نایجېریا کې سندرغاړی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي له کبله په اعدام محکوم شو

.

د عکس سرچینه، Idris Ibrahim

د عکس تشریح، د وېډیو تر خپرېدا وروسته د سندرغاړي یحیی شریف امینو پرضد لاریون وشو

په نایجېریا کې یوه ۲۲ کلن سندرغاړي یحیی شریف امینو پر وټس اپ یوه سندره خپره کړې چې ویل شوي د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوی دی.

په کانو کې محکمې پر شریف امینو د کفر ویلو تور لګولی او نوموړي هم دا تورونه نه دي رد کړي.

قاضي ویلي، دا ځوان سندرغاړی د استیناف غوښتنه کولی شي.

له ۱۹۹۹ کال راهیسې، د نایجېریا د شرعي محکمو له خوا پلي شویو قوانینو کې یو هم د اعدام حکم دی.‌ په روان ۲۰۲۰ کال کې هم یو سړی د یوې ښځې او د هغې د دوو بچیانو د وژلو په جرم په دار وځړول شو.

د ښاغلي امینو د دې وېډیو تر خپرېدا وروسته نوموړی پټ ګرځېده، خو اوس نیول شوی دی.

ځینو قهرېدلو لاریونیانو د دغه سندرغاړي د کور د سوځولو هوډ کړی و او د اسلامي پولیسو مرکز مخې ته راغونډ شوي وو او د سندرغاړي پر ضد یې د ګام اخیستو غوښتنه کوله.

"مخه نیوونکی" حکم

Protesters

د عکس سرچینه، Idris Ibrahim

د عکس تشریح، لاریونیانو د یحیی شریف امینو پرضد د ګام اخیستو غوښتنه کړې وه

د لاریون یوه سمبالوونکي ادریس ابراهیم چې د یاد سندرغاړي د نیولو غوښتنه یې کوله، تېره مارچ میاشت کې بي بي سي ته وویل، دا حکم نورو ته د یوه خبرداري پیغام لري.

دی وايي: "کله مې چې حکم واورېد خوشاله شوم؛ ځکه چې زموږ لاریون بې ګټې نه شو".

نوموړي دا هم ویلي چې دغه حکم "د هغو کسانو مخه نیولی شي چې باوري دي زموږ دین او نبي ته به له سزا پرته سپکاوی کوي".

شریف امینو ددې وېډیو تر خپرېدا مخکې په هېواد کې مشهوره څېره نه وه.

نوموړی په تېره مارچ میاشت کې نیول شوی و.

د نایجېریا په شمال کې ۱۲ ولایتونه تر ډېره اسلامي شریعت ته مراجعه کوي،‌ خو دغه محکمې یوازې د مسلمانانو اړوندو قضیو کې اسلامي شریعت پلی کوي.

که د یوه مسلمان او بل نامسلمان کس ترمنځ کومه قضیه وي، نامسلمان هغه محکمه غوره کولی شي چې دی یې غواړي. شرعي محکمه یوازې د نامسلمان د لیکلې موافقې په صورت کې دایرېدلی شي.