د نایجریا کادونا کې روزنځی "د دوزخ د اور په څېر" و

دغه کسان د پولیسو له خوا ژغورل شوي. د رپوټونو له مخې په دغه مدرسه کې د ربړونې ترڅنګ جنسي ځورونه هم وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه کسان د پولیسو له خوا ژغورل شوي. د رپوټونو له مخې په دغه مدرسه کې د ربړونې ترڅنګ جنسي ځورونه هم وه.

په نایجریا د ربړونې له کوره ژغورل شوي کسان وايي، داسې وو لکه د دوزخ په اور کې چې ژوند کوي. نېږدې پنځه سوه نارینه او هلکان د کادونا ایالت له هغې ودانۍ ژغورل شوي چې د مدرسه او د اصلاح مرکز په توګه کارېدله.

دغه کسان د پولیسو له خوا ژغورل شوي. د رپوټونو له مخې په دغه مدرسه کې د ربړونې ترڅنګ جنسي ځورونه هم وه.

د کادونا ایالت د انساني خدمتونو او د ټولنیزو پراختیاوو کمېشنره هفسات بابا وايي، حکومت دا وړ ټول روزنځي ګوري که دوی د حکومت له اصول سرغړونه کوله وبه یې تړي.

پولیسو ویلي چې دا د غلامۍ یا مریتوب یو مرکزدی او دلته ډیری زندانیان داسې موندل شوي چې په ځنځیرونو وهل شوي وو .

د عکس سرچینه، Reuters TV

د عکس تشریح، پولیسو ویلي چې دا د غلامۍ یا مریتوب یو مرکزدی او دلته ډیری زندانیان داسې موندل شوي چې په ځنځیرونو وهل شوي وو .

د دغو ربړونو یو قرباني ۲۹ کلن عیسا ابراهیم بي بي سي ته ویلي:

"که مو عبات کاوه وهل کېدو به، که مطالعه به مو کوله هم به مو وهل خوړل."

پولیسو ویلي چې دا د غلامۍ یا مریتوب یو مرکزدی او دلته ډیری زندانیان داسې موندل شوي چې په ځنځیرونو وهل شوي وو .

د بي بي سي خبریال اسحاق خالق- چې د نایجریا شمال کې دې مدرسې ته ورغلی- وايي، داسې اندېښنې هم شته چې ښايي په ورته نورو مدرسو کې هم داسې ځورونې وي.

هغه زیاتوي، په دې سیمه کې ډېری کورنۍ په ځانګړي ډول مسلمانان ښوونځیوته د بچیانود استولو وس نه لري خو دا مرکزونه بیا تر ډېره د بې وزلو کورنیو اولادونه روزي.

د دې مرکز پر وره کې پر لیکدړه 'د احمد بن حنبل د اسلامي زدکړو مرکز' لیکلی، خو دا مرکز د ځوانانو د چلند د اصلاح لپاره هم کارول کېږي.

د نایجریا شمال کې د دینې زده کړو په مرکزونو کې د زدکوونکو د جنسي ځورونو یو شمېر رپوټونه هم خپاره شوي
د عکس تشریح، د نایجریا شمال کې د دینې زده کړو په مرکزونو کې د زدکوونکو د جنسي ځورونو یو شمېر رپوټونه هم خپاره شوي

د کادونا د پولیسو ویاند یاکوبو سابو رویټرز خبري اژانس ته وویل، له اسلام سره د دغه مرکز د 'ناانساني چلن' تړل ناشوني دي. که څه هم دې مرکز د زدکوونکو له کورنیو پیسې اخېستې، خو له دولت سره ثبت نه و.

د دې بنسټ اووه تنه کارکوونکي نیول شوي دي، دولت وايي، د دې بنسټ په څېرد نورو بنسټونو په اړه به هم څېړنې وکړي.

د نایجریا شمال کې د دینې زده کړو په مرکزونو کې د زدکوونکو د جنسي ځورونو یو شمېر رپوټونه هم خپاره شوي دي، په دا ډول یو شمېر مرکزونو کې زدکوونکي اړ شوي په لارو کوڅو کې سوال اوخیرات ټول کړي.

ښاغلي ابراهیم ویلي، کورنۍ یې دوه اوونۍ وړاندې د خپل چلن د سمون په پار دې مرکز ته ولېږه. هغه وايي، پردې مرکز د پولیسو له چاپې یوه ورځ مخکې وتښتېد.

په ژغورل شویو کسانو کې داسې ماشومان و چې پنځه کاله عمر یې درلود

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ژغورل شویو کسانو کې داسې ماشومان و چې پنځه کاله عمر یې درلود

هغه زیاتوي، په یوه زوړ جنراتور پورې په ځنځیرو تړلي و او د ترکیلا په نوم شکنجه یې و رکوله؛ په داسې حال کې چې یې لاسونه او پښې یې تړلې وې له چته یې راځوړند کړی هم

هغه وویل:

"ټول بدن مې ټپي دی، که ویده به هم و، نو په پټاکۍ به یې له خوبه وېښولو. ولږې مو تېرولې یوازې سپورې وریژې به را رسېدې."

په ژغورل شویو کسانو کې داسې ماشومان و چې پنځه کاله عمر یې درلود. داسې بریښي چې دا مدرسه له کلونو راهیسې کار کوي او لکه څنګه چې ویل شوي، د بورکینا فاسو له دوه تنو پرته، پاتې د نایجیریا د شمال قربانیان وو.

د کدونا په کمپ کې قرباني ماشومان له کورنیو سره یوځای شوي او ځینو یې ویلي، دوی ته اجازه نه وه چې خپلو ماشومانو سره وګوري.

د ابراهیم په نوم د یوه قرباني ماشوم پلار- چې له خپل زوی سره ولاړ و- وویل:

"که داسې پوهېدی چې په دیني ښوونځي کې داسې پېښې کېږي، خپل اولادونه مې نه استول. موږ هغوی د دې لپاره لیږل چې یوځای ته ورسېږي خو له هغوی سره ښه چلن ونه شو."

د کادونا حکومتي مسولین وايي چې له ټولو دیني ښوونځیو به لیدنه وکړي.