د بلوچستان یوې ځايي محکمې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی

د عکس سرچینه، AFP
د بلوچستان یوې ځايي محکمې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحفظ ائین پاکستان تحریک مشر محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی دی.
ځايي عدلي منتظم (جوډیشل مجسټریټ) د هغې قضیې لړ کې د ښاغلي اڅکزي د نیولو امر کړی، چې په ګوالمنډي سیمه کې ثبت شوې ده.
د یادونې ده، چې محمد اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ مقام ته کاندید شو، نو پولیسو يې پر کور چاپه وهلې وه او د نوموړي شخصي ساتونکی یې نیولی و.
د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی و.
د ځايي پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزي استوګنځي ته ځکه پولیس ورغلي و، چې د نوموړي کور ته نژدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه.
هغه مهال محمود خان اڅکزی د کوټې پر ځای اسلام اباد کې و.
پولیسو په دولتي چارو کې د لاسوهنې، دولتي ځمکې غصب او یو شمېر نورو قانوني مادو له مخې د قضیې اسناد محکمې ته سپارلی و.
یادې محکمې بیا له دې کبله د ښاغلي اڅکزي د نیولو امر کړی، چې نوموړی دغې محکمې ته نه دی حاضر شوی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هغه مهال ویلي و، کله چې محمود خان اڅکزي د پاکستان ملي اسمبلۍ په غونډه کې د دې هېواد د وروستیو ټاکنو د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤل کسان هم په ډاګه کړل، په غبرګون کې یې د شپې پر کور چاپه ووهل شوه.
خو د بلوچستان حکومت د هغه وخت چارواکو بیا ادعا کوله چې پوليسو دغه اقدام د محمود خان اڅکزي د کور مخې ته د يوې ځمکې د غصب د ختمولو په موخه کړى و.











