غزاله: "ایران هر وخت چې وغواړي زما پلار اعدامولی شي"

غزاله، مور او پلار یې

د عکس سرچینه، GAZELLE SHARMAHD

د عکس تشریح، جمشید شارمهد له خپلې مېرمنې (کیڼ) او لور غزاله سره
    • Author, دامیین مکګینس
    • دنده, بي بي سي نیوز، برلین

نیمه شپه وه چې د ټیلیفون زنګ راغی.

غزاله شارمهد یې خپلې مور راوی‍ښه کړه او ورته وویل چې ایران کې له زندانه دې پلار جمشید زنګ وهلی. غزاله له دوو کلونو راهیسې له خپل پلار- چې یو ایرانی -جرمنی سوداګر دی د اړیکې نیولو اجازه نه لري.

هغې څو ورځې وروسته لاس انجلیس کې له خپل کوره موږ ته وویل: "موږ ان پر دې نه پوهېدو چې هغه مخکې اعدام شوی او که نه او موږ ته یې هېڅ نه وو ویلي".

ایران په تېره فبرورۍ میاشت کې جمشید شارمهد په اصطلاح "ځمکه کې د فساد" په تور په اعدام محکوم کړ- دا هغه اصطلاح ده چې د ایران رژیم یې د خپلو مخالفانو پروړاندې کاروي.

د بښنې نړیوال سازمان د هغه محاکمه غندلې او د شرم خبره یې بللې ده.

لور یې له خپل پلار سره یو ځل بیا په خبرو خوشاله شوه، خو وېره یې دا وه چې ټیلیفوني اړیکه یې ښايي تر اعدام مخکې د خدای پامانۍ په پار وي، همدا وو چې ډېره ځورېدله.

نژدې درې کاله کېږي چې دغه ۶۸ کلن سړی د ایران زندان کې دی او له نړۍ یې اړیکه غوڅه شوې ده. په یو ساعته ټیلیفوني اړیکه کې یې د لور ناڅاپه پام شو چې ان د هغه د اعدام په اړه هم هغه ته څه نه وو ویل شوي.

د روانې میاشتې لومړیو کې غزاله شارمهد په جرمني کې یو جرمي شکایت وکړ او د جرمني له دولتي څارنوالانو یې غوښتي وو چې د ایران اته لوړپوړي قضايه چارواکي او د استخباراتو کارمنان د هغې له پلار سره د بشر ضد جنایت په جرم باید وپلټل شي‌.

جمشید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جمشید شارمهد له دبۍ وتښتول شو او ایران کې زنداني شو

د هغې د پلار غاښونه د ناسمو خوړو له کبله له منځه تللي او د خوړلو وس نه لري. هغه سم پر لار نه شي‌ تللی او خبرې سمې نه شي کولی؛ ځکه چې له پارکینسون ځورېږي او سم درمل نه ورکول کېږي.

دا وايي: "دوی هغه (جمشید) د مرګ بندخونې ته کشوي. خو که له زندانه ژوندی هم ووځي نو په عام محضر کې به په دار وځړول شي."

"دوی غواړي زما پلار په عام محضر کې اعدام کړي او دا پیغام واستوي چې: هر څوک چې د رژیم پرضد غږېږي، موږ دا ډول کار ورسره کولی شو، دې ځړول شوي تن ته وګورئ".

جمشید شارمهد ایران کې زیږېدلی، جرمني کې لوی شوی او دوه ګونی تابعیت لري. هغه مخکې امریکا کې د زیمونس لپاره د انجینر په توګه کار کړی او وروسته یې د ۲۰۰ لومړیو کې امریکا کې د ټینکالوجۍ برخه کې خپل کار و بار پیل کړی.

هغه یوازې هغه مهال د ایران د حکومت پرضد علني مخالفت پیل کړ، چې د ایران د هکري برید پرې وشو.

وروسته- درې کاله مخکې- کله چې دبۍ ته په یوه کاري سفر ولاړ، هلته وتښتول شو او ایران کې زندان ته یې پښې وڅکول شوې. پر هغه د تورونو نوملړ بې‌پایه شو، امریکایانو، انګرېزانو او جرمنانو ته له جاسوسۍ کولو پیل تر ګڼو اټکلیزو ترهګریزو بریدونو پورې تورونه پرې ولګول شول. جرمن او د اروپايي ‌ټولنې سیاستوالو وویل،‌ دا تورونه تشې ادعاوې دي.

غزاله شارمهد وايي: "ان ایران کې تاسو یو څوک له ثبوت پرته د ترهګرۍ په تور نه شئ اعدامولی، نو ځکه اعدام (پر ځمکه د فساد) له کبله دی".

غزاله په جرمني کې لویه شوې او اوس امریکا کې د پالونکې نرسې په توګه کار کوي او د خپل پلار د ازادۍ لپاره یې ډېره موده مبارزه کړې ده، خو وايي د جرمني د دولت له لوري ډېر لږ ملاتړ ورسره دی.

غزاله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جمشید شارمهد ګڼ ملاتړي له جرمني غواړي چې د هغه د خلاصون لپاره لا ډېر څه وکړي

همدا ده چې هغې د ایران د قضایه قوې او استخباراتتو پر وړاندې "جرمي شکایت" کړی.

جرمني کې ځای – ځای ایرانیان مېشت دي، خو ایران الاصله جرمنان وايي داسې انګېري چې د جرمني حکومت بابیزه ګڼلي دي.

د برلین برانډنبورګ دروازه کې مظاهره کې له یوې ایرانۍ جرمنۍ الینا سره معرفي شوم. الینا وویل: "سترګو کې مې اوښکې پیدا شي او کله چې فکر کوم غزال د خپل پلار لپاره څنګه مبارزه کوي".

له ډېرو نورو هغو کسانو سره مې خبرې وکړې چې نه یې غوښتل خبرې، نوم او عکس یې خپور شي او د ایران له لوري یې د کورنۍ غړي په نښه کړل شي.

که څه هم الینا د جرمني تابعیت لري، خو باوري ده چې که داسې وشي یا یې د کورنۍ کوم غړی د ایران د دولت لاس ته ورشي، د جرمني حکومت به څه مرسته ورسره وکړي.

"زه پوهېږم چې زما هېواد زما ملا نه تړي. زه یوازې یم".

ځینې ایراني جرمنان په نژادپالنې مشکوک دي او پوښتي چې ایا که څه هم ښاغلی شارمهد دلته لوی شوی خو د "ریښتیني" جرمن په سترګه نه ورته کتل کېږي.

ما د دوی توروه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته ورسول چې د بهرنیو چارو د وزیرې انالنا بایربوک ځواب تل دا و چې د اعدام حکم "کاملا د منلو وړ نه دی".

په دې بیانیه کې راغلي:‌ "د ایران حکومت د یوه جرمن وګړي په حق کې د اعدام حکمونو په تړاو لویه سرغړونه کړې ده.