د اېکواډور زندان کې نښته؛ لسګونه زندانیان وژل شوي دي

relatives wait outside prison after latest violence

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پېښې وروسته ګڼو زندانیانو کورنۍ د زندان مخکې ته راټولې شوې وې

د اېکواډور په یوه جنجالي زندان کې د سیالیو ډلو ترمنځ په یوه نښته کې لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي دي. دې پېښه کې،‌ چې ساعتونه یې دوام کړی، لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي هم دي.

د ګیاکولي ښار په همدې زندان کې تېره سپتمبر میاشت کې هم خونړۍ نښته شوې وه او تر سلو ډېر زندانیان پکې وژل شوي‌ وو.

نښته د جمعې پر ورځ پیل شوه او ان د شنبې پر ورځ هم تر هغې روانه وه چې پوځ او پولیس د زندان ودانۍ ته ننوتل.

ځایي رسنۍ وایي، د پولیسو ډلې د زندان ودانۍ ته ننوتلې دي او هلته یې توپانچې، چاړې او چاودېدونکي توکي موندلي.

روان کال د اېکواډور په بېلابېلو زندانو کې د نښتو په پایله کې نږدې ۳ سوه زندانیان وژل شوي دي.

د تېرې سپتمبر میاشتې پېښه د اېکواډور په تاریخ کې په یوه زندان کې تر ټولو خونړی تاوتریخوالی و.

هغه نښته کې د مکسیکو او ځینېو نورو هېوادونو اتباع زندانیان هم شامل وو او د نړیوالو پام یې ور اړولی و.‌

له دې وروستۍ نښتې وروسته د زندانیانو کورنۍ د زندان مخې ته راټولې شوې وې او د قربانیانو یو لېست کې یې د خپلو عزیزانو نومونه لټول.

د زندان چارواکي وایي، د نښتې په ځای کې لږ تر لږه ۷۰۰ زندانیان ساتل کېدل، چې د بېلابېلو او مخالفو جرمي ډلو غړي‌ وو.

د اېکواډور حکومت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، له دا ډول تاوتریخوالي یوازې مافیایي ډلې ګټه اخلي.

د دې هېواد په زندانونو کې ګڼه ګوڼه یوه لویه ستونزه ده او دې زندان کې هم، چې د ۵ زره کسانو لپاره جوړ شوی و، دا مهال اته نیم زره کسان ساتل کېږي.

خو حکومت وایي، دوی هڅه کوي چې نه یوازې زندانونو کې شته ستونزې حل کړي، بلکې په ټوله کې د مخدره توکو او جرمي ډلو د فعالیتونو مخه هم ونیسي.