نایجریا کې پر جومات برید کې ۲۷ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د نایجریا شمال ختیځ موبي ښار کې پر یوه جومات ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۷ کسان وژلي. بریدونه د ماسپښین لمانځه ته د خلکو د راغونډېدو پرمهال شوي.
ځینې رپوټونه وايي، ښايي د وژل شویو شمېر ۴۲ ته لوړ شي.
په برید کې لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي.
تر اوسه کومې ډلې ددغو بریدونو مسؤولیت نه دی منلی، خو وړاندې بوکو حرام اورپکه ډله په موبي کې د ورته بریدونو مسؤوله ګڼل شوې وه.
بوکو حرام اورپکه ډله له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شمال کې د اسلامي دولت جوړولو په پلمه خونړي بریدونه کوي.
د دوی بریدونو کې لږترلږه ۲۰ زره کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډېر نور بې ځایه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د موبي د ملکي روغتون د مشر ډاکټر ازرا ساکاوا له خولې ویلي، په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د پولیسو مشر عبداللهي پریمان ویلي لومړی برید ماسپيښین پر یوه بجه جومات کې وشو او دویم برید له جوماته د لمونځ کوونکو د وتلو په وخت کې بهر وشو.
یوه عیني شاهد ویلي، لومړي بریدګر پرځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو چې د جماعت له درېدو وړاندې یې وچوول.
دی وايي خلک بازار ته په تېښته شول چې دویم بریدګر هم ځان وچووه.
موبي وړاندې هم د بوکو حرام اورپکې ډلې د بریدونو شاهد دی. په تېره نومبر میاشت کې د همدې ښار یوه جومات کې چاودنې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل.
په تېره اپریل میاشت کې، اورپکو د بورنو ولایت میدوګوري ښار کې لسګونه کسان ووژل.
دغه اورپکې ډله تر ډېره پر هغو جوماتونو بریدونه کوي چې ملا امامان یې د بوکو حرام له لیدلوري او کړنو سره مخالف دي.
تازه بریدونه داسې مهال شوي چې د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري امریکا ته تللی دی.
د نایجریا دولت له امریکا نه د ۱۲ جنګي الوتکو د اخیستو په درشل کې دی او د امریکا د ولسمشر له څرګندونو داسې ښکاري چې ښايي نایجریا ته بریدګرې الوتکې هم ورکړي.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ له ښاغلي بوهاري سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل: "دا الوتکې به د ترهګریزو بریدونو پروړاندې او د ولسي وګړو د ساتلو توانايي ډېره کړي."


د عکس سرچینه، AFP
بوکو حرام ډله
په ۲۰۰۲ کال یې بنسټ اېښودل شوی
په سیمه ییزه ژبه بوکو حرام د "لوېدیځ تعلیم حرام" په معنا دی
په ۲۰۰۹ کال یې د یوه اسلامي دولت د جوړېدو په پلمه بریدونه پیل کړل
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۳ کال دغه ډله ترهګره وبلله
په ۲۰۱۴ کال یې تر واک لاندې سیمو کې د خلافت اعلان وکړ
اوس پوځ ډېری هغه سیمې نیولې، چې له بوکو حرام ډلې سره وې










