پاکستان: پر هندو ښوونکي دین ته د سپکاوي له تور وروسته لسګونه کسان نیول شوي

پاکستان

د عکس سرچینه، TWITTER/@IMRANKALHORO83

د پاکستان په سند ایالت کې د یوه ښوونځي پر سر ښوونکي د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي له تورونو لګېدو وروسته قهریدلو خلکو د هندوانو پر یوه معبد حمله کړې، د ځايي هندونوانو دکانونه یې چور کړي او چارواکي وايي، لسګونه بلوا کوونکي کسان یې نیولي دي.

په سر ښوونکي نوتن مل خپل یوه زده کونکي تور پورې کړی و چې د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی دی. له هغه وروسته یو شمېر قهریدلي خلک د سند ایالت ګوټکي ښارګوټي لارو کوڅو ته راوتلي وو، په یوه ځايي مندر کې یې ورانی ویجاړی رامنځته کړی او په ځايي شاهي بازار کې یې د هندوانو دکانونه لوټ کړي دي.

د سند پولیسو یوه افسر ډاکټر جمیل احمد بي بي سي ته ویلي، د دغو کسانو پر ضد یې قضیه ثبت کړې ده. رپوټونو کې ویل شوي، دغه سر ښوونکی هم پولیسو دین ته د سپکاوي په تور نیولی او که پرې لګېدلي تورونه ثابت شي، کېدای شي د اعدام سزا ورکړل شي.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي، پر معبد برید کوونکي هم دین ته د سپکاوي په تور نیول شوي، خو پر معبد د برید له کبله د دوی جرم داسې نه ګڼل کېږي چې احتمالاً د اعدام سزا ورکړل شي.

د پاکستان بشري حقونو ادارې دغه تاوتریخوالی غندلی او پر ټویټر پاڼه یې د پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده. په پیغام کې ویل شوي:

''ویډیو... وحشتناکه ده. د یوې لږکۍ اړوند کس پر ضد د یوې ډلې تاوتریخوالی وحشیانه او د نه منلو وړ دی. ''

پاکستان

د عکس سرچینه، TWITTER/@TEAMLOUND

خبریال علي حسن د ځايي پولیس مشر فرخ لنجار له قوله وايي، پولیسو د پېښې څېړنه پیل کړې ده او د څېړنې له مخې به محکمې ته د سر ښوونکي وړاندې کولو یا نه وړاندې کولو پرېکړه کېږي.

نوموړی وايي، د یکشنبې پر ورځ یې له تور پورې کوونکي زده کونکي سره هم خبرې کړې چې د ده له قوله پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېدونکی پیغام ردوي او وايي، په نامه یې جعلي حساب چمتو شوی دی.

خو بل لور ته د دغه زده کونکي پلار عبدالعزیز راجپوت بي بي سي ته وویل، زوی یې پر خپله خبره ولاړ دی. ځايي چارواکي وايي، اوس په ښارګوټي کې د مذهبي ګوندونو له کاربندیز وروسته حالت عادي بڼه غوره کړي ده.

د یادونې ده چې په ګوټکي ښارګوټي کې د ښار ټولټال نفوس ۳۰ سلنه هندوان دي او په ټول سند ایالت کې د نفوسو له شلو تر دېرش سلنې پورې هندوان ژوند کوي.