له محمود خان اڅکزي سره مرکه

د غږ تشریح، محمود خان اڅکزى: پاکستان دې ډېموکراتيک وي گنې خداى پامان

په پاکستان کې مخکښ پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، په دغه هېواد کې د ډېموکراسي پلويو او ولسواکۍ ضد قوتونو وروستۍ مقابله ده چې په خبره يې که دا ځل هم ډېموکراسي ځپل کېږي، نو پاکستان به ماتېږي.

دا خبري ښاغلي اڅکزي د پاکستان اوسني سیاسي وضعیت په کتو له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.