پاکستان کې میلیونونو کسانو ته د کفر ویلو په اړه تیلفوني پیغام کې خبرداری ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې حکومت میلیونونو کسانو ته د موبایل د پیغام له لارې خبرداری ورکړی چې د" کفري" مطالبو شریکول جرم دی.
په دغه تېلیفوني مسېج کې ویل شوي چې پر "انټرنېت د کفري مطالبو خپرول او د هغه شریکول د مجازاتو وړ جرم دی".
دغه پیغام کې د داسې کړنو پر بدل کې د سزا ورکړه "قانوني" بلله شوې او له خلکو غوښتل شوي چې باید "راپور یې ورکړي" چې د دغو کسانو سره "قانوني چلند" وشي.
د دغه هېواد قانون کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي د کفر ویلو سزا مرګ ده.
د بشري حقونو ځینې فعالان اندېښنه لري چې د داسې پیغامونو خپرول کولی شي صحرايي محکمو ته لار اواره کړي.
تېرو تجربو ته په کتو اندېښنه دا ده چې د یوه چا د ژوند او مرګ فیصله به افراد کوي نه محکمې.
دا عمل په پاکستان کې غیرمعمول نه دی او داسې بېلګې شته چې خلکو د یوه کس یا ډلې پر وړاندې له دیني احساساتو کار اخیستی دی.
د مشال وژنه
نژدې یوه میاشت وړاندې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د خبریالۍ څانګې زده کوونکی مشال خان په سلګونو قهرجنو خلکو پر انټرنېت اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

د عکس سرچینه، FB
خو د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې مشال خان دې دین ته سپکاوی کړی و.
پاکستان کې د اسلام دین ته سپکاوی حساسه مسله ده او داسې پېښ شوي چې نامسوله ډلو په خپل سر په کفر ویلو تورن کس ته د سزا ورکولو پرېکړه کړې ده.








