نایجېریا کې پر ښوونځي وسله وال برید؛ سلګونه زدکوونکي ورک دي

ځینو خلکو خپل بچیان ژر وموندل
د عکس تشریح، ځینو خلکو خپل بچیان ژر وموندل

د نایجېریا لوېدیځ کې سلګونه زدکوونکي وروسته تر هغه تری تم شول،‌ چې وسله والو پر یوه ثانوي ښوونځي برید وکړ.‌

عیني شاهدانو ویلي، وسله وال پر موټرسایکلونو ورغلل، هوايي ډزې یې پیل کړې او زدکوونکي یې ورسره بوتلل.

دا ښوونځي ساینسي زدکړو ته ځانګړی شوی و چې د لوېدیځ کاتسینا ولایت شاوخوا ۸۰۰ زدکوونکی پکې زده کړې کوي.‌

د رپوټونو له مخې ۲۰۰ زدکوونکي موندل شوي،‌ خو حکومتي ځواکونه د الوتکو په مټ د نورو زدکوونکو د موندلو لټون کوي.

د ښوونځي د شاوخوا اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، د جمعې په ماخوستن یې شاوخوا یوولس بجې ډزې واورېدې چې کابو یو ساعت روانې وې.‌

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د ښوونځي ساتونکو د پولیسو له ور رسېدا مخکې بریدګر په شا تمبولي دي.

د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي د ښوونځي ساتونکو پر بریدګرو ډزې وکړې چې ځینې بریدګر شاتګ ته اړایستل شول او یوشمېر زدکوونکي د ښوونځي له دېوالونو د اوښتلو فرصت وموند.

School sign

د عکس سرچینه، Gail Kankara

د عکس تشریح، دې ښوونځي کې د ساینس زدکړې کېدې.

خو ځینو عیني شاهدانو ویلي،‌ وسله وال یې ولیدل چې ځینې زدکوونکي یې په ځان پسې راکښل.

د سیمې ځینې اوسېدونکي د برمته شویو زدکوونکو د خلاصون په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

دا برید دوه ورځې وروسته تر هغه شوی چې په همدې ولایت کې،‌ چې د ولسمشر محمد بخاري پلرنی ټاټوبی هم دی، د کلي یو مشر او شل ماشومان وتښتول شول.

په ۲۰۱۴ کال، بوکو حرام ډلې د نایجیریا له شمال ختیځ شیبوک سیمې د مدرسې تر ۲۷۰ ډېرې نجونوې وتښتولې.