د ایران اوین زندان کې ډزې او اور لګېدنه؛ ۴ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي

د عکس سرچینه، Social Media
د ایران قضایه قوې اوین زندان کې د بندیانو وژل او ژوبلېدل تایید کړي او وايي، ۴ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.
ایران کې د قضایه قوې د رسنیو مرکز په خپل خپور شوي رپوټ کې ویلي:" اور لګېدنه کې د ژوبل شویو ۶۱ کسانو له ډلې ۱۰ یې روغتون ته لېږدول شوي چې د ۴ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی."
غېر رسمي سرچینې د مړو شمېر له دې هم لوړ یادوي.
د قضایه قوې د رسنیو مرکز د پېښې لامل اور لګېدنو کې راپورته شوي لوګي په ګوته کړي دي.
ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پېښې د څېړنې لپاره دې د بشري حقونو د شورا ځانګړې غونډه جوړه کړي.
د دغه سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد په یوه ټوېټ کې ویلي" نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې غونډې جوړېدو غوښتنه وکړي چې له مخې یې داسې لاره ومومې چي د ایران د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو څېړنه وکړي او د ایران حکومت او مذهبي چارواکي یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي."
د ایران په اوین زندان کې د اور لګېدنې په اړه د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک په یوه ټوېټ کې د ایران حکومت د بندیانو د ژوند ژغورلو مسوول بللی دی.
نوموړې په خپور شوي ټوېټ کې ویلي:" د اوین په زندان کې لګېدلی اور ښايي مړ شوی وي، زموږ اندېښنه هغو کسانو ته ده چې دلته بندیان دي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کېږي."
آغلې بربوک همدا راز ویلي :" د ایران حکومت د ډېرو سیاسي یندیانو او احتجاج کوونکو په ګډون د ټولو بندیانو د ژوند مسوول دی ."
له دې وړاندې هم مېرمن بربوک ایران کې د احتجاجونو ملاتړ کړی او د ایران له حکومته یې غوښتي چې خلکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند او د دوی له ځپلو لاس واخلي.
د اوین په زندان کې د ډزو له غږونو وروسته لا تر اوسه د پېښې په اړه کره مالومات نشته. د رپوټونو له مخې، یو شمېر هغه کسان چې د تېرو څلورو اوونیو راهیسې د هیواد په کچه لاریونونو کې نیول شوي دغه زندان کې دي.
دغه زندان کې پر لګېدلي اور ۱۲ ساعتونه اوړي خو لا هم د ډېرو بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه مالومات نشته.
د یادونې ده چې تېره یکشنبه د ایران د رشت ښار زندان کې هم د نښتو او ځینو رپوټونو کې د بندیانو لخوا د بلوا خبر ورکړ شوی و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ايران کې له تېرو څو اوونيو راهيسې مظاهرې او احتجاجونه روان دي.
بل پلو په یوه ویډیويي کلیپ کې په ظاهره داسې ښکاري چې ایراني امنیتي ځواکونه پر هغو کسانو له یوه روان ګاډي ډزې کوي چې د تېښتې په حال کې دي.
دغه ویډیويي کلیپ چې د بي بي سي فارسي څانګې تایید کړی، پک اپ ډوله موټر لیدل کېږي چې د ایران کردستان په بانې سیمه کې د ځغاستونکو خلکو تر شا روان دی او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت په ایران کې د پراخو مظاهرو له پیل راهیسې په کردستان کې امنیتي ځواکونو خورا سخت عملیات کړي دي.
د بشري حقونو فعالانو یوه ډله وايي، لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي. له ایرانه د بي بي سي او نورو خپلواکو رسنیو پر خبري پوښښ بندیز د دې لامل شوی، چې د سر زیان کره شمېرې معلومول ګران شوي دي.
ایراني چارواکو پر انټرنېټي شبکو هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو یوه سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، د چارشنبې تر ورځ د ټولټال وژل شویو کسانو شمېر ۲۰۱ تنه یاد کړی دی، خو داسې فکر کېږي چې کره شمېر به تر دې هم زیات وي.

د عکس سرچینه، Rex-Shutterstock
د ایران اوسني حکومت ضد احتجاجونه په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته تر ټولو پراخ او سخت بلل کېږي.
د ایران له ۱۱۰ ښارونو د دې احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي، چې حکومت یې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون څرګند کړی دی.
دا احتجاجونه د ځايي پولیسو په توقیف کې د کردۍ ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول.
مهسا امیني د اخلاقي امنیت په نامه ایراني پولیسو د حجاب له هغه قانونه د سرغړونې په تور نیولې وه، چې له مخې یې باید ښځې د خپل سر ویښته په حجاب یا ټیکري کې پټ کړي.
پولیس وايي، نوموړې د روغتیايي ستونزو له کبله مړه شوه، خو د اغلې مهسا کورنۍ پولیس تورنوي چې هغه یې وهلې، ډبولې وه، چې له کبله یې په ځايي روغتون کې ساه ورکړه.










