نایجریا کې تر۸۰ ډېرې چیبوک نجونې خوشې شوې

د عکس سرچینه، AFP
د نایجریا ولسمشرۍ دفتر وايي، بوکو حرام اورپکې ډلې ۸۲ تښتول شوې نجونې خوشې کړې دي.
کابو درې کاله وړاندې بوکو حرام سخت دریځې اورپکې ډلې د هېواد له سوېل ختیځ چیبوک نه د ښوونځي ۲۷۶ نجونې وتښتولې، چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
چارواکي وايي، د نجونو د خلاصون دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې حکومت له بوکو حرام ډلې سره د هغوی د بندیانو د خوشي کولو پرسر خبرې وکړې.
دا د "چیبوک نجونې" په نامه یادېږي، چې د نایجریا له چیبوک ښاره تښتول شوې وې او پر خواله رسنیو یې د خوشي کولو لپاره پراخ کمپاین پیل شوی و.
لاهم د بوکو حرام په بند کې ۱۹۵ نورې نجونې بندیانې دي.
ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، خوشې شوې نجونې اوس د نایجریا له پوځ سره دي.
دا نجونې له یوې لیرې سیمې د پوځ په ټینګ امنیت کې کامیرون ته څېرمه د بانګي ښار پوځي اډې ته رسول شوې دي.
په لاګوس کې د بي بي سي خبریاله سټیفني هیګرتي وايي، ګڼې کورنۍ په چیبوک کې د نجونو پر خوشي کولو خوشحاله شوې.
د فرانسې خبري اژانس ته یوې پوځي سرچینې ویلي، خوشې شوې نجونې به په الوتکه کې بورنو ولایت ته د یکشنبې په ورځ ولېږدولې شي.
د ۲۰۱۴ کال اپرېل میاشت کې بوکو حرام اورپکو چیبوک کې د نجونو پر لېسې برید وکړ، خو ایله ۵۰ نجونې ترې وتښتېدې او نورې یې له ځانه سره بوتلې.
د تېر کال اکتوبر میاشت کې، بوکو حرام ډلې له سره صلیب سره تر خبرو وروسته ۲۱ نجونې خوشې کړې.
د دغو نجونو د خوشي کولو په پار د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د مېرمنې میشل اوباما او د بالیووډ د لویو لوبغاړو په ملاتړ کمپاین پیل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت د نایجریا ولسمشر محمد محمد بخاري وویل، حکومت یې له بوکو حرام ډلې سره پرله پسې خبرې کوي چې ایسارې نجونې راخوشې شي.
اته کاله وړاندې د بوکو حرام د بغاوت له پیلېدا راهیسې زرګونه کسان تښتول شوي او وژل شوي دي.
دغه ډله ظاهراً د نایجریا په شمال ختیځ کې د اسلامي شریعت د عملي کولو نارې وهي.
حکومت وايي، له دې ډلې سره په نښتو او د هغوی بریدونو کې کابو ۳۰ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور له خپلو مېنو وتلو ته اړایستل شوي.

د عکس سرچینه، AFP








