امریکا اسرائيلو ته خبرداری ورکړی چې غزې ته بشري مرستې پرېږدي

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا اسرائیلو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که راتلونکو دېرشو ورځو کې غزې ته نورې بشري مرستې پرې نه ږدي د دې خطر شته چې د امريکا ځينې پوځي مرستې به پرې بندې شي.
دا په ليکلې بڼه خبرداری چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو لاسليک کړی په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې د امريکا او د متحدينو تر ټولو سخت ګواښ بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع د وزیر لوېډ اسټن له خوا په دې لاسلیک شوي لیک کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړل شوی چې که تر راتلونکو دېرش ورځو غزې ته ۳۵۰ لارۍ بشري مرستې پرې نه ږدي او د بشري مرستو رسوونکو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د دې امکان شته چې امریکا پر اسرائیلو ځینې پوځي مرستې بندې کړي.
د دې لیک په یوه برخه کې په امریکا کې هغو قوانینو ته اشاره شوې چې له هغه هېواد سره پوځي مرسته بندوي چې ولسي وګړو ته د بشري مرستو مخه نیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې اوس اسرائیلو ته دا خبرداری ورکول کېږي وويل، "په تېرو میاشتو کې لیدل شوي چې غزې ته د بشري مرستو اندازه ثابته نه ده پاتې شوې. دا مرستې له پنځوس سلنه زیاتې را کمې شوي دي. نور د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو مناسبه وګڼله چې د اسرائیلو حکومت ته دا په ډاګه کړي چې باید بدلون راشي او غزې ته لا ډېرې مرستې پرېږدي."
نوموړي دغه راز وویل امریکا پوهېږي چې غزې ته د بشري مرستو رسېدل ممکن دي او دا د اسرائیلو مسؤولیت دی چې د بشري مرستو پر وړاندې بايد خنډونه لرې کړي.
د امریکا له دې خبرداري سره هم مهاله په ځانګړې توګه د غزې شمال کې د اسرائیلو پوځي عملیات دوام لري.
پوځ ویلي د دې عملیاتو موخه دا ده چې د حماس وسله وال پرې نه ږدي چې بیا د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

د عکس سرچینه، AFP
ملګري ملتونه وايي د غزې له شماله څه د پاسه پنځوس زره خلک وتلي خو لا هم شاوخوا ۴۰۰ زره کسان پاتې دي او د خوړو لپاره ډېر لږ څه لري.
په تېرو دوو اونیو کې دغې سیمې ته د مرستو مخه نیول شوې وه، یوازې وړمه ورځ لږ مرسته ور پرېښودل شوې.
له بلې خوا لبنان کې د حزب الله ډلې مرستیال نعیم قاسم یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، له اسرائیلو سره روانه شخړه یوازې د اوربند له لارې هوارېدی شي.
د حزب الله مرستیال مشر چې د دې ډلې چارې پر مخ وړې په دې وینا کې ټينګار کړی چې وسله وال یې کولی شي د اسرائیلو هره سیمه په نښه کړي.
دا له کله چې د یادې ډلې مشر حسن نصر الله وژل شوی د هغه درېیمه وینا ده.
نوموړي وویل دا چې اسرائیلو پر ټول لبنان بریدونه کړي نو حزب الله هم حق لري د اسرائیلو هره سیمه په نښه کړي.
بل پلو د لبنان چارسمبالي لومړي وزیر نجیب میقاتي یوه مرکه کې ویلي که اوربند وشي حکومت چمتو دی چې د لبنان سویل کې د پوځیانو شمېر څو برابره زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (سې شنبې) د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د اسرائيلو له لومړي وزير سره ټيليفوني خبرې وکړې چې تر ډېره پر اوربند راټولې وې.
د بنیامین نتنیاهو له دفتر خپاره شوې بیان کې ویل شوي چې اېمانویل مکرون ته یې ویلي چې يو اړخيز اوربند امنیتي وضعیت نه بدلوي او یوازې وضعیت تېر حالت ته ورګرځوي.
نتنیاهو ټينګار کړی چې داسې هېڅ جوړ جاړی به ونه مني چې له مخې یې حزب الله وکولی شي نورې وسلې او پوځي امکانات تر لاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله له یو میلیون زیات کسان له خپلو مېنو بې ځای شوي او د دې هېواد د ټول نفوس څلورمه برخه د اسرائیلو له خوا د کورونو پرېښودو په تړاو د خبرداریو له امله اغېزمن شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي د هغه برید په اړه هم باید څېړنې وشي چې اسرائیلو دوه ورځې وړاندې د لبنان شمال کې پر یوه کلي وکړ چې ۲۴ تنه یې ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.











