د ایران اوین زندان د مشر 'اعتراف': ۶۷ کال کې ډېر بېګنا خلک وژل شوي

ایران کې د یوه تر ټولو وېرروونکی زندان 'اوین' پخواني مشر په ۱۳۶۷ کال کې د ډله ییزو اعدامونو پرمهال په خپله دنده پښېماني ښودلې.
د ایران د 'اوین' او ګوهردشت زندانونو پخواني مشر حسین مرتضوي زنجاني بي بي سي ته ویلي په دې څرګندونو سره د شهرت غوښتونکی نه دی، بلکې د ده په وینا غواړي د ده خبرې د ده په غږ کې ثبت شي ځکه دی وايي که مړ شي نو بیا به دا فرصت نه وي چې خپلې خبرې د ده له خولې واورېدل شي.
نوموړی دغه راز په یوه انلاین غونډه کې د هغه مهال له زندانیانو سره هم مخامخ شو، په دې انټرنیټي غونډه کې ده خپله تېروتنه ومنله.
نوموړي وویل پخواني زندانیان حق لري چې غوصه شي.
ښاغلي زنجاني زیاته کړه که یې نوم په زمزم اوبو هم ووینځل شي نو پاک به نه شي ځکه د ده په وینا د زندان د مشر په توګه یې د زندانیانو ساتنه کوله، خو دا یې خپله لویه تېروتنه وبلله چې له خپلې دندې لاس په سر نه شو او تر وروستۍ شېبې یې دغه دندې ته دوام ورکړ.
دی د ایران د اوسني رژیم لومړی چارواکی نه دی چې په دیارلس سوه او شپیتمو کلونو کې د ډله ییزو اعدامونو او ناعادلانه محاکمې خبره کوي.
ده د انټرنېټ له لارې په دې اوږده غونډه کې وویل ډېر کسان په ډله ییز ډول نیول شوي وو او ډېر بې ګناه خلک ووژل شول.
ده په ټينګار وویل زه په رښتیا وایم چې بې ګناه خلک وژل شوي دي.
د اوین بدنام زندان دې پخواني مشر په کانټینرونو کې د مړو د لېږد، په بې پروایۍ د اعدامونو او د هغه پلار د شکایت په یادولو سره چې ویلي یې وو پر لور یې له اعدام وړاندې جنسي تېری شوی، د ایران په قضايي سیسټم کې پر خپل رول پښېماني وښوده.

د یادونې ده چې په ۱۳۶۷ کال کې چې ایران کې د اسلامي انقلاب د لومړۍ لسیزې وروستی کال و د مذهبي مشر خمیني په امر زرګونه سیاسي زندانیان اعدام او په پټه په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته وسپارل شول.
وروسته د قربانیانو کورنۍ د ډله ییزو قبرونو سیمه ومونده او انځورونه یې واخیستل شول.
تېر کال په همدې شپو ورځو کې د بشري حقونو د څار سازمان د ۱۳۶۷ کال د اعدامونو په اړه څېړنیز رپوټ خپور کړ.
دې رپوټ کې پر دغه کال د لوی شمیر سیاسي زندانیانو اعدام بشریت ضد جنایت وګڼل شو.
ایران لا هم د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر کسان په کې اعدامېږي.
درې اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې وویل د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې ایران کې ۲۰۹ تنه اعدام شوي دي.
ملګرو ملتونو د دې لړۍ د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې.
په وروستیو کې ایران کې وروسته له هغه د اعدام سزا ډېره شوې چې له څو میاشتو راهیسې د حکومت ضد پراخ لاریونونه دوام لري.











