پېښور: د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن کس محکمه کې په ډزو ووژل شو

د عکس سرچینه، Twitter/@SabihUlHussnain
د پېښور په یوه محکمه کې هغه سړی د قاضي په مخکې په ډزو ووژل شو، چې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي تور پرې لګېدلی و. ځايي پولیس وايي، طاهر احمد نسیم د چارشنبې پر ورځ د محاکمې لپاره د قاضي شوکت علي مخې ته راوستل شو، خو هلته یوه ولاړ سړي پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.
پولیس وايي، بریدګر یې نیولی دی.
د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د پېښور شرقي پولیس تاڼې چارواکو له قوله وايي، وژل شوی سړی له څه مودې راهیسې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي په تور زنداني و.
ځايي پولیس وايي، محکمې ته له رسېدو وروسته خالد نومي یوه سړي له تورن کس سره لفظي شخړه وکړه او وروسته یې ډزې وکړې، چې پایله کې یې تورن کس ووژل شو.
د پېښور پولیسو یو افسر محمدعلي ګنډاپور وايي، بریدګر نیول شوی او د پېښې په تړاو پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي.
د پولیسو په خبره، د طاهر احمد نیسم خلاف د نوښار سیمې یوه اوسېدونکي چې د پلازمېنې اسلام اباد په یوې مدرسه کې محصل دی د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې رسماً شکایت کړی و، چې د اسلام پیغمبر (ص) ته یې سپکاوی کړی.
د پولیسو په وینا د طاهر احمد نسیم خلاف ثبوتونه په (یو ایس بي- فلش ډرایو) کې چارواکو ته ورکړل شوي وو.
پولیسو ته په لیکلي شکایت کې ویل شوي، چې له فېسبوکي بحثونو وروسته شکایت کوونکي او تورن کس په پېښور کې لیدلي او طاهر احمد نسیم داسې خبرې کړې، چې په پاکستان کې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي مخنیوي قانون له مخې جرم بلل کېږي.









