د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې څه وویل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د مارچ نهمه) د افغانستان د وضعيت په اړه د امریکا په نیویارک کې ناسته درلوده چې په افغانستان د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) چارسمبالې جورجېټ ګنیان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان د حالت په اړه خبرې وکړې.
د یوناما د چارسمبالې څرګندونې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له وضعيت نيولې تر امنيتي اندېښو او له پاکستان سره د وروستیو نښتو تر څنګ پر بېلابېلو موضوعګانو ورټولې وې. د ناستې په پيل کې یې وويل، د شورا هیله ده چې "افغانستان یو داسې هېواد وي چې په خپله او له ګاونډيو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړه توګه د نړيوالې تولنې برخه شي او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د بشري حقونو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې نړیوال مکلفیتونه پوره کړي."
اغلې جورجېټ په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو او تاوتریخوالی یادونه وکړه او په دواړه خواو یې غږ وکړ چې جګړه سملاسي ودروي، اوربند وکړي او خپل اختلافونه د ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.
نوموړې د ولسي وګړو د خونديتوب تر څنګ افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد هم ټينګار وکړ او ویې ويل، له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته ایران یوه بدیله لاره وه چې په وینا یې دا لاره اوس منځني ختيځ کې د روانې شخړې له امله ورځ تربلې له ناڅرګند حالت سره مخ ده چې له دې کبله، "په افغانستان کې د بنسټيزو توکو بيې لوړېدل پیل شوي او د افغانستان لا له مخکې کمزوری اقتصاد تر فشار لاندې راولي."
د اغلې جورجېټ په وینا د افغانستان ګوښه والی د اقتصادي ځان بسياينې، امنیتي همکارۍ، دترهګرۍ ضد مبارزې، د بشري حقونو اندېښنو او بشري کړکېچ په څېر د مسئلو په حل کې اغېزمن نه ثابتېږي. که دا ستونزې حل نه شي، افغانستان ښايي يو ځل بيا د کډوالۍ زياتوالي، ترهګرۍ، نشه يي توکيو او نورو ستونزو په څېر د سیمې او نړۍ د بې ثابتۍ لامل شي.
نوموړې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمېدو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د ۲۰۲۴ کال پرتله ۲۰ سلنه او د پخوا پرتله په کې بېخي ډېر کموالی راغلی دی او د نشه يي توکو پر ضد د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره یې د نړیوالې تولنې پر لا زياتې مرستې ټينګار وکړ.
اغلې جورجېټ د طالبانو حکومت له خوا د پيل شويو پروژو یادونه هم وکړه او ویې ويل، "واکمنو چارواکو د بنسټيزو زېربنايي پروژو سترې طرحې پيل کړې دي، چې که بشپړې شي د افغانستان اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولی شي."
نوموړې په تېرو نژدې دوو نيمو کلونو کې د شاوخوا پنځه نیم ميليونه افغان کډوالو راستنېدو ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې د نړيوالو مرستو د کمېدو په صورت کې یې د ټولنيزې ګډوډۍ څرګندې نښې نه تر سترګو کېږي.
اغلې جورجېټ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه وغندل او د دې بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
نوموړې وويل، "د افغان ښځو او نجونو لپاره د نه منلو وړ وضعيت دوام لري. هغوی اوس د عامه ژوند او له شپږم ټولګي پورته د زدکړو نژدې بشپړ محرومیت، پنځم کال پيلېږي".
"د نجونو د زدکړو په برخه کې حل لارې شته او موږ له واکمنو چارواکو غواړو چې دا موضوع حل کړي... نړيواله ټولنه چمتو ده چې د منلو وړ شرايطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي".
اغلې جورجېټ د محکمو وروستۍ جزايي اصولنامه د ښځو او مذهبي لږکیو پر وړاندې له "تبعيض" ډکه وبلله.
نوموړې په خپله وینا کې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو حکومت کړنې اغېزناکې وبللې خو زياته یې کړه چې د افغانستان ګاونديان لا هم له دغه هېواده د اورپکۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې لري. هغې د بنديزونو د څار ډلې راپور ته اشاره وکړه چې د پاکستاني طالبانو پر سر ناحل شوې لانجه اوس نژدې د دواړو هېوادونو تر منځ په يوه بشپړه شخړه بدلېدونکې ده. "په پراخه توګه له افغانستانه د ترهګرۍ احتمالي ګواښ لا هم يوه مهمه موضوع ده چې په تولنیزه توګه نړيواله ټولنه پرې اندېښنه لري."
د امینت شورا په ناسته کې د هېوادونو استازو څه وويل:

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا استازی مایک والټز د طالبانو حکومت په پاليسو نيوکې وکړې او ویې ویل، دوی په خپلو پاليسو کې پر افغانانو سختۍ راوستې او بنستيزو حقونو ته یې د دوی لاسرسی محدود کړی دی، د ښځو او نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی دی چې په وینا یې دا پاليسۍ د بشري او اقتصادي کړکېچ سبب ګرځېدلې دي.
د ښاغلي والټز په وینا، په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو د رسولو هڅه کړې، طالبانو د "یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته په دوام ورکولو او د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي له امله د ملګرو ملتونو د مرستندویه پروګرامونو د پلي کېدو مخه ډب کړې ده.
نوموړي وويل، "که طالبانو خپل نیمايي نفوس، ښځې له خپلو حقونو محرومې کړې نه وی، له افغانستان سره به ډېرې مرستې شوې وې".
ښاغلي والټز یو ځل بیا د امریکایانو برمته نیونه او په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه وغندل.
د بریتانيا استازی
د بریتانيا استازې برنېس جکي سمېت په خپلو خبرو کې د طالبانو حکومت له خوا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدوديتونه او بنديزونه وغندل او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو پر لاسرسي بنديز یې له حقونو سرغړونه یاده کړه او د ژر تر ژره د پایته رسېدو غوښتنه یې وکړه.
نوموړې د طالبانو حکومت پر نوې اصولنامه هم نيوکې وکړې او دا یې د ښځو او لږکیو له بشري حقونو سرغړونه یاده کړه او د ټولو افغانانو د حقونو د خونديتوب غوښتنه یې وکړه.
اغلې سمېت په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو او کړکېچ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او د مذاکراتو له لارې پر حل یې ټينګار وکړ.
نوموړې وویل، برېتانیا د بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی او د روان مالي کال پر مهال یې له ۲۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې مرستې افغانستان ته، په خاص ډول ښځو او نجونو ته ځانګړې کړې دي.
د بريتانیا استازې وویل، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې پرمختګ هغه مهال شونی دی چې د طالبانو حکومت په معنادار ډول د ملګرو ملتونو له بهیر سره تعامل وکړي.
د چين استازي
د چين استازي په خپله وینا کې وويل، په اوسني وخت کې افغانستان د بشري پرمختګ، ترهګرۍ سره مبارزې او بشري حقونو ننګونو سره مخ دی چې په وینا یې افغانستان کې حکومت او ټول ښکېل اړخونه باید په دې اړه ګډ کار وکړي چې په افغانستان ثبات او سوکالۍ ته وده ورکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د عامو خلکو د ژوند بدلون لومړیتوب وباله چې په وینا یې تېرو جګړو او د کډوالو راستنېدو حالت لاپسې خراب کړی دی.
نوموړي وویل د ځينو هېوادونو له خوا د مرستو کېمدو له کبله اقتصادي کړکېچ لاپسې زيات شوی دی.
هغه د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنيو د ازادولو غوښتنه وکړه او دا یې د افغانستان ملکیت وباله او د ده په ټکو د غیرقانوني بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
د چین استازي پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه هم وغندل. ده وویل چې دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځو روغتیا او پرمختګ ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې پرمختګ او اقتصاد هم له ستونزو سره مخامخ کوي.
ده ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د خپلو ټولو وګړو، په ځانګړې توګه ښځو، بنسټیز حقونه ورکړي.
نوموړي وويل د داعش خراسان، پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي)، القاعده او د نوور ترهګرو ډلو فعالیتونه افغانستان او ګاونډي هېوادونه ګواښي او د طالبانو له حکومته یې په دې اړه د ګامونو اوچتولو غوښتنه وکړه.
د چین استازي د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ شخړه هم د اندېښنې وړ وبلله او له دواړو خواو یې وغوښتل چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د نوموړي په وینا افغانستان لسيزې له جګړو او ناخوالو تېر شوی چې په وینا یې د نړيوالې تولنې د طالبانو حکومت تر منځ خبرو اترو او ښکېلتيا ته اړتيا ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان استازی
د پاکستان استازي عاصم افتخار يو ځل بيا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي)، بلوڅ بېلتون پالو او داعش ډلې فعاليت د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ ټولې سیمې ته یو لوی ګواښ وباله.
نوموړې ادعا وکړه، چې د ګاوندي هېواد [هند] په اشاره د طالبانو حکومت له ترهګرو ملاتړ کوي او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه شوي دي.
د طالبانو حکمت وړاندې دا ډول تورونه رد کړي دي.
نوموړي وويل دوی د طالبانو له حکومت سره د مسایلو د حل لپاره په ډیپلوماتیکو خبرو اترو ټینګار کوي چې په سعودي، قطر او ترکیه کې هم مذاکرات وشول، خو په وینا یې کومه پایله یې ورنه کړه.
د نوموړي په وینا، د فبرورۍ پر ۲۶مه طالبانو وروسته له هغې د پاکستان خلاف بریدونه وکړل چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل. .
نوموړي په افغانستان کې د روانو بریدونو او ولسي وګړو د مرګژوبلې په تړاو د یوناما راپور هم کره ونه باله.
د هند استازی
د هند استازي له افغانستان سره د اړیکو او مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو څو کلونو کې یې له افغانستان سره د روغتیا، بشري مرستو، د خوړو خونديتوب، سپورټ او ګڼو نورو برخو کې مرستې کړې دي.
نوموړي همدا راز وويل چې د سرطان یو مرکز یې کابل کې جوړ کړی او له افغانستان سره یې د واکسینو تر څنګ د درملو پراخې مرستې هم کړې دي.
نوموړي د پاکستان د استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکي هند په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا بلوڅ بېلتون پالو ډلو ملاتړ کوي.
په غونډه کې د ګڼو نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي، لږکيو ته حقونو ورکړي، تولګډونی حکومت جوړ کړي او د ترهګرۍ پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې او دلته د استازو له خوا شویو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

























