ملګرو ملتونو د غزې په شمال کې په "لوی شمېر د ملکيانو مرګژوبله" غندلې

د عکس سرچینه، AFP
ملګرو ملتونو په وروستیو ورځو کې د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو له امله د "لوی شمېر ملکي تلفاتو" غندنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرش دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د غزې په شمال د جباليا کډوالو کمپ کې د خوراکي توکو د وېش پر يوه مرکز د اسرائيلو بريد کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. دلته اسرائيلي پوځيان ځمکني عمليات کوي.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادراې (انروا) ويلي، د خوراکي توکو د مرکز د ننه او بهر داسې مهال ګولۍ ولګېدې چې ځينو وږيو کسانو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوله.
د اسرائیلو پوځ ويلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي او په وينا يې دوی "یوازې د ترهګریزو موخو پر وړاندې" عملیات کوي.
راپورونه وايي وروسته له هغه چې نهه ورځې وړاندې اسرائيلو په سيمه او دوو شمالي ښارګوټو کې د حماس پر وړاندې عمليات پيل کړل سلګونه کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د غزې شمال کې د اسرائیلو د عملیاتو غندنه کړې چې له امله یې د ده په وینا ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګري ملتونه وايي د دې عملیاتو له امله غزې شمال کې لسګونه زره کسان کلابند دي او د خوړو لپاره ډېر لږ څه لري.

د عکس سرچینه، Reuters
خوړو ته د لاس رسي برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي مایکل فخري بي بي سي سره مرکه کې د غزې په شمال کې د خلکو وضعیت ناوړه بللی دی.
نوموړي ويلي، "اسرائیلو په غزه کې د فلسطینیانو له لوږې سره د مخامخ کولو په اړه خپل نیت په ډاګه کړی. دوی د لوږې رامنځته کولو لپاره خپل عملیات کړي، موږ د دې عملیاتو پایلې لیدلې، هغه داسې چې د مړینې کچه لوړه شوې، خلک نه یوازې له لوږې مري بلکې د بدن د اوبو د کمي او د ناروغیو له امله هم مړه کېږي. په دې سره اسرائیلو موږ ته ویلي چې دوی څه کوي، دوی په واقعیت همداسې کوي او موږ یې پایلې لیدلي دي."
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل چې د جبالیا له سیمې څه باندې ۵۰ زره کسان تښتېدلي، خو نور یې په خپلو کورونو کې د بمباریو او جګړو له امله بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک وویل، ملکي وګړي باید "تل خوندي شي".
نوموړي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، "سرمنشي د غزې په شمال کې د اسرائیلو په پراخو بريدونو کې د ملکي وګړو زياته مرګ ژوبله غندي..."
له تېر يوه کال راهيسې چې اسرائيلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي د حماس د روغتيا وزارت په وينا له ۴۲۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د غزې له ۲،۴ میلیون خلکو شاوخوا ۱،۹ میلیونه د جګړې له امله بې ځایه شوي - چې ډېری یې د تېښتې لپاره څو ځله کډه کولو ته اړ شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ - په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل.











