نایجېریا کې لویه تېښته؛ له ۱۸ سوو ډېر بندیان وتښتېدل

نایجریا

نایجېریاکې پر زندان له وسلوال برید وروسته تر اتلس سوو ډېر بندیان وتښتېدل.

د چارواکو په خبره، شپږ بندیان بېرته ستانه شوي او ۳۵ زندانیان نه دي تښتېدلي.

د رپوټونو له مخې، وسلوالو اول د جېل اداري برخه وچاودوله او د اوري ښار د زندان انګړ ته ننوتلو سره یې بندیانو ته دروازې پرانیستې.

د نایجېریاپولیس بېلتونپالې ډله بیافرا سزي(ځایوال یا بومیان) د دې برید مسووله بولي، خو رپوټونه وایي دې ډلې په دې تېښته کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د نایجېریاد بندونو ادارې خپل بیان کې ویلي: دې پېښه کې ۱۸۴۴ بندیان په تېښته بریالي شوي دي:

"وسلوالو جګ ټېره پیکپو او بسونو کې چې درنې وسلې هم ور سره وې اول د اوري زندان پر اداري ودانۍ برید وکړ او وروسته د جېل ودانۍ ته ننوتل."

د پولیسو ویاند هم وايي، بریدګرو ان د راکټ لنچر او کلاشینکوف او باروتو په څېر وسلې او مهمات لرل.

د نایجېریاولسمشر محمدو بوهاري دا پېښه ترهګریز ګام بللی چې د ده په خبره، انارشیستان پکې ښکېل دي.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې بریدګر او تښتېدلي بندیان تعقیب کړي.

اروي
د عکس تشریح، له ودانۍ بهر د زندان ګاډي هم سوځل شوي دي.

د بیافرا سزي په نوم ډلې ویاند فرانس خبري ازانس سره خبرو کې د نایجېریاحکومت دا تور رد کړی چې دا ډله دغه پېښه کړې ښکېله ده.

نایجېریاکې ایمو ایالت له مودو راهیسې د بېلتونپالو په مرکز پېژندل کېږي، ځکه د مرکزي حکومت او د دې سیمې د ایګبو سزیانو(بومیانو) ترمنځ له مودو راهیسې اړیکې له ننګونو سره مخ دي.

له تېرې جنورۍ راهیسې تراوسه د نایجېریاسوېل ختیځ کې د پولیسو پر مرکزونو او ګاډو بیا بیا بریدونه شوي دي.

ډېره وسله او مهمات هم غلا شوي دي، خو هیچا یې هم مسوولیت نه دی منلی.