نایجریا 'د شکنجې له مرکزه' په ځنځیرونو تړل شوي سلګونه کسان راخوشي شوي

د عکس سرچینه، NIGERIAN POLICE
نایجریا کې پولیسو وايي، نژدې پنځه سوه بندیان شوي سړي او هلکان یې له یوې ودانۍ راایستلي چې ادعا کېږي زور زیاتی ورسره کېده او جنسي تېری پرې شوی دی.
له دغې ودانۍ چې باور کېږي یوه دیني مدرسه وه، په راخوشي کړل شویو کې پنځه کلنۍ پورې ماشومان هم شامل دي چې په ځنځیرونو تړل شوي وو.
د کاډونا سیمې پولیسو مشر علي جانګا بي بي سي ته وویل، په ودانۍ کې د مشکوکو فعالیتونو رپوټ تر لاسه کولو وروسته پولیس دغې ودانۍ ته ورغلل او بندي ساتل شوي کسان یې راخوشي کړل.
نوموړي دغه ودانۍ د زور زیاتي او انساني مرییتوب مرکز وباله. پولیس وايي، په دې تړاو یې اته کسان نیولي چې په خبره یې ډېر پکې ښوونکي دي.

د عکس سرچینه، NIGERIAN POLICE
د پولیسو په وینا ځینې راخوشي شوي کسان ټپیان دي او یو شمېر نور بیا وږي ساتل شوي وو. راخوشي شوي کسانو ویلي، زور زیاتی ورسره شوی، جنسي تېری پرې شوی، وږي ساتل شوي او ځینو ته تر کلونو پورې له دغې ودانۍ د وتلو اجازه نه ورکول کېده.
یوه راخوشي شوي کس بیل حمزه ځايي رسنیو سره خبرو کې وویل:
''درې میاشتې کېږي چې پښو کې مې ځنځیرونه پراته وو. دا د اسلامي زدکړو مرکز بلل کېږي، خو له دې ځایه تښتېدل سخته سزا لري، دوی دغسې خلک تړي او په چت پورې یې ځوړندوي. ''
ځینې ماشومانو پولیسو ته ویلي، خپلوانو ځکه دغې ودانۍ ته راوستي و، چې دغه ځای ته یې د دیني مدرسې په نظر کتل. په سیمه کې د دیني مدرسو لپاره لېوالتیا ډېره ده، خو داسې رپوټونه هم ورکول کېږي چې ځینې مدرسو کې وهل ټکول معمول دی او ان ځینې زده کونکي په لارو کوڅو کې د درویزې کولو لپاره اړایستل کېږي.
د دغې مدرسې د یوه زده کونکي پلار رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی ته معلومه نه وه، چې زامن به یې (داسې ناوړه) حالت سره مخامخ وي.
راخوشي شوي کسان اوس په یوه کمپ کې د دې لپاره ساتل کېږي چې خپل خپلوان یې د پېژندګلوۍ لپاره ورشي. یوه ځايي چارواکي حفست محمد بابا بي بي سي ته وویل، حکومت دې سړیو او هلکانو ته د طبي مرستو لړۍ پیل کړې ده.

د عکس سرچینه، NIGERIAN POLICE








