جو بایډن: له افغانستانه د امریکایانو وتل غوره پرېکړه وه

بایډن

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جو بایډن وايي، دا ماموریت د امریکايي پوځيانو، دیپلوماتانو او څارګرو ادارو د کارکوونکو له ''وړتیاوو، جذبې او زړورتیا'' پرته ناشونې و.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستلو پرېکړې دفاع کړې.

ولسمشر بایډن په افغانستان کې د خپل هېواد د شل کلن پوځي حضور له پای ته رسېدو یوه وروسته امریکایانو ته په وینا کې وویل، تر زیات وخته پاتې کېدل یې انتخاب نه و.

د امریکا ولسمشر له امریکايي پوځيانو مننه وکړه، چې له کابله یې نژدې ۱۲۰ زره کسان بهر ته ولېږدول.

د نوموړي په وینا ''موږ په تاریخ کې له هوايي لارې تر ټولو ډېر کسان بهر ته ولېږدول، هیڅ یوه هېواد هېڅ کله داسې نه دي کړي، دا یوازې د امریکا هوډ او وړتیا وه. ''

د نوموړي په وینا دا شمېر د هغه شمېر دوه برابره دی، چې ماهرینو یې اټکل کاوه. ''هېڅ یوه هېواد په خپل ټول تاریخ کې داسې نه دي کړي. ''

ښاغلي بایډن وویل:

دا ماموریت د امریکايي پوځيانو، دیپلوماتانو او څارګرو ادارو د کارکوونکو له ''وړتیاوو، جذبې او زړورتیا '' پرته ناشونې و.

ښاغلي بایډن زیاته کړه:

''دوی د یوې لویې ګڼې ګوڼې په منځ کې دا چاره ترسره کړه، او دوی په داسې حال کې دا ماموریت تر سره کړ، چې پوهېدل په هغه ګڼه ګوڼه کې د اسلامي دولت خراسان ډلې ترهګر او طالبانو دښمنان هم شته. ''

تېره شپه د امریکا وروستی پوځي له افغانستانه ووت او په دې هېواد کې د امریکا شل کلن ماموریت پای ته ورسېد.

د عکس سرچینه، @CENTCOM

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال اګست پر ۳۱ مه شپه د امریکا وروستی پوځي له افغانستانه ووت او په دې هېواد کې د امریکا شل کلن ماموریت پای ته ورسېد.

په دې عملیاتو کې ۱۳ امریکايي پوځيان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

بایډن وايي، اعتراف کوي چې د ده د اټکل برعکس افغان پوځ د اګست ۳۱ مې له ضرب الاجله مخکې ماتې وخوړه.

د ښاغلي بایډن په وینا خپل امنیتي ټیم ته یې لارښوونه کړې وه، چې هر ډول پایلو ته باید چمتو واوسي او ''د پایلې لپاره هم، موږ هغه مهال هم چمتو و چې افغان امنیتي ځواکونه زموږ د اټکلونو برعکس دومره ځنډ لپاره و نه توانېدل جګړه وکړي. ''

د افغانستان په جګړه کې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان ووژل شول او نژدې ۲۳۰۰۰ ټپیان شول.

ولسمشر بایډن له افغانستانه د پوځونو ایستلو پرېکړې مسوولیت له منلو سره وايي، له دې زیات وخت لپاره هلته د پوځونو پاتې کېدو هېڅ دلیل نه درلود.

د نوموړي په وینا ''ځینې کسان فکر کوي چې د پوځونو ایستلو پیل باید مخکې شوی وای او یا دا چې له دې په ښه انداز دا چاره نه شوای تر سره کېدای، زه ورسره موافق نه یم. ''

د نوموړي په وینا که موږ په جون یا جولای کې د پوځونو ایستلو چاره پیل کړې وای، بیا به هم هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه وای، بیا به هم دا یو خطرناک او ستونځمن ماموریت وای او د پوځونو ایستلو هیڅ ماموریت ''له پیچلتیا او ستونزو '' له شو بشپړېدای.