د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، ژر به د افغان کډوالو ایستلو دویم پړاو پیل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اندریکا راډواټي په مشرۍ یوه پلاوي سره په خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د نومبر میاشتې په لومړۍ ڼېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې سلګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړای شول.
د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو په اړه پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن دي او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کره نېټه نه ده یاده کړې، چې کله به له پاکستانه د کډوالو افغانانو د ایستلو دویم پړاو پیل شي، خو یادونه یې کړې ده چې د هغو افغانانو پرضد هېڅ ډول اقدام نه دی شوی چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري. ښاغلي نقوي یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې په پاکستان کې له ویزې او د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته واوسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادراې يو اېن اېچ سي ار د معلوماتو له مخې په پاکستان کې نژدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې ۱.۳ ميليونه یې د (پي او ار) او پاتې نژدې ۹۰۰ زره يې د (اې سي سي) کارډونه لري.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته هم ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته لاړل. د طالبانو حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو هرکلي ته چمتو دي، خو له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو په تړاو له اړه هر ډول پرېکړه له دوی سره په همغږۍ کې وشي.

د عکس سرچینه، ptv
له پاکستانه په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو له لومړي پړاو نه مخکې د پاکستان حکومت ادعا کوله چې څلور اعشاریه څلور میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي، چې څه باندې یو اعشاریه اوه میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
که څه هم پاکستاني چارواکو په څرګنده څه نه دي ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې به څومره افغانان له پاکستانه ایستل کېږي، خو داسې اټکلونه دي چې شاخوا اته سوه زره افغانان ښايي افغانستان ته ستانه کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې پنځه سوه او شل زره افغانان وار دمخه د دې لړۍ په لومړي پړاو کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان يا ایمنسټي انټرنېشنل وار دمخه له پاکستانه د کډوالو د ايستلو دوهم پړاو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي دا کار به ځینې افغان وکړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخامخ کړي.
یاده دې وي چې ملګرو ملتونو هم په یوه ربوټ کې ویلي و چې له پاکستانه ایستل شوي ډېره برخه خلک ښځې، ماشومان او هغه کسان دي چې ډېر زیانمنونکي دي.











