ولسمشرۍ ته د نوماند محمود خان اڅکزي پر کور د 'پولیسو چاپې' پرضد د احتجاج اعلان

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تور پورې کړی چې د دوی د مشر او د ولسمشرۍ د نوماند محمود خان اڅکزي پر کور پولیسو له جواز پرته چاپه وهلې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تور پورې کړی چې د دوی د مشر او د ولسمشرۍ د نوماند محمود خان اڅکزي پر کور پولیسو له جواز پرته چاپه وهلې ده.

د یکشنبې په شپه په کوټه کې د ګوند مرکزي سيکرټريټ کې يوې بېړنۍ خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ګوند مرکزي سيکرټري جنرال عبدالرحيم زيارتوال وويل، چې د ګوند د مشر پر کور پوليسو چاپه وهلې ده.

دوی وویل چې چاپه "د قاضي له کوم امر پرته ترسره شوې" او په وینا یې د کور پرده یې ماته شوې ده.‌

هغه زياته کړه، چې پوليسو د دغه ګوند د مشر يو شخصي ساتونکى هم نيولى، چې د یوې وسلې جواز یې هم درلود.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي، د دغه ګوند مشر پرون د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د وروستیو ټاکنو د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤل کسان هم په ډاګه کړل، چې په غبرګون کې یې د شپې پر کور چاپه وهل شوې ده.

دوی د ګوند د مشر پر کور چاپه وغندله او پر ضد يې د دوشنبې پر ماسپښين درې بجې د احتجاجي مظاهرو جوړېدو اعلان وکړ. دوی وویل چې ګوند او مشرتابه یې په دې ډول کړنو نه ډارېږي.

بله خوا، د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د اطلاعاتو په مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې تورونه رد کړل.

هغه زياته کړه چې پوليسو دغه اقدام د محمود خان اڅکزي د کور مخې ته د يوې ځمکې د غصب د ختمولو په موخه کړى دى.

هغه وویل، چې د دې ځمکې ساتونکى محمود خان اڅکزي د يوه شخصي ساتونکي له خوا ساتل کېده، چې د پوليسو د کار د مخنيوي په تور نيول شوى دى.

هغه وويل، په هر ځاى کې چې دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې، دولت به يې د بېرته راګرځولو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

PKMAP

د عکس سرچینه، PKMAP