مهسا امیني: د ایران احتجاجونه تر ۸۰ ښارونو واوښتل
په ایران کې اړ و دوړ څه باندې ۸۰ ښارونو ته غځېدلی او عیني شاهدان او د حقونو مدافعین وايي، روان اخ او ډب کې د یوه شپاړس کلن زلمی په ګډون ځینې کسان وژل شوي دي.
دا اړ و دوړ د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شو. نوموړې په سم ډول د حجاب نه مراعتولو له کبله نیول شوې وه.
د هغې له مړینې سره هممهاله نړیوال غبرګونونه راوپارېدل.