امریکا کې د مشرانو او استازو جرګو ترمنځ توپیر څه دی؟


د کانګرېس ګډه غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کانګرېس ګډه غونډه

ډونلډ ټرمپ به له هغه وروسته سپینې ماڼۍ ته راستون شي چې د جمهوريپالو ګوند لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس پر وړاندې یې لویه بریا ترلاسه کړه.

خو دا د دیموکراتانو لپاره یوازېنی بد خبر نه دی. جمهوريپالو په سنا (مشرانو جرګه) کې هم اکثریت ترلاسه کړی او د استازو جرګې په ټاکنو کې مخکې دي، چېرې چې په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې ټولې رایې لا نه دي شمېرل شوې.

که جمهوريپال د استازو په جرګه خپل کې اکثریت وساتي، دا په دې مانا ده چې دوی به سپینه ماڼۍ او کانګرېس دواړو کې خپل تسلط وساتي.

د کانګرېس جوړښت څه شی دی او د دندو بڼه یې څه ده؟

کانګرېس په متحده ایالاتو کې فدرالي مقننه اداره ده، په دې مانا دا هغه قانون تصویبوي چې په ټول هیواد کې پلي کېږي، په داسې حال کې چې هر ایالت پارلمان لري او یوازې خپل قوانین تصویبوي.

کانګرېس د استازو له جرګې جوړ دی، ځینې وختونه د ټیټې خونې په توګه پېژندل کېږي، او سنا د لوړې خونې په توګه یادېږي.

د کانګرېس مرکزي دفتر د واشنګټن ډي‌سي کیپیټل هېل په ودانۍ کې دی، د استازو په جرګه او سنا کې د کانګرېس د غړو شمېر ۵۳۵ دی چې د مستقیمې رایې ورکولو له لارې ټاکل کېږي، مانا دا چې په ټاکنیزو حوزو کې رایه ورکوونکي هغه څوک غوره کوي چې د دوی استازیتوب کوي.

که څه هم ولسي جرګه او مشرانو جرګه په هېواد کې د مقننه قوې استازیتوب کوي، خو د دوی د کار په طریقه، د هر یوه د غړو په شمېر او د دولت د استازو د ټاکلو په طریقه کې توپیر شته.

د استازو مجلس

کپیټل هال ودانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د استازو جرګه ۴۳۵ غړي لري، د شپږو غیر رایه ورکوونکو استازو سربېره چې د واشنګټن ډي‌سي، پورټو ریکو، امریکن ساموا، ګوام، شمالي ماریانا ټاپوګانو او د متحده ایالاتو ویرجین ټاپوګانو استازیتوب کوي.

د ولسي جرګې غړي د ایالتونود وګړو شمېرله مخې له پنځوسو ایالتونو ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه کالیفورنیا د نفوس له پلوه ترټولو لوی ایالت دی، نو د استازو په جرګه کې یې د استازو شمېر ۵۲ دی. په مقابل کې، وایوومینګ چې په هېواد کې ترټولو لږ وګړي لري، د استازو په جرګه کې یې یوازې یو استازی استازی شته.

د استازو د جرګې غړی د کانګرېس غړی بلل کېږي او څوک چې د استازو د جرګې د غړي په توګه دنده ترسره کوي باید لږ تر لږه ۲۵ کلن وي، د امریکا پر تابعیت یې باید لږ تر لږه ۷ کلونه اوښتي وي او کله چې ټاکل کېږي، د هغه ایالت اوسېدونکی وي چې هغه یې استازیتوب کوي.

د ولسي جرګې د غړي د کار موده یوازې دوه کاله ده، نو د جرګې ټول غړي په هرو دوو کلونو کې یو ځل ټاکل کېږي، که په هغه کال کې چې ولسمشریزې ټاکنې کېږي، لکه په ۲۰۲۴ کال کې، یا په هغه کال کې چې منځمهاله ټاکنې کېږي، لکه څنګه چې په ۲۰۲۲ کې ترسره شوي.

د ولسي جرګې رییس د جرګې له غړو ټاکل کېږي او له همدې امله د جرګې رییس په هغه ګوند پورې اړه لري چې پکې اکثریت وي.

ولسي جرګه له مشرانو جرګې سره دا ورته‌والی لري چې د دوی لومړنۍ دنده د قوانینو تصویبول او وروسته پرې بحث کول دي.

خو د استازو جرګه د فدرالي چارواکو (د ولسمشر په ګډون) خپلې دندې لري، د دوی د لیرې کولو لپاره او په هغه صورت کې چې هېڅ نوماند ونه توانېږي د غړو اکثریت رایې ترلاسه کړي، دوی خپل مشر ټاکي.

مشرانو جرګه

ارشیف- جو بایډن کانګرېس ته وینا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف- جو بایډن کانګرېس ته وینا کوي

مشرانو جرګه د ایالتونو ترمنځ په مساوي توګه له ۱۰۰ غړو جوړه ده چې هر ایالت دوه غړي پکې لري.

د مشرانو جرګې غړي ته سناتور ویل کېږي او څوک چې دې منصب ته رسېږي، باید یو لړ شرطونه پوره کړي: هغه دا چې باید عمر یې له ۳۰ کلونو کم نه وي، لږ تر لږه له ۹ کلونو راهیسې د امریکا تبعه وي او په هغه ایالت کې اوسېږي چې هغه یې د ټاکل کېدو په جریان کې یې استازیتوب کوي.

په متحده ایالاتو کې د سنا د رییس په نوم کوم خپلواک مقام نشته، د امریکا مرستیال ولسمشر/مرستیاله ولسمشره پرته له دې چې د رایې ورکولو حق ولري د سنا مشري کوي.

د سناتور د کار موده د شپږو کلونو لپاره غځول کېږي، په دې مانا چې په هرو دوو کلونو کې شاوخوا یو پر درېیمه غړي ټاکل کېږي، چې دویمه او درېیمه برخه یې له دوو کلونو او بیا څلور کاله وروسته ټاکل کېږي.

د مسلې د ساده کولو لپاره باید ۲۰۲۲ کال ته ولاړ شو، چې د استازو د جرګې د ټولو څوکیو لپاره منځمهاله ټاکنې وشوې، خو په سنا کې د ۳۴ غړو د څوکیو لپاره سیالي وه.

په ۲۰۲۴ کې، د استازو د جرګې ټول غړي وټاکل شول او د مشرانو جرګې د ۳۳ غړو څوکیو لپاره سیالي وشوه چې د ۲۰۲۲ په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې.

په ۲۰۲۶ کال کې به د استازو د جرګې د ټولو غړو د ټاکلو لپاره ټاکنې وشي او د مشرانو جرګې د ۳۳ غړو د څوکیو لپاره به هم سیالي وشي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې برخه نه وه اخیستې.

په هغو دندو کې چې په ځانګړې توګه مشرانو جرګې ته سپارل شوي دي، په مهمو پوستونو کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو تایید، د نړیوالو تړونونو تصویب، د هغو چارواکو محاکمه چې د استازو جرګې لخوا استیضاح شوي او په هغه صورت کې هېڅ کوم نوماند د غړو اکثریت رایې ونه ګټي، د ولسمشر د مرستیال ټاکل کېدل شامل دي.

د قوانینو د تصویب بهیر څنګه ترسره کېږي؟

کله چې د کانګرېس یو غړی- که د استازو په جرګه یا سنا کې وي، د تصویب په لټه کې یو قانون وړاندې کوي، دا مناسبې کمېټې ته وړاندې کېږي چې غور کوي او پرېکړه کوي ایا دا د رایې لپاره جرګې ته وړاندې کېدای شي.

د استازو په جرګه کې د رایې ورکولو بهیر په سنا کې له خپل سیال سره یو څه توپیر لري. په ولسي جرګه کې د غړو د ډېروالي له امله د مداخلې لپاره یو مشخص وخت ټاکل شوی. د بحث له پای ته رسېدو وروسته، د قانوني مسودې لپاره رایه ورکول کېږي او که ساده اکثریت (۵۰٪ + ۱) ترلاسه کړي، تصویبېږي.

مشرانو جرګه هم د قوانینو مسوده په ساده اکثریت تصویبوي، مګر د دې غړو د مداخلو لپاره کومه ځانګړې موده شتون نه لري، کوم چې د "فیلبستر" په نوم پیژندل شوي میکانیزم رامینځته کولو لامل شوی او کولی شي د رایې ورکولو لپاره د حکمونو په وړاندې کولو کې خنډ یا ځنډ وکړي.

د دې میکانیزم له مخې، چې معمولا یوازې په ندرت سره کارول کیږي، د رایې ورکولو لپاره د چمتو کېدو په موخه د قانون د مسودې په اړه د بحثونو او خبرو بهیر ودرول، د رایې ورکولو لپاره د دوه پر دریمې برخې غړو تصویب ته اړتیا لري.

وروسته له هغه چې جرګه او سنا دواړه د قانون د مسودې د تصویب لپاره رایې ورکړي، هغه بلې جرګې ته وړاندې کیږي. که د قانون مسوده له دواړو مجلسونو تصویب شي، د تصویب لپاره به د هېواد ولسمشر ته وړاندې شي.

ولسمشر کولی شي د قانون د مسودې له لاسلیک کولو ډډه وکړي، او دلته کانګرس کولی شي د ولسمشر اعتراض رد کړي او د قانون مسوده تصویب کړي، خو د استازو په جرګه او مشرانو جرګه کې د دوه پر دریمې برخې په اکثریت سره.