د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سېلابونو "لس تنه وژلي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته تایید کړې، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سېلابونو لږ تر لږه د لسو کسانو ژوند اخیستی دی.
د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق بي بي سي ته وویل، وروستیو سېلابونو د کابل په دشت برچي سیمه کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
پرون سې شنبې د سختو بارانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي وو.
افغانستان چې په تېرو څو کلونو کې له وچکالۍ سره مخ و، سږ کال یې د بې موسمه اورښتونو له امله په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او سلګونه کسان یې وژلي دي.
ښاغلي سایق بي بي سي ته وویل، وروستي سېلابونه په کابل، بلخ، ننګرهار، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې راوتلي دي. د هغه په وینا په دغو سېلابونو کې دولس تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي . خو وايي ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ وي.
ملا جانان سایق دا د اقلیم د منفي اغېزو لامل ګڼي.
د ځاني تاوان تر څنګ ځينې کورونه په بشپړ یا جزوي توګه ویجاړ شوي او په یو شمېر سیمو کې یې فصلونه هم له منځه وړي دي.
د یادولو ده چې تېر پسرلی په بغلان ولایت کې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او نژدې ۱۶۰۰ تنه نور یې ټپیان کړل. دغه راز په غور ولایت کې هم لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د عکس سرچینه، Getty Images
په جرمني کې د اوبو چارو کارپوه نجیب الله سدید چې د افغانستان د هوا حالات څاري، بي بي سي ته وویل، په سیمه کې د مونسون موسم روان دی او ښايي په راتلونکې کې د کندهار او پنجشېر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه وشي او سېلابونو راووځي.
په همدې مهال ځايي رسنیو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له قوله ویلي، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پرله پسې بارانونه وشي، او په سیندونو کې د اوبو سطحې لوړېدو او په غرونو کې د واورو ویلې کېدو له امله په کندهار، زابل، پکتیکا، پنجشیر، لوګر، میدان وردګ، غزني، کنړ، لغمان، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې سېلابونه راووځي.











