګوښه کړي، چې له افغانستانه د پوځیانو ایستلو مسوولیت یې درلود.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي د ټرمپ کمپاین د پنټاګان هغو جنرالانو یو نوملړ چمتو کړی، چې ګوښه کېږي او نومول شوی دفاع وزیر پیټ هګست به دا چاره عملي کوي.

د داسې کسانو نومول کېدو چې پخوا یې د طالبانو پر ضد توندې خبرې کړې وې، داسې انګېرنې رامنځته کړې دي چې که دغه کسان د سنا جرګې لخوا تائید شي، نو د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره کې به بدلون رامنځته شي.

د طالبانو ځینو مخالفانو د ټرمپ د دې ټاکنو ستاینه کړې ده.

د ټرمپ ولسمشرۍ د لومړۍ دورې تجربه ښيي چې د شاوخوا کسانو او د کابینې د غړو اغېز ورباندې لږ دی او تر ډېره پر هغه څه تکیه کوي چې دی خپله پرې باور لري. له بل پلوه، داسې امکان هم شته چې د تېرې دورې په شان لوړپوړي چارواکي ژر ژر بدل شي.

خو ځینې څارونکي بیا وايي، تراوسه په دې اړه خوشبیني یا بدبیني ''له وخته وړاندې'' ده.

د ټرمپ له ادارې سره د طالبانو د حکومت د تعامل بڼه به هم مهمه وي. حتمي نه ده چې د دې کسانو شخصي نظرونه به د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې سره سمون ولري.

لږ تر لږه څلور هغه کسان چې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د څارګرې ادارې سي آی اې مشرتابه او د ملي امنیت شورا د سلاکار مقامونو لپاره نومول شوي دي، که د سنا لخوا تائید شي، په تېر کې د طالبانو پر ضد توند غږېدلې دي.

تولسي ګبارډ، ملي استخباراتو ریاست ته نومانده: ''القاعده پسې ګرځېدو، نه طالبانو پسې''

تولسي ګبارډ

د عکس سرچینه، Tulsi Gabard/facebook- Getty Images

د عکس تشریح، تولسي ګبارډ ترڅو میاشتو وړاندې د دېموکرات ګوند غړې وه

تولسي ګبارډ، د امریکا د پوځ یوه پخوانۍ سرتېرې، د ملي استخباراتو ادارې ریاست ته نومانده ده، چې د استخباراتي سازمانونو لکه سي آی اې، اېف بي آی او ملي امنیت ادارې د کارونو څارنه به کوي.

هغه په دې باور وه، ''موږ نه شو کولای امریکايي ځواکونه افغانستان کې وساتو او فکر وکړو چې غواړو هلته به په یو ډول طالبان وځپو.''

هغې ټینګار کړی چې ''د سپتمبر پر ۱۱مه القاعدې پر موږ برید وکړ. په همدې دلیل زه او نور ډېر کسان پوځ کې شامل شوو، چې په القاعده پسې وګرځو نه په طالبانو پسې.''

مارکو روبیو، بهرنیو چارو وزارت ته نوماند: ''طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژندل کېږي''

له امریکايي ځواکونو او نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره له اوږدې جګړې سره سره طالبان، هېڅکله د یو ''ترهګریز سازمان'' په توګه و نه پېژندل شول.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې مارکو روبیو او د کانګرېس څو تنو نورو جمهوريپالو استازو یوه لایحه چمتو کړه چې ''د ترهګریزو هېوادونو په رسمیت پېژندو مخنیوي قانون'' له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوي، چې ''د افغانستان غېر قانوني اسلامي امارت او طالبان، د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه، د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل شي.''

مارکو روبیو ویلي، ''د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان زموږ ملي ګټو او منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې زموږ متحدینو اوشریکانو ته مخامخ ګواښ دی. له افغانستانه د بایډن د ادارې پوځي پر شاتګ او ناکام وتل، دا هېواد د امریکا ضد ترهګرو لپاره پر یوه خوندي پناه ځای بدلوي. د ترهګریزو سازمانونو په فهرست کې د طالبانو شاملول یو منطقي ګام دی.''

هغه زیاته کړې چې ''د یوه بهرني ترهګریز سازمان په توګه د طالبانو پېژندل او د متحدو ایالتونو لخوا د هغوی د رژیم په رسمیت پېژندلو مخنیوی، د بایډن د حکومت له مصیبت ډکې او ترټولو سترې تېروتنې د سمون لپاره ضروري ګامونه دي.''

مایکل والټز، د ملي امنیت سلاکار: د طالبانو د مخالفانو ستاینه کوي

مایکل والتز

د عکس سرچینه، Waltz-Getty Images

د عکس تشریح، مایکل والتز

د امریکا ولسي جرګې جمهوريپال غړی، مایکل والټز د ټرمپ لخوا د ملي امنیت د سلاکلار په توګه معرفي شوی. د جارج بوش د حکومت په وخت کې په پنټاګان کې د کار تجربه لري او افغانستان کې یې هم څو ځله د طالبانو پر ضد جګړه کې دندې اجرا کړې دي.

د هغه د نوماندۍ پرمهال د ټرمپ په وینا کې ویل شوي و چې مایکل والټز ۲۷ کاله د امریکا د پوځ په ځانګړو ځواکونو کې خدمت کړی، څو ځله یې په جګړه ییزو ماموریتونو کې ونډه درلودلې او د برونزو (ژیړو) څلو مډالونه یې ګټلې دي. دوه یې د زړورتیا دي.

''جنګیالی دیپلومات: له واشنګټن تر کابل د شنې خولۍ درلودونکي سرتېري جنګونه'' په نامه یو کتاب یې هم لیکلی دی. هغه مهال چې د احمدشاه مسعود ځواکونو افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله، ښاغلي والټز د هغوی ستاینه کړې وه او د هغوی لپاره یې د امریکا د مرستو غوښتنه کړې وه.

مایکل والټز ۲۰۲۲کال

د عکس سرچینه، screenshot of video/ Scott Mann

د عکس تشریح، مایکل والټز ۲۰۲۲کال کې په یوې مجازي غونډې کې د احمدشاه مسعود ستاینه وکړه او د طالبانو د مخالفو ټولو قومونو د اتحاد غوښتنه یې وکړه.

مایکل والټز له افغانستانه د امریکا وتل ''شرمونکي'' بللي او ویلي یې دي: ''د بایډن د حکومت ناکام پرشاتګ، افغانستان د امریکا ضد ترهګرو لپاره یو خوندي پناه ځای کړی'' دی. ده د طالبانو حکومت د افغانستان پخوانیو پوځیانو په ''وژلو'' او ''ځورولو'' تورن کړی دی.

تېر کال د امریکا د کانګرېس د شاهدۍ ورکولو په غونډه کې چې زلمي خلیلزاد د داعش او القاعده د مخنیوي په اړه د طالبانو د هڅو په هکله خبرې کولې، ښاغلي والټز وویل: ''د یوې ترهګرې ډلې له منځه وړلو لپاره پر بلې ترهګرې ډلې تکیه کول، خطرناک او ستره تېروتنه ده.''

جان راتکلېف، د سي آی اې مشر، ''سوله د قوت له لارې''

جان راتکلېف، د سي آی اې مشر: ''سوله د قوت له لارې''

جان راتکلېف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان راتکلېف، د ټرمپ په تېره دوره کې هم د سي آی اې مشر و.

ډونلډ ټرمپ، جان راتکلېف چې د ولسمشرۍ په لومړی دوره کې هم د ملي اطلاعاتو مشر و، اوس د اطلاعاتو مرکزي سازمان سي آی اې د مشرتابه لپاره نومولی دی.

د ملي امنیت د مدیر په توګه د راتکلېف ځینو خبرو په ډېرو مواردو کې د دې سازمان د ځینو پخوانیو کارکونکو له ارزونو سره سمون نه درلود، او دیموکراتانو پرې تور لګاوه چې خپل دغه مقام ته یې سیاسي رنګ ورکړی دی.

ښاغلي ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې، راتکلېف ''د حقیقت جنګیالی'' بللی او ویلی یې دي چې د امریکا په څلورو ملي استخباراتي سازمانونو کې یې په لوړو مقامونو کې خدمت کړی.

جان راتکلېف د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۸مه، کابل ته د طالبانو له ننوتو درې ورځې وروسته له فاکس نیوز خبري شبکې سره مرکه کې وویل، د امریکا اطلاعاتي سازمانونو د افغانستان د تېر حکومت سقوط او د طالبانو بیا راتګ ''په کره ډول وړاندوینه'' کړې وه: ''په وروستۍ وتنه کې تر هغو چې د طالبانو او غني د حکومت ترمنځ د سولې بریالۍ خبرې کېدلې، په افغانستان کې باید د سر تېرو شمېر ۲۵۰۰ پوځیانو ته نه وای رسېدلي. څرګنده ده چې دا کار ونشو. دا چې ولې د بایډن حکومت له دغو شرایطو تېر شو او د وتلو پر لور لاړ، بیا هم، زموږ استخباراتو ویلي و چې دقیقاً دغسې یو کار کېدونکی دی.''

هغه وویل، ټرمپ کولای شول ''د زور داکټرين'' له لارې له طالبانو سره د سولې بهیر ترسره کړي.

پیټ هګست، دفاع وزارت ته نوماند: طالبانو ته د امریکا وسلې پاتې دي

پیټ هګست

د عکس سرچینه، Pete Hegesth- Getty Images

د عکس تشریح، پیټ هګست

پیټ هګسټ، د فاکس نیوز خبري شبکې پخوانی کوربه چې په پرېنسټن او هارورډ پوهنتونونو کې یې زده کړه کړې، د امریکا د ملي ګارډ پخوانی سرتېری دی، چې افغانستان کې یې جنګي ماموریتونو کې برخه لرله او په عراق او د کیوبا د ګوانتانامو زندان کې یې دنده درلوده.

ده هم له افغانستانه د وتلو له امله پر بایډن سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د ''۸۵ میلیارده ډالرو ارزښت'' امریکايۍ وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې چې د ده په خبره د ''چین'' لخوا یې د کارولو د زدکړو په مرسته طالبان کولای شي د امریکايي سرتېرو جنګي وړتیاوې ترلاسه کړي.

دا هغه ادعاوې دي، چې ډونلډ ټرمپ هم بیا بیا کړې دي.

څارونکي د هغه د وړتیاوو په اړه او پر پنټاګان د څارنې په اړه چې ۹۰۰ میلیارده ډالره بودیجه او ۲.۹ میلیونه پوځي اوغېر پوځي کارکونکي لري، پداسې حال کې چې د امریکا د پخوانیو وزیرانو په شان تجربه نه لري، شک او تردید څرګندوي.

ښاغلي هګسټ د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، په ۲۰۱۹ کال کې ولسمشر قانع کړ چې دوه امریکايي سرتېري وبښي. یو یې تورن و چې ۲۰۱۰ کال کې یې یو افغان د بم ځای پر ځای کولو په تور وژلی و او یو بل افسر په ۲۰۱۲ کال کې پر درې تنو ملکي افغانانو د ډزو کولو د امر له امله په ۱۹ کاله بند محکوم شوی و او شپږ کاله بند یې تېر کړی و.

د ټرمپ محافظه کاره پلویان د هغه د نظر او فعالیتونو ملاتړ کوي.

د طالبانو له حکومت سره د ټرمپ "سخته ژبه"

ذکیه عادلي، په امریکا کې '' د ختیځ او لوېدیځ انسټیټوټ'' شنونکې ده او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د عدلیې مرستیاله وزیره وه. دا وايي، د ښاغلي ټرمپ ځینو ټاکنو ته په کتو سره چې ځینې یې د طالبانو ''سرسخته'' منتقدان وو، ''دا تصور رامنځته شوی چې ښايي د افغانستان په اړه جدي پرېکړې وشي، خو د نړۍ عمومي حالاتو ته په کتو سره او هغه شخړې چې اوس شته دي، لکه د اوکرایین جګړه، په منځني ختیځ کې، په غزه کې د اسرائیلو جګړه، دا ټول مسائل د امریکا ملي ګټو سره نژدې تړاو لري او د امریکا لپاره ډېر لومړیتوب لري چې باید خپل پام ورباندې متمرکز کړي، نوځکه به ښايي افغانستان د امریکا لپاره په لومړیتوبونو کې نه وي.''

هغه وايي، ډونلډ ټرمپ په تېره دوره کې د دوحې تړون، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو د خپلې ''یوې لاسته راوړنې'' په توګه یاداوه.

مېرمن عادلي وايي، ټرمپ نشوای کولای د افغانستان په اړه ''بې تفاوته'' پاتې شي، ''لږترلږه د طالبانو په اړه د بایډن د ادارې پرتله ښايي یوه مشخصه تګلاره اعلان کړي، چې یو مثبت ګام به وي ځکه چې دا به حالت روښانه کړي چې د طالبانو او افغانستان په اړه د امریکا دریځ څه دی؟'' د دوحې هوکړه ''د اسخباراتي معلوماتو تبادلې او ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې پټې ضمیمې لري'' چې د ټرمپ اداره ښايي ''اجرايي'' بڼه ورکړي.

په واشنګټن کې د امنیتي څېړنو یو تحلیلګر ارش یقین چې د افغانستان له سقوط مخکې په کابل کې د امریکا په سفارت کې د فرهنګي چارو سلاکار و، وايي، د ډونلډ ټرمپ حکومت د جو بایډن پرتله د طالبانو په اړه یوه بېله او ''لا سخته ژبه'' کاروي.

هغه وايي، دی فکر نه کوي، چې افغانستان دې د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب وي: ''هغه مجبوریت چې ښاغلي بایډن درلود چې طالبانو سره جوړ جاړی وکړي او د هغوی هر ډول ساز ته ونڅېږي،[نور] نشته.''

د ټرمپ د ادارې ملګري به داسې تګلاره لري، چې غواړي د امریکا قوت وښيي.

په دې اړه چې ټرمپ به د افغانستان په تړاو د امریکا په تګلاره کې څه بدلون راولي؟ هغه وویل، یوه پرېکړه ښايي دا وي چې افغانستان ته د بشري مرستو پیسې کمې کړي، ځکه چې په یو ډول د طالبانو حکومت له دې پېسو ګټه کوي.

د طالبانو له حکومت سره د امریکا د ''استخباراتي اړیکو'' ساتل

خو ښاغلی یقین د دې تر څنګ وايی: ''د امریکا څارګرې ادارې بلاخره له طالبانو سره د پردې ترشا ښې اړیکي لري. فکر نه کوم د امریکا او د امنیت په ګټه به یې وي چې په بشپړه توګه طالبان له ځانه وشړي... د امریکا استخباراتي سازمانونه ښايي ټینګار وکړي چې اوسنی وضعیت، له طالبانو سره د دښمنۍ پرتله ورته ښه دی.''

هغه وايي امریکا د طالبانو حکومت پر وړاندې ''ډېر غوراوي نه لري'' خو د اړیکو ''عادي کولو'' پر لور هم نه ځي. امریکا، طالبان د ''حماس او ایران'' ډلو او هېوادو په څېر بولي او د ټرمپ لپاره به ډېره سخته وي چې له هغو یو ومني.

مایکل والتز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایک والټز، د فلورېدا ایالت جمهوريپال استازی د ۲۰۲۱ کال سپتمبر کې، په سیمه او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وضعیت پر یوه نقشه توضیح کوي.

سیاسي تحلیلګر، ادریس رحماني، وايي، افغانستان احتمالا د چین، روسیې او ایران په اړه د امریکا د سیاست "په لړ کې" مطرح کېږي او د طالبانو د حکومت د تعامل له بڼې سره هم تړاو لري.

هغه وايی، ''دا چې د افغانستان په اړه په وضاحت سره نه غږېږي د دې نښه ده چې تراوسه د افغانستان په اړه یوه مشخصه تګلاره نشته. کېدای شي پر یوه یا بله خوا لاړ شي.''

هغه په دې باور دی چې د افغانستان په اړه د ډونلډ ټرمپ د سیاستونو په هکله خوشبیني یا بدبیني اوس له وخته وړاندې ده، ځکه چې ''امریکایان په نړۍ کې په دې شهرت لري چې د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي، نه کوم ځواک یا بهیر یا شخصیت سره د خواخوږي پر بنسټ.''

''که طالبان پرېکړه وکړي چې امریکا سره همکاري وکړي، ان داسې سړي لکه مایک والټز لپاره به له منطق او سیاست او په تېره بیا د امریکا بهرنۍ تګلارې څخه لېرې وي چې بیا هم [طالبانو] سره شخړې ته دوام ورکړي.''