ټرمپ به له افغانستان سره څه کوي؟

په ار لینګټون نومې هدیره کې ټرمپ د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو قبرونو ته درناوی کوي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر مهال ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ار لینګټون نومې هدیره کې ټرمپ د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو قبرونو ته درناوی کوي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر مهال ووژل شول.
    • Author, ضیا شهریار
    • دنده, بي بي سي

په داسې حال کې چې افغانستان له تېرو دریو کلونو راهیسې د امریکا په بهرني سیاست کې د اصلي محور په توګه نه یادیده، داسې تمه نه کېږي چې د ډونلډ ټرمپ نوی حکومت به د افغانستان په هکله لنډ مهال کې خورا جدي یا برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړي.

د ښاغلي ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې هم د افغانستان په هکله د کومې څرګندې طرحې یادونه نه ده شوې. د هغه کمپاینرانو هم داسې څه نه دي ویلي، چې د افغانستان او طالبانو حکومت په هکله به د ټرمپ د حکومت سیاست څه ډول وي.

له ۲۰۰۱ کال ورسته او بیا د امریکا په مشرۍ افغانستان ته د ائتلافي ځواکونو له رسیدو وروسته د دې هېواد په ټاکنو کې تل افغانانو او افغان سیاستوالو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېده. دغه راز په ټاکنیزو کمپاینونو او مباحثو کې هم د افغانستان وضعیت او هلته د امریکايي ځواکونو شتون د خبرو مهمه موضوع بلل کېده.

خو د سږ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې افغانستان د خبرو موضوع نه وه. جمهوریپالو او په ځانګړې توګه ډونلډ ټرمپ بیا پر جو بایډن او کامیلا هرېس د فشار راوستلو لپاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو څرنګوالي موضوع یادوله. د بېلګې په توګه د ټرمپ او هرېس په هغه مناظره کې چې د تېر وږي میاشت کې وشوه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو څرنګوالي خبره یاده شوه او ټرمپ دا د امریکا په تاریخ کې د پوځونو داسې ایستل وتل وبلل، چې په خبره یې ''ډېر له شرمه ډک و.''

ښاغلي ټرمپ ویلي و: ''همدا لامل و، چې روسیې پر اوکرایین برید وکړ، ځکه دوی ولیدل چې هرېس او مشر یې (بایډن) څومره بې کفایته دي.''

ټرمپ په هغه مناظره کې څو ځله ادعا وکړه، چې د ده په خبره جو بایډن په افغانستان کې ''د طالبانو لپاره ان د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت'' پوځي تجهیزات پرېښودل او زیاته یې کړه، چې دی به له طالبانو د دې تجهیزاتو بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي د تېر وږي میاشتې پر ۱۳ مه له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: ''هیڅوک نه شي کولای ومني چې له امریکا وروسته افغانستان د نظامي تجهیزاتو تر ټولو لوی پلورنکی دی.''

ښاغلي ټرمپ وویل، طالبان له امریکایانو پاتې پوځي تجهیزات پلوري او پیسې یې ترلاسه کوي.

ښاغلي ټرمپ له مېرمن هرېس سره په مناظره کې د دوحې هوکړې دفاع وکړه، چې د ده د حکومت په دوره کې د طالبانو له استازو سره په دوحه کې لاسلیک شوه. مېرمن هرېس دا هوکړه د امریکا تاریخ ''تر ټولو ضعیفه هوکړه'' وبلله او ښاغلي ټرمپ یې په ځواب کې وویل، ''که هغه وخت ته یو نظر وګورو، طالبانو زموږ سرتېري وژل، ما له طالبانو سره اړیکه ونیوه، ځکه هغوی د وژنو مسوول وو، دوی په افغانستان کې دننه جګړه کوله، عبدل (عبدالغني برادر) د طالبانو مشر دی، هغه اوس هم مشر دی او ما هغه ته وویل، نور دا کار مه کوئ، که بیا یې کوئ له ستونزو سره به مخامخ کېږئ. هغه له ما پوښتنه وکړه: ولې زما د کور تصویرونه رالېږي، ومې ویل، باید خپله د دې پوښتنې ځواب پسې وګرځې، ۱۸ میاشتې مو په افغانستان کې هیڅ تلفات نه درلودل.''

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: ''موږ له طالبانو سره هوکړه درلوده، چې مایک پامپیو (د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر) لاسلیک کړې وه، هغه یوه غوره هوکړه وه، دلیل یې دا و، چې کولای مو شوای په چټکۍ سره ووځو، سرتېري به مو له لاسه نه ورکول. د ۸۵ میلیاردو ډالرو ارزښت ښایسته عصري پوځي تجهیزات به مو تر شا نه پرېښوول، دوی (طالبانو) د دې هوکړې ځینې برخې نقض کړې، موږ لغو کړه، ځکه دوی هغه څه و نه کړل، چې باید یې کړي وای.''

د ۲۰۱۹ کال اګست پر ۳۱ مه شپه د امریکا وروستی پوځي له افغانستانه ووت او په دې هېواد کې د امریکا شل کلن ماموریت پای ته ورسېد.

د عکس سرچینه، @CENTCOM

د سیاسي چارو افغان شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي: ''ډونلډ ټرمپ مخکیني افغان سیاستوال د داسې کسانو په توګه پېژني چې لاسونه یې په فساد ککړ او د امریکا پیسې یې ضایع کړې. یوازې د طالبانو یو مشر عبدالغني برادر داسې کس دی، چې ټرمپ څو ځله یاد کړی. ډېره تمه نه کېږي، ځکه امریکا اوسمهال د افغانستان وضعیت ته ډېره لېوالتیا نه لري، خو که یو کال وروسته یا بل کوم وخت داسې کومه لېوالتیا پیدا کېږي، ټرمپ به له طالبانو یا ملا برادر سره د اړیکې غوښتنه کوي.''

ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې او له هغه مخکې هم د بایډن حکومت له لوري په افغانستان کې د بګرام اډې پر خوشې کولو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، په ټاکنو کې به د بریا په صورت کې د دې اډې بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړي.

نوموړي په تېره جون میاشت کې د جمهوریپالو په ملي کنوانسیون کې د وینا پر مهال وویل: ''دوی دغه راز بګرام پرېښود، چې په نړۍ کې له لویو اډو یوه ده، چې خورا اوږدې، پیاوړې او کلکې ځغاستلیکې لري، موږ له لاسه ورکړه. پر ما بګرام اډه د افغانستان لپاره ګران نه دی، د چین له کبله راته ګرانه ده. دا اډه د چین له هغه ځایه چې اتومي وسلې پکې چمتو کوي، یو ساعت واټن لري.''

نوموړي ویلي، غواړي له افغانستان سره د یوې سوداګریزې هوکړې له مخې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.

ټرمپ به له افغانستان سره څه کوي؟

امریکا په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له لاسه افغانستان پرېښود، خو درې کاله وروسته چې د امریکا په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، واشنګټن اوس هم د بل هر یوه هېواد پرتله له افغانستان سره ډېرې مالي مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا امریکا دا مالي ملاتړ او د طالبانو پر حکومت بندیزونو کې نرمښت د دې لپاره کوي، چې په بشپړه توګه د افغانستان اقتصاد نسکورېدو مخنیوي لپاره دا چاره ''حیاتي'' ده. له افغانستان سره د امریکايي مرستو څارنې اداره (سیګار) د سږ کال جون په رپوټ کې وايي، چې ''امریکا د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته د افغانستان لپاره ۲۰ میلیارده ډالره ځانګړي کړي یا یې دې هېواد ته ورکړي دي.''

په دې کې هغه درې میلیادره ډالر هم شامل دي، چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستو لپاره ورکړل شوي، هره اونۍ په نغدي بڼه افغانستان ته رسېدلي او په افغانستان کې په بشپړه توګه د اقتصاد ړنګېدو مخنیوي کې مهم بلل کېږي.

وړاندوینه کېږي، چې ښاغلی ټرمپ به په افغانستان کې د امریکايي پیسو لګول کېدو چارې څارنه لا جدي کړي او کېدای شي پرېکړه وکړي، چې که د طالبانو حکومت د امریکا او نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې و نه مني، افغانستان ته د دې پیسو استول ودروي.

له طالبانو د ټرمپ غوښتنې که څه هم تر اوسه معلومې نه دي، خو د ځینو شنونکو په اند دا غوښتنې ښايي د نورو لوېدیځو هېوادونو غوښتنو ته ورته نه وي، چې له طالبانو غواړي د ښځو زدکړې او کار په رسمیت وپېژني، بشري حقونه رعایت کړي، ټولګډونه حکومت جوړ کړي او لږکیو ته حقونه ورکړي.