د هندوراس یو ښځینه زندان کې نښته؛ لږترلږه ۴۱ کسان وژل شوي

هندوراس

د عکس سرچینه، Reuters

هندوراس کې سې شنبه د ښځو د یوه زندان په اخ‌ و ډب کې لږترلږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.‌

مالومات دا دي په زندان کې د دوو سیالو ډلو د غړو ترمنځ نښته شوې او بیا د یوې ډلې غړو د بلې ډلې د زندان خونې ته اور اچولی دی.‌

په دې پېښه کې ګڼې بندیانې ټپي شوې هم دي، چې روغتون ته لېږدول شوې دي.

چارواکي‌ وايي ډېره مرګژوبله اور اړولې، خو ځینې قربانیان په مرمیو هم لګېدلي‌ دي.‌

د هندوراس د امنیت مرستیال وزېرې 'جولیسا ویلانوا' تر دې پېښې وروسته بېړنۍ حالت اعلان کړی.‌

هغې دا ژمنه هم کړې چې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره به ګامونه اخیستل کېږي.‌

اغلې ویلانوا پوځ،‌ پولیسو او اور وژونکو درېواړو ته د 'سملاسي مداخلې' اجازه ورکړې.

نوموړې ویلي "د انسانانو ژوند بایلل به ونه زغمل شي."

هغې زیاته کړې چې څېړنې به ترسره او د زندان دننه له هغو ټولو بندیانو سره حساب کتاب وشي چې په سازمان شوي جرم کې ښکېل دي.

دغه زندان د هندوراس د پلازمېنې 'تګوسیګالپا' په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی او شاوخوا ۹۰۰ بندیانې پکې ساتل کېږي.

اوس د دغو بندیانو د کورنیو استازې 'دېلما اوردونېز' ځايي رسنیو ته ویلي چې دغه تاوتریخوالي‌ کې د زندان یوه برخه په بشپړ ډول لمنځه تللې.‌

د ویډیو تشریح، هندوراس له سویلي امریکا - متحدو ایالتونو ته د کوکاینو د قاچاق پر لاره پروت دی

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویدیوګانو کې ښکاري چې له دغه زندانه خړ لوګي پورته کېږي.

د هندوراس ولسمشرې ژیومارا کاسټرو چې تېر کال یې د جرمي ډلو ټپلو خلاف عملیات پیل کړل، ویلي د "ښځو وحشیانه وژنې لړزولې" او دا چې په ځواب کې به یې "کارنده ګامونه" واخلي.‌

هندوراس د جرمي ډلو اړوند تاوتریخوالي او فساد له اړخه چې دولتي ادارو ته یې هم لار کړې، نوم ایستلی دی.

دا د دې لامل ګرځېدلی چې په دغه هېواد کې د وژنو کچه لوړه شي.

هندوراس د خپلو دوو نورو ګاونډیو 'اېلسلوادور' او 'ګواتیمالا' په څېر له سویلي امریکا څخه متحدو ایالتونو ته د کوکاینو د ناقانونه ترانزیټ پر لار پروت دی.

د هندوراس په زندانونو کې د سازمان شویو جرمي ډلو تپلو د غړو ترمنځ د خونړي اخ و ډب پېښې بې مخېنې هم نه دي.

په ۲۰۱۹ کال د دغه هېواد شمال کې د تېلا بندري ښار په یوه زندان کې په همداسې یوه تاوتریخوالي کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي وو.‌