د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي له پاکستانه وتلې ده

اسیه بي بي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک بي بي سي ته وویل، اسیه بي بي چې اصلي نوم یې اسیه نورین دی، کاناډا ته رسېدلې ده.

پاکستاني چارواکو تایید کړې اسیه بي بي نومې مسیحۍ ښځه چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام سزا محکومه شوې وه، له هېواده وتلې ده.

د پاکستان سترې محکمې تېر کال د نوموړې سزا لغو کړه او له څو کلن زندان وروسته یې د هغې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

اسیه بي بي ته لومړی ځل ۲۰۱۰ کال کې له خپلو ګاونډیو ښځو سره یوه لفظي شخړه کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور سزا ورکړل شوې وه.

اسیه بي بي د دغې اوږدې قضیې په بهیر کې تل ځان بیګناه باله چې پاکستان کې یې سخت غبرګونونه پارولي وو.

اوس پاکستاني چارواکو له هېواده د نوموړې وتلو وخت او د هغې د منزل په اړه څه نه دي ویلي، خو مدافع وکیل یې سیف الملوک بي بي سي ته وویل، اسیه بي بي چې اصلي نوم یې اسیه نورین دی، کاناډا ته رسېدلې ده.

داسې باور کېږي چې د نوموړې دوو لوڼو ته له مخکې هغه هېواد کې پناه ورکړل شوې ده.

د اسیه بي بي لوڼې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي، د اسیه بي بي دوې لوڼې له مخکې کاناډا ته رسېدلې دي

بهر ته د اسیه بي بي وتلو چارو ترسره کېدو تر مهاله نوموړې د پاکستان یوه داسې ځای کې ساتل کېده چې معلومات یې چا ته نه ورکول کېدل.

د پروسږ کال اکتوبر کې چې پاکستان سترې محکمې نوموړې ته ورکړل شوې سزا لغو کړه، هغو سخت دریځو پراخ احتجاجونه وکړل چې دین ته د سپکاوي خلاف د سختو قوانینو پلوي کوي او د ټولنې ځینې لبرال کړیو بیا د هغې خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د اسیه بي بي قضیې پیل ۲۰۰۹ کال کې د میوې یوه بڼ کې له نورو مزدورو ښځو سره د اسیه بي بي له لفظي شخړې شوی و.

ویل کېږي، ځینو ښځو په هغه ګلاس کې د اوبو له څښلو انکار کړی و، چې اسیه بي بي پکې اوبه څښلې وې.

د څارنوالانو په وینا ښځو اسیه بي بي ته ویلي و چې باید اسلام ومني او په همدې لفظي شخړه کې اسیه بي بي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی و.

پاکستان کې د اسیه بي بي سزا لغو کېدو خلاف پراخ احتجاجونه شوي وو ( فایل تصویر)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پاکستان کې د اسیه بي بي سزا لغو کېدو خلاف پراخ احتجاجونه شوي وو ( فایل تصویر)

نوموړې له هغه وروسته کور کې وهل ټکول شوې وه او د تور پورې کونکو په وینا هغې د کفر ویلو اعتراف کړی و. د قضیې په تړاو د پولیسو له تحقیق وروسته اسیه بي بي نیول شوې وه.

پروسږ کال د نوموړې سزا لغو کولو پر مهال د پاکستان سترې محکمې وویل، قضیه یې پر بې باوره ثبوتونو ولاړه ده او له هغې د خلکو یوې داسې ډلې اعتراف اخیستی چې د ''وژلو ګواښونه یې ورته کول. ''