نایجریا کې د بزګرو او کوچیانو جګړه کې ۸۶ کسان وژل شوي

.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

په نایجریا کې د کوچیانو او بزګرو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې له دواړو خواوو تر دې دمه ۸۶ کسان وژل شوي دي.

دغه نښته د نایجریا په پلاتو ایالت کې شوې ده.

ویل کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د "بروم" قوم بزګرو د "فولاني" قوم پر کوچیانو یرغل وکړ او د هغوی پنځه کسان یې ووژل.

کوچیانو د شنبې په ورځ پر بزګرو د غچ په پار برید وکړ چې ډېره مرګ ژوبله پکې پېښه شوې او لږ تر لږه ۵۰ کورونه، ۱۵ موټرسایکلونه او دوه موټر یې هم پکې سوځولي دي.

د نایجریا دولت یکشنبه د جون ۲۴مه، په یاد ایالت کې پر شپې تګ راتګ بندیز لګولی، پولیس او پوځ د تیارسي په حال کې دي.

د پوځ ځانګړي ځواکونو د نایجریا نورو ایالتونو ته هم استول شوي چې هلته د احتمالي پېښېدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دواړه قومونو د کرنیزې ځمکې پر سر، چې کال تر بله یې د وچکالۍ له امله پراختیا کمېږي، له یو بل سره شخړه کړې ده.

نیوکه کوونکو د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري د تاوتریخوالي د پراختیا پر نه مخنیوي او همدارنګه د خپل قوم "فولانیانو" پر پلوۍ تورن کړی دی.

په روان زېږدیز کال کې د نایجریا په مرکزي سیمو کې په ورته پېښو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

په نایجریا کې قومي جګړې پر داسې مهال دي چې دغه هېواد واردمخه په شمال کې له بوکو حرام سختدریځي اسلامپالې ډلې سره په جګړه دی.

څارونکي وايي، په نایجریا کې د امنیت مسله کېدای شي د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمدو بوهاري بریا منفې اغېز وکړي.

فولاني کوچیان څوک دي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د فولاني کوچیانو په اړه ویل کېږي چې په نړۍ کې تر ټولو ستر نیمه ښاري قوم دی چې د منځنۍ او لوېدیځه افریقا په هېوادونو کې مېشت دي.

په نایجریا کې اوسېدونکي فولانیان تر نیمايي زیات ښاري شوي، خو یوه برخه یې لا هم کډه پر سر ژوند تېروي.

د فولاني کوچیانو د ژوند ډېره برخه تر ونو او بوټو لاندې تېرېږي.

دوی چې په زرغونو ځمکو کې څاروي څروي، معمولا یې له ځايي بزګرو سره اخ و ډب رامنځته کېږي.